31 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د خبريالانو د وژنې د٣٣ قضيو عاملان ونيول شول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چې د خبريالانو د وژنې د ٣٣ قضيو عاملان نيول شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين، نن د لويې څارنوالۍ له وياند او د حکومت د رسنيو د مرکز له رييس سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل: د خبريالانو د وژنې د٣٣ قضيو عاملين نيول شوي او لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
آرين زياته کړه چې د دغو قضيو له جملې څخه د ٢٨ قضيو عاملين له پوليسو سره په نښته کې وژل شوي او ١١ نورې قضيې د پوليسو تر څېړنې لاندې دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند وويل: په تېر يو کال کې د خبريالانو پر وړاندې ٥٦ قضيې چې په هغه کې ګواښ، توهين او تحقير شامل دي؛ دغه وزارت ته رسېدلې دي چې د هغو له جملې څخه ٢٠ مورده يې د رسيدګۍ په خاطر د کورنيو چارو وزارت نه سترې محکمې ته استول شوې دي.
د کورنيو چارو وزارت دغه راز ويلي دي چې په٢٠ مواردو سربېره، ١٥ نور موارد  د پوليسو تر څېړنې لاندې دي چې ١٣ يې امنيتي ګواښونه دي او د کورنيو چارو وزاررت د ملي امنيت رياست سره په همغږۍ کې د دغو ګواښونو په اړه يو پلان جوړ کړى دى.
د حکومت د رسنيو مرکز مسوول لطيف محمود وويل چې د افغانستان حکومت هرڅه چې په توان کې لري؛ د خبريالانو د تاوتريخوالي د قضيو پر وړاندې رسيدګي کړې ده.
د لويې څارنوالۍ وياند وويل: ٣٠ قضيو ته د قانون د احکامو مطابق رسيدګي شوې ده  او زياته يې کړه چې د دغو قضيو په اړوند ٥٦ تنه له پېژندنې وروسته نيول شوي دي.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.