25 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غزني کې ٤٤ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل / د زمري ٢٤مه / باختر
په غزني کې ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ نور يې ټپیان شول.
جګړه تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په "چهاردېواري" کلي کې د اردو او پولیسو پر یوې ګډې قرارګاه د طالبانو په پرله پسې بریدونو کې رامنځته شوه.
د تندر قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړه کې د څو پاکستانیانو په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ نور يې ټپیان شول .
قول اردو وویل چې وسله والو طالبانو د دغې پوځي قرارګاه د نیولو نیت درلود، خو بریالي نه شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په یو بل خبرکې ویل شوي دي چې په غزنې کې په خورو ورو نښتو کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نوريې ټپیان شول .
جګړې په تېرو ٢٤ ساعتو کې په غزني ښار او د دغه ولايت د څو ولسواليو په مربوطاتو کې شوې دي.
دغه راز پوځيانو د غزني په ګڼ مېشتو لارو کې د ١٤ماینونو په کشف سره، د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
ختم/ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.