29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې د پوليسو لسګونو منسوبان له دندو لېرې کړاى شول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

هرات / د تلي٦مه/ باختر
د هېواد د کورنيو چارو وزارت د هرات د پوليسو له دندو څخه  د٤٦ منسوبانو د لېرې کېدو خبرورکړ.
د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين عبدالصبور قانع چې له څو ورځې را په        دې خوا د هرات د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه دغه ولايت ته تللى دى په يوه خبري ناسته کې  د خپلو ارزونو پايلې له رسنيوسره همږې کړې او زياته  يې کړه ،          د ارزونې په لومړي پړاو کې د هرات د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمرپه ګډون د پوليسو نور ٤٦ منسوبان،  د امنيتي حوزو ٣ آمران  او د پوليسو يوشمېر نورمقامات  له خپلو دندو لېرې کړاى شول.
ده وويل په دغو کسانو کې د هرات  د امنيې قوماندانۍ  يو شمېر مديران  او کشفي آمران هم شامل دي.
د سترمعين د څرګندونوله مخې،  دغه ٤٦ کسان په  دندو کې بې پروايي او اداري فساد له امله  لېري کړاى  شوي دي .
ده وويل  د ګوښه  شويو کسانو پرځاى نور تکړه او شايسته کسان ګومارل کېږي.
د کورنيو چارو وزارت ستر معين دغه راز  د پوليسو ١٢ تنه مقامات چې خپلې دندې يې په ښه توګه پرمخ بيولي د کورنيو چارو وزارت وستايل او په ترفيع نايل شول او دغه  ارزونې د هرات د ملي اردو او ملي امنيت په قطعاتو کې هم دوام لري او ښايي يوشمېر نور امنيتي مقامات هم له خپلو دندو ګوښه شي.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت سترمعين وايي د امنيتي ځواکونو له قطعاتو څخه ارزونه  د زياتو امنيتي  تدابيرنو د نيول کېدو،  له انسان  تښتونې سره  مبارزه،  وسله واله غلا او د ښار په کچه  له جرايمو سره  د مبارزې  په برخه کې د تکتيکونه نوې  امنيتي کميټه جوړ شوى دى.
دغه راز د هرات والي سيد وحيد قتاني هم په دې غونډۀ کې ټينګار وکړ چې په امنيتي ځواکونو کې اصلاحات دغه  راز دوام  لري  او هر مقام چې په خپلو دندو کې ناغيړي وکړي له دندې به لرې شي.
پاى \ ذ

Last modified on Sunday, 27 September 2020 11:36

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.