25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په روزګان کې د طالبانو طرحه ناکامه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ٢٤مه / باختر
په روزګان کې پر یوې پوځي قرارګاه د وسله والو طالبانو په ناکام برید کې درې ځانمرګي بریدګر ووژل شول.
دغه يرغلګر هدف ته له رسېدو مخکې د پوځيانو په ډزوکې ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغو یرغلګرو غوښتل يې چې ترینکوټ ښار ته څېرمه پر یوې پوځي قرارګاه برید وکړي.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د پوځيانو په ډزوکې درې ځانمرګي یرغلګر وژل شوي دي.
قول اردو مني چې یرغلګرو ځانونه ترینکوټ ښارته څېرمه پر یوې پوځي قرارګاه د برید په خاطر چمتو کول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په یو بل خبرکې ویل شوي دي چې په روزګان کې څلور وسله وال طالبان په بريدونوکې وژل شوي دي.
پر دغو طالبانو په تېرو ٢٤ ساعتو کې هغه وخت بريدونه وشول چې په ترینکوټ ښار او دهراوود او چارچینو ولسواليو کې په ډار اچوونکو فعالیتونو بوخت وو.
دغه راز پولیس او د ملي اردو ځواکونه وايي چې په روزګان کې د لسو ماینونو په کشف سره، د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
دغه ماینونه د روزګان په ګڼ مېشتو لارو کې ځای پرځای شوي وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ختم/ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.