27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جنايي جرمونو څه دپاسه ١٢٠٠ مشکوک کسان په ننګرهار کې ونیول شول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې ٥ مه / باختر
په ننګرهارکې څه دپاسه ١۲۰۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
دغه کسان په تېرو دوو اوونیو کې د ننګرهار له مرکز او یوشمېر ولسوالیو څخه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې پر دغو کسانو د غلا، د جایدادونو د غصبولو او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګېدلى دى.
له نيول شويو کسانو څخه سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي، جنګي وسایل او غلا شوي مالونه ترلاسه شوي دي.
خوږياڼي وویل چې د يادو کسانو دوسیې عدلي او قضايي بنسټونه ته استول شوې دي. ختم/ع

 

Last modified on Saturday, 26 September 2020 18:40

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.