27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

شپږ طالبان په فراه کې ووژل شول

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۹ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان په فراه کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
پوځيانو دغه وسله وال طالبان تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په عمومي واټ کې د پوځيانو پر کاروان د بريد په وخت کې ووژل.
د هېواد په لوېديځ کې د ظفر قول اردو د دويمې لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې نښته کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبرله مخې: 
يو وسله وال طالب په فراه کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شو.
دغه وسله وال طالب نن سهار کله يې چې غوښتل د فراه ښار ته څېرمه په واټ کې يو ماين ښخ کړي، ماين وچاودېد او ووژل شو.
په وروستيو کې وسله وال طالبان په افغانستان کې زيات ماينونه ښخوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
پاى \ ذ

Last modified on Wednesday, 30 September 2020 11:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.