21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سمنګانو د استيناف څارنوالۍ الحاقيې ودانى جوړه شوه

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د سمنګانو د استيناف څارنوالى د...

د جوزجان ديني عالمانو د پوځيانو ملاتړ وکړ

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د جوزجان يوشمېر ديني عالمانو نن...

٢٨ پوځيان په تخار کې شهيدان شول

کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر ٢٨ پوځيان له تېرې شپې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

‎په روزګان کې دیارلس پولیسان شهیدان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 

ترینکوټ \ د وږي 31 مه\ باختر

د روزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د پولیسو او وسله والو طالبانو په نښتو کې نن دیارلس پولیسان شهیدان شوي دي.

د روزګان د والي ویاند زړګي عبادي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو په ګېزاب ولسوالۍ کې د پولیسو پر سنګرونو ‌‌‌‌‌‌ډله ییز بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې په نښتو کې دیارلس پولیسان شهیدان شوي دي او پولیسو له دوو پوستو تکتیکي شا تګ کړی دی.

په ورته وخت کې د روزګان مرستیال والي سید محمد سادات ناصري وایي چې د ګېزاب په نښتو کې دوه وېشت پولیس او یو د ملي امنیت سرتېری وژ ل شوي دي.

چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو ته هم درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

وصال

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.