22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

 په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

 جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوه تنه په هرات کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل/ د تلې ٣ مه / باختر
د هرات له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو نن په عملياتو کې يو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړ.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ يو ١٨کلن ځوان چې څه موده مخکې د هرات ښار له ٧ ناحيې څخه تښتول شوى و، د هرات د پوليسو په ځانګړو عملياتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو او د پېښې په اړوند يو کس نيول شوى دى.
دغه راز د هرات پوليسو يو بل ځوان هم چې د هرات ښار له ١٢ ناحيې څخه تښتول شوى و، د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړ.
د يادې پېښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو عاملان يې پېژندل شوي او پوليس د هغوى د نيولو په لټه کې دي.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.