23 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هلمند کې ٢٤ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر
په هلمند کې په نويو جګړو کې ١٦وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور يې ټپيان شول.
دغو وسله والو طالبانو لښکرګاه ښارته څېرمه په خپل پټنځي کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو د بريد تيارى نيو چې له هوا او ځمکې پرې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د دويمې لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په جګړه کې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٨ نوريې ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په بريد کې د وسله والو طالبانو پټنځاى له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه يوړل شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
د وسله والو طالبانو يو غړى چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پر يو پوځي د بريد نيت درلود، د پوځيانو په ډزو کې ووژل شو.
پاى \ ذ

 

Last modified on Wednesday, 16 September 2020 08:16

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.