30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دداعش څلور جګپوړي قوماندانان دهېواد په ختيځ کې ووژل شول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل /دتلي ٢مه /باختر:
دهېواد په ختيح کې دداعش دډلې څلور جګپوړي قوماندانان په ننګرهار کې دملي امنيت دځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
وژل شوي کسان دافغانستان په ختيځ کې دداعش دډلې دهدفمندووژنو مسوول، دځانمرګو بريدونو دتنظيمولو مسوول، دمالي امکاناتودتامينولو مسوول او دچاوديدونکو توکو دبرابرولو مسوول و .
په دغو داعشيانو پرون  ناوخته دجلال اباد ښار د اکمالاتي بيز په ساحه کې بريد وشو.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياني باختراژانس ته وويلچې دملي امنيت ځواکونو دداعش ددغو جګپوړو قوماندانانوپتڼحاى کشف کړى و او له هغوى څخه وغوښتل چې تسليم شي. خو ډار اچوونکو ښځې اوماشومان ډال کړل او په مقاومت يې لاس پورې کړل .
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ دملي امنيت ځواکونوپه يو ډول بريالي شول چې دغهڅلور تنه يو په بل پسې داسې ووژني  چې په دغه کور کې موجودو ښځو اوماشومانو ته زيان ونه رسيږي.
ويل کيږي  دداعش دغوڅلورو قوماندانانو هلې حلې کولې چې دهېواد په ختيځ کې په عمومي اماکنو اوملکي او پوځي تاسيساتو نوي ډآر اچوونکي طرحه کړي.
  ختم_ ج _اکرم

Last modified on Wednesday, 23 September 2020 11:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.