27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهار کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

قندهار/ د تلي٢ / باختر
په قندهار کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورانو نن سهار د قندهار له  ګڼ مېشتو لارو څخه ٢٠ ماينونه کشف او        شنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي دغه ماينونه  د کليو د اوسيدونکو په همکارۍ کشف او شنډ کړاى شول .
پوځيان وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولو عامل بولي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه  دي ويلي.
وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په  ګڼ مېشتو لارو کې د ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.،
پاى \ ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.