29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د دوو نجونو د وهلو ډبولو اصلي عامل يو امنيتي کارکوونکى دى

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر
په کابل ښار کې د دوو نجونو د وهلو ډبولو اصلي عامل پوځي محکمې ته معرفي شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين په يوه ټويټ کې ويلي دي: د پېښې په اصلي عامل سربېره، د پوليسو دوه نور سرتېري چې د پېښې د رامنځته کېدو د مخنيوي په اړه يې بې پروايي او بې مسووليتي کړې وه، هم پوځي محکمې ته معرفي شوي دي.
د کورنيو چارو زارت درې ورځې مخکې د دغو کسانو د پېژندلو خبر ورکړى و، خو طارق آرين په هغه وخت کې ورځپاڼو ته ويلي وو چې د دغې پېښې اصلي عامل د يوه امنيتي بنسټ يو کارکوونکى دى.
ختم- شکريه –اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.