27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

څلور وسله وال مخالفان په پکتیا کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د تلې  ۳ مه / باختر
د پکتیا د میرزکې ولسوالۍ په خلیلانو سیمه کې د پولیسو او وسله والو مخالفانو په نښته کې څلور مخالفان ووژل شول.
ځايي چارواکي وايي چې یادې سیمې ته وسله وال مخالفان ننوتي وو او د خلکو  کورونه یې پلټل، خو پولیس په وخت سیمې ته ورسېدل او نښته رامنځته شوې ده.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په نښته کې څلور وسله وال مخالفان وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د پکتیا په احمدخېلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپيان شوي دي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.