23 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمدطاهرزهير: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د فرهنګي فعاليتونو او کارونو ملاتړکوي

محمدطاهرزهير: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د ځوانانو د فرهنګي فعاليتونو او کارونو ملاتړکوي

کابل / د تلې ٢مه /باختر د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست اونوماند...

په کابل کې د دوو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل /دتلي ٢مه /باختر: دکابل پوليسو نن سهار په کابل ښار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څلور يرغلګر په فراه کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
په فراه کې د ملي اردو ځواکونو د سپرلۍ پرکاروان د وسله والو طالبانو په بريد کې  څلور تنه يرغلګر ووژل شول.
دغو يرغلګرو تېره شپه ناوخته په بالابلوک ولسوالۍ کې د دغوځواکونو د سپرلۍ پرکاروان يرغل وکړ.
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په دې جګړه کې د طالبانو په ډلې پورې څلور تړلي يرغلګر ووژل شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان  په فراه کې د طالبانو تر ځمکې لاندې د يو تونل په کشفولو بريالي شول .
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛  دغه تر ځمکې لاندې تونل په بالابلوک ولسوالۍ کې له يو کلي  څخه تر يوسړک پورې  کېندل شوى و .
د ظفر قول اردو وايي  چې طالبانو له دغه تونل څخه په استفادې سره  په عمومي واټ کې د مسافرو او پوځيانو د سپرلۍ پرکاروانونو برېدونه کول.
ختم_ ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.