25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د زمري ٢٤مه / باختر
وسله والو طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ یرغلګرو پرون پر پوځیانو د برید په وخت کې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې، د بادغیسي په نامه د نجونو پر يوې لېسې برید وکړ او دغه ښوونځي ته او رواچاوه.
د پېښې شاهدان وايي چې په پېښه کې د دغه ښوونځي ټول درسي خونې او نور اړین ملحقات سوځېدلي دي.
د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي رسنیو ته ویلي دي چې په فاریاب کې د نجونو په ياده لېسه کې څه ناڅه ١٠٠٠ نجونې زده کړې کولې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ختم/ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.