27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په باميانو کې ٤ پوليسان شهيدان شول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

باميان / د تلي٦مه / باختر
په باميانو کې د پوليسو د ځانګړې قطعې٤ سرتېري پرون د وسله والو طالبانو په بريد کې شهيدان شول .
د باميانو امنيه قوماندان محمدصادق مرادي تېره شپه رسنيوته وويل د باميانو د ځانګړې  قطعې سرتېرو د وسله والو طالبانو د تحرکاتو د مخنيوي په مقصد  د دغه ولايت د شيبر ولسوالۍ باغک کلي ته تلل چې په بابک دره کې  د طالبانو له کمين سره مخ شول.
ده زياته کړه  په دې پېښه کې  د پوليسو د ځانګړي قطعې ٤ سرتېري شهيدان او ٢نور ټپيان شول،  ټپيان د درملنې په موخه کابل ته ولېږدول شول.
ويل کېږي په دې پېښه کې د پوځيانو دوه ټانکونه  هم له منځه تللي دي.
د باميانو امنيه قوماندان وويل امنيتي اودفاعي ځواکونه له جګو غرونوڅخه د پرمختګ  په حال کې دي او ډير ژر به ياده سيمه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شي .
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.