26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

جمهوررئیس محمد اشرف غني: د ولایتونو په انکشاف کې توازن، د دولت له لومړیتوبونو څخه دی

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت...

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلوولسوالۍ پرسنګرپوستې او...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اووه تنه په هرات کې د جنايي جرمونو په شک ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ١٩مه / باختر
د هرات پوليسو پرون په دغه ولايت کې په څلورو جلاجلا پېښو کې اووه کسان د جنايي جرمونو په اړوند له جنګي وسايلو سره ونيول.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده باختر آژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ منسوبينو دغه کسان د نشه يي توکو د پېرودنې او پلورنې او وسله والو غلاو په تړاو د هرات له څلورمې او اتمې ناحيو په مربوطاتو کې ونيول.
هغه زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه دوه تومانچې، درې موټرسايکلونه او يوغلا شوى مبايل ترلاسه شول.
د يو بل خبرله مخې:
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه د پروان په مرکز چاريکارو ښارکې د ګلانو يو پلورنکى وواژه.
د پروان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير محمد صادق هاشمي باخترآژانس ته وويل: قاتلان له کرولا موټر څخه په استفادې سره له سيمې څخه تښتيدلي او پوليسو د هغوى د نيولو په خاطرهلې ځلې پيل کړې دي.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.