29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د طالبانو يو مهم قوماندان په سروبي کې ووژل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وږي ٢٨مه / باختر
د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان په سروبي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل چې په عملیاتو کې د کابل لپاره د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مرستیال او یو بل قوماندان وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه: ګډو امنیتي ځواکونو په سروبي ولسوالۍ کې هدفمند عملیات ترسره کړل چې په پايله کې د کابل لپاره د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان غیرت‌الله چې په ملاسنګین مشهور و، له یو بل قوماندان صادق سره یوځای وژل شوی دى.
آرین زیاته کړه چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ نور طالبان هم ټپیان شوي دي. 
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.  
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.