22 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څلور پوځيان په بدخشان کې شهيدان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ٢٤مه / باختر
په بدخشان کې د ملي اردو څلور سرتېري د ماين په چاودنه کې شهيدان او دوه      نور يې ټپيان شول.
پېښه نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوځيانو د سپرلۍ  پر کاروان  د ارګو ولسوالۍ په ريزګان غاښي کې د ماين چاودنه وشوه.
د بدخشان يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري شهيدان او دوه نور يې ټپيان شول.
د پېښې شاهدان وايي چې په چاودنه کې د پوځيانو موټر په بشپړ ډول له منځه تللى دى.
دغه مقام وسله وال طالبان د دغې ماين ښخونې عاملين وبلل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاي \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.