27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهار کې د لسګونو چاودنو مخه ونيول شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د تلې ۳ مه / باختر
پوځيانو نن سهار٣٦ ماينونه د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف او شنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې وسله والو طالبانو نيت درلود د دغو ماينونو په ښخولو سره ملکيانو ته خونړۍ پېښې  او د خلکو ترمنځ ويره او ډار رامنځته کړي، خو بريالي نه شول.
قول اردو ويلي دي چې پوځيانو يوازې نن سهار ٣٦ ماينونه د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف او شنډ کړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
وسله وال طالبان په وروستيو کې زياتره په ګڼو مېشتو لارو کې د ماينونو په ښخولو لاس پورې چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.