25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اته یرغلګر په زابل کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ٢٤مه / باختر
په زابل کې په طالبانو پورې اړوند اته یرغلګر له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو پرون مازیګر د شاجوی ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت برید وشو چې پر یوې پوځي قرارګاه يې د برید نیت درلود.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د پوځیانو په ډزو کې ٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٥ نور يې ټپیان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يوبل خبر له مخې:
پوځيانو په زابل کې د اتو ماینونو په کشف سره، د دغه ولایت په ګڼ مېشتو لارو کې د یولړ چادونو مخه ونیوله.
وسله والو طالبانو د دغو ماینونو د ښخولو عاملين بلل شوي دي، خو دغې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ختم/ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.