22 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهار کې درې ښځې او يو ماشوم ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر
درې ښځې او يو ماشوم په قندهارکې د ماين په چاودنه کې ووژل شول او شپږ تنه       نور ټپيان شول.
چاودنه پرون په پنجوايي ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې د يوې کورنۍ د سپرلۍ  موټر په ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
د قندهار د والي مرستيال حاجي آغالالى دستګيري باختر آژانس ته وويل: په چاودنه کې درې ښځې او يو ماشوم وژل شوي او د موټرچلوونکي په ګډون يوه ښځه او څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
ده چې په قندهار روغتون کې د ټپيانو د احوالو پوښتنه يې کوله؛ وسله وال طالبان يې د دغې پېښې عاملين وبلل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې په قندهار کې په خورو ورو نښتو کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٥ نور يې ټپيان شوي دي.
دغه نښتې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د قندهار پر ځينو سيمو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته شوې دي.   
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.