27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهارکې د يوماشوم د وژنې او تېري عاملان ونيول شول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلي ٦مه /باختر:
پر يو ماشوم تېرى  چې د هغه د وژنې سبب شو عاملين يې په قندهار کې ونيول شول.
نيول شوي کسان ٦ پوليسان او يوملکي وګړى و.
دغه کسان پرون د ملي امنيت  او د پوليسو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د قندهار يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې دغه ٧ کسان د ماشوم د جنسي تېري  او د وژنې اصلي عاملين دي.
په نيول شويو کسانو تور لګول شوى دى چې په دغه ماشوم يې له تښتولو وروسته  جنسي تېرى کړى دى چې د ماشوم د وژنې سبب شو.
د قندهار د ملي امنيت او ملي پوليسو ځواکونه وايي چې د يوشمېر هغوکسانوپه لټه کې دي چې په دې پېښه کې يې لاس لره.
ختم_ شکريه _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.