27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې درې ماين ښخوونکو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلي ٤مه /باختر :
په ننګرهار کې د ماين  د چاودنې په پايله کې يو وسله وال طالب ووژل شو اودوه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
دغه وسله وال طالبان نن سهار د حصارک ولسوالۍ د ګندمک په ساحه کې  په يوسړک کې د ماين په ښخولو بوخت و چې دغه ماين وچاوديد.
  د هېوا د په ختيځ کې د سيلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په دې چاودنه کې يو وسله وال طالب  ووژل شو او دوه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم

 

Last modified on Friday, 25 September 2020 09:41

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.