27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په فراه کې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى زيات شوى دى

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

فراه / د تلې لومړۍ/ باختر
د فراه د ښځو چارو  رييسه وايي په دغه ولايت کې د تېرکال په پرتله د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى زيات شوى دى.
د فراه  د ښځو چارو رييسې  کبرا عظيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل:  په ياده اداره کې د تاوتريخوالي  د زيات ثبت علت، د خپلو حقوقو په باب د ښځو زيات پوهاوى وباله.
دې وويل، تېرکال په دې اداره کې د تاوتريخوالي ١٣٨ پېښې ثبت شوې وې او په روان کال کې تراوسه پورې ١٦٨ شکايتونه ثبت شوي دي.
عظيمي څرګنده کړه دغه اداره هلې ځلې کوي د ښځو د حقوقو په باب د ښځو اونارينه و  پوهاوى زيات کړي تر څو هغوى د ښځو له حقوقو څخه خبر شي.
د فراه د ښځو چارو رييسې وويل په تېرکال کې دغې ادارې ١٢٠٠ کورنيو ته د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړل او د پوهاوي ورکولو ترڅنګ دغه اداره هلې ځلې کوي ښځو ته د کار زمينه برابره کړي.
دې زياته کړه په روان کال کې د فراه ٦٠ ښځو وکولاى شول د آزادو سياليو له لارې        په دولتي ادارو کې په دندو وګومارلې شي.
پاى \ ذ

Last modified on Tuesday, 22 September 2020 08:50

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.