27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه ملکيان په بلخ  کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

نهه ملکيان په بلخ کې په يوه ترافيکي پېښه کې و وژل شول

مزارشريف/ د لړم ٦مه/ باختر نهه ملکيان تېرماښام مزارشريف ښارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په جنوب کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۹ مه / باختر
پوځيانو د څه ناڅه٤٠ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
دغه ماينونه نن سهار د سيمې د خلکو په همکارۍ د قندهار، زابل او روزګان په ګڼ مېشتو لارو کې کشف او شنډ کړاى شول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې وسله والو طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره پر ملکيانو بريدونه وکړي او د خلکو ترمنځ ويره او ډار رامنځته کړي.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي او وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په وروستيو کې وسله وال طالبان په افغانستان کې زيات ماينونه ښخوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
پاى \ ذ

Last modified on Wednesday, 30 September 2020 11:08

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.