ناپېژاندو وسله والو په تخار کې يوې لېسې ته اور واچاوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو نن سهار د تخار په مرکز تالقانو ښار کې يوې لېسې ته اور واچاوه.
د تخار د والي وياند جواد هجري رسنيو ته ويلي دي چې ناپېژاندو وسله والو کسانو نن سهار د درېيو بجو په شاوخوا کې د دغه ولايت په مرکز کې د ابوعثماني تالقاني لېسه وسوځوله.
د تخار د پوهنې رياست وايي چې دغه لېسه د تالقانو ښار يوه تاريخي لېسه ده او څه ناڅه ٣٠٠٠ زده کوونکي لري.
تراوسه په دې لېسه کې د اور لګيدنې له امله د زيان کچه معلومه نه ده.
د تخار پوليسو د پېښې د عاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
پاى \ ذ

back to top