30 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بغلان کې روغتيايي مرکزونه په سنګرونو بدل شوي دي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلي٢ / باختر
دعامې روغتيا رياست مسوولان وايي د دغه ولايت په مربوطاتو کې دوه روغتيايي مرکزونه په امنيتي سنګرونو بدل شوي دي.
د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالعليم غفاري د باختراژانس خبريال ته وويل:  د دغو دوو کلينيکونو ودانۍ  چې يوه يې  په بورکې ولسوالۍ او دويمه يې د مرکزي بغلان په جرخشک سيمه  کې  موقعيت لري   له زيادې مودې راپه دې خوا  په امنيتي سنګرونو بدل شوي دي او له ډيرو هلو ځلو  سره سره ونه توانيدو  پوځيان  له دې ساحې څخه بل ځاى ته ولېږدو.
د بورکې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدعلي  د ولسوالۍ په مرکز کې د دوي د پوحيانو  ځاى پرځاى کېدل تاييد کړل او ويې ويل، دغه روغتيايي مرکزونه د پوليسو د امنيې قوماندانۍ په سل مترۍ کې  موقعيت لري  او ناامنيو په دې مرکز کې روغتيايي خدمتونه بند کړي دي  او مجبور شو  په دې مرکز کې د طالبانو د ځاى پرځاى کېدو په خاطر موږ  خپل امنيتي ځواکونه ځاى پرځاى کړل.
ده زياته کړه که پوځيان له دې مرکز څخه ووځي  دغه روغتيايي مرکز به  د وسله والو طالبانو په قرارګاه  بدل شي. 
دغه راز د مرکزي بغلان ولسوال خان زاده مظلوم يار په جرخشک  کې د ابومحمد روغتيايي مرکز د پوځيانو په سنګربدلېدل تائيد کړل او ويې ويل  له زياتو هلوځلو سره سره  ونتوانيدو دغه ستونزه پاى ته ورسوو.
د مرکزي بغلان ولسوال د دې ستونزې اصلي علت ناامنۍ وبلله او زياته يې کړه چې پوځيان د دغه روغتيايي مرکز په تشولو کې د نن او سبا وعده ورکوي.
د بغلان د همغږۍ مرکز د قوماندانۍ يومنسوب ډګروال شهاب الدين ډاډ ورکړچې د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو تشول  زموږ په کاري پلان کې دي او دغه ستونزه به  د ولايت  په پوځي غونډه کې طرحه  او ډير ژر به دغه ستونزه پاى ته ورسېږي.
د يادونې وړ ده چې په بغلان کې د ناامنيو په زياتوالي سره  ١٢ ښوونځي  او ٢ روغتيايي مرکزونه د امنيتي ځواکونو په قرارګاو بدل شوي دي.
پاى \ ذ


 

Last modified on Wednesday, 23 September 2020 11:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.