27 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د ثور  پنځمه :
د هند نوي سفیر وینای کمار د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره د افغانستان ـ هند په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي او نظامي اړیکو خبرې وکړې.
داجرائیه ریاست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د هند نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د نوي سفیر تېرو تجربو ته په کتو هیله مند یم چې د دغو دوو سترو ملتونو ترمنځ به دوستانه اړیکې لا پراخې شي.
لومړي مرستيال د هند له مرستو مننه وکړه او په نړیواله کچه یې د هند نفوذ ته په اشارې سره وویل چې هند کولای شي په سیمه او نړۍ کې د تروریزم پر وړاندې یوه اجماع او واحد نظر رامنځ ته کړي او د هغو ستونزو پر وړاندې ودریږي چې سیمه او نړۍ ته ګواښ پېښوي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د ولسي جرګې ټاکنو ته په اشارې سره وویل چې حکومت به سراسري او رڼو ټاکنو ته زمینه برابره کړي او د هغو کړیو پر وړاندې به غوڅ اقدامات وکړي چې غواړي ټاکنې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
د هند نوي سفیر وینای کمار د افغانستان ـ هندوستان دوستانه اړیکې او دوه اړخیزې همکارۍ وستایلې او هيله یې وښوده چې د ده په راتګ سره به د دواړو دوستو هېوادونو اړیکې لا ټینګې شي.
د هند نوي سفیر په افغانستان کې د هند په مرسته جوړو شوو پروژو ته په اشارې سره وویل چې هېواد به یې په افغانستان کې د بیا رغونې چارو ته دوام ورکړي او هيله یې وښوده چې د هند په مرسته جوړې شوې پروژې به په عملي توګه د خلکو د ګټې اخیستنې وړ وګرځي.
د هند سفیر د افغان پوځ په سمبالتیا ټینګار وکړ او په پوځي برخه کې يې د هند د مرستو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې هند به افغان ځوانانو ته په ملکي او نظامي برخو کې د زده کړو د زمینې برابرولو هڅې وکړي. پاى- ع


 

کابل باختر د ثور  پنځمه :
په ننګرهار ولايت کې دجګړو له امله  له لسګونو تښتيدلو کورنيو سره مرسته وشوه .
په دې مرسته کې خوراکي او غير خوراکي  توکي او جامې شته چې دنړۍ دخوړو دسازمان له خوا برابره شوې ده .
  دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس غلام حيدر  فقيرزي  باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې له درې  پنځوسو  بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
ده وويل چې دغه کورنۍ  د ډار اچوونکو دشتون له امله  دکونړ ، لغمان او دننګرهار دولايتونو له ځينو سيمو څخه بې ځايه او په جلال اباد ښار کې يې استوګنه غوره کړې ده .    ختم_ عطاالله _ اکرم            

کابل باختر د ثور  پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت داداري او منابعو معين ډاکتر نصير احمد انديشه  نن په کابل کې دهند جمهوريت  له نوي سفير  ويني کومار سره دپيژندګلوى کتنه وکړه .
  دبهرنيوچارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، ددغې کتنې په بهير کې  ډاکتر انديشه دافغانستان  او هند ترمنځ ددوستانه او تاريخي اړيکوپه باره کې  رڼا واچوله او په اقتصادي او سوداګريزو  معاملو، معادلانو او پرمختګونو   په بېلابېلو  سياسي او فرهنګي بهيرونو، بيا رغاونې  او دکرنې  په برخو کې يې ددغه هېواد رول ګټور اوارزښتناک وباله .
ډاکتر انديښه زياته کړه چې په تيرو اوولسو کلونو کې  له افغانستان سره دهند جمهوريت په سخاوتمندانه  اوبې سارې همکارى سره ددواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکي له پخوا زياتې پياوړې اوپراخې شوي دي او ددواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې دزياتو همکاريو لپاره  ډير ښه فرصتونه رامنځته شوي دي او افغان محصلانو  ته دتحصيلي بورسونو  دبرابرولو په برخه کې  دهمکارى او داړيکو ددوام او زياتې پراختيا اودمعلوماتي تکنالوژي  په برخه کې  يې تجربو  د تبادلې غوښتنه وکړه .
وروسته په کابل کې دهند جمهوريت نوي سفير ويني کومار وويل چې دهند هيله په افغانستان کې سولې  او ټينکاو  او ددغه هيواد دخلکو اقتصادي پرمختګ دى
هند په بېلابېلو  ساحوکې له افغانستان سره دخپلو هکاريو په دوام ژمن دى او په راتلونکې  کې به هم دواړه هېوادونه  په بېلابېلو  برخو په تيره بيا داقتصادي ، سوداګريزو او فرهنګي فعاليتونو دپياوړتيا اوپراختيا په لاره کې  په ګډه کار وکړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

کابل باختر د ثور  پنځمه :
په افغانستان کې دطالبانو  د ډلګيو په پاکستان کې دجوړو شويو زهرجنو  موادو دخپريدو مخه ونيول شوه .
دهېواد په ختيځ  ننګرهار ولايت کې امنيتي مامورانو هغه په سلګونو  کيلوګرامه زهرجن  مواد ترلاسه کړي دي چې په پاکستان کې بار شوي و او ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې  دطالبانو دډلې په واک کې ورکړى شي .
مسوولان وايي چې کشف شوي توکي له خوړو او يا اوبو سره ديوځاى کيدو له لارې دانسانانو  دوژنې لپاره لوړ قدرت لري .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو قوماندان جنرال محمد ايوب  حسين خيل باختراژانس ته وويل چې ددغوتوکو اندازه سلګونو  کيلوګرامو ته رسيږي
   ده وويل چې دغه توکي  په مهارت سره دپاکستاني  پودرو په پاکتونو  کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
جنرال حسين خيل وويل چې دغه توکي  په پاکستان کې بار شوي و او ټاکل شوې  وه چې جلال اباد ښار ته له رسيدو وروسته  دافغانستان په ګوټ ګوټ کې دطالبانو دډلګيو  په واک کې ورکړى شي .
تراوسه پورې روښانه نه ده چې طالبانو ددغو زهرجنو  توکو دکارولو سره  غوښتل په کوم کار لاس پورې کړي خو دننګرهار ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې ډار اچوونکو په دغو توکو سره په تروريستي  عملونولاس پورې کاوه .
   طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ويلي .
   په همدې حال کې  وسله والو طالبانو په وار وار دمسمموونکو  توکو په کارولو سره دافغان پوځيانو دخوړو په ککړولو لاس پورې کړى  دى .  ختم_ ف _اکرم

کابل باختر د ثور  پنځمه :
دسترې محکمې  رييس قانونپوه  سيد يوسف  حليم نن دامريکا  دمتحده ايالاتو  دلوى څارنوالۍ دقانون دواکمنۍ  له رييس جيمز کراو سره په داسې حال کې  چې په کابل  کې ددغه هېواد  دسفارت قضايي اتشه هم حاضر و ،   وکتل .
  دسترې محکمې دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې لومړى کراو  دخپل هېواد دلوى څارنوالۍ دمرستيال ښې هيلې دسترې محکمې رييس ته څرګندې کړې او زياته يې کړه چې دده دکار مهمه برخه  له جګړې وروسته هېوادونو سره دده دمتبوع هېواد دهمکارى دبرنامو  څارنه او مديريت دى او له همدغه فرصت څخه په استفادې سره ليوال دى . په دې  پوه شي چې دافغانستان دعدلي اوقضايي نظام انکشافات او پرمختګونه څه ډول دي او دسترې محکمې له رييس  څخه يې وغښتل چې دافغانستان دعدلي اوقضايي نظام په باره کې  معلومات وړاندې کړي .
وروسته دسترې محکمې رييس  قضايه قوه  او ددولت دخپلواک رکن  په توګه دهغه دريځ  او دافغانستان دعدلي اوقضايي  بنسټونو تشکيلاتي جوړښت  دهېواد له اساسي قانون سره سم  وبلل او په تيره بيا  دافغانستان دعادي او اختصاصي محکمو دجوړښت ، محاکماتي  سيستم او دمحکمو د حوزوي او موضوعي واکونو په باره کې  رڼا واچوله  او له اداري فساد سره دمبارزې داختصاصي  محکمو ، له نشه يي توکو سره دمبارزې دمحکمو ، ددولتي املاکو  دغصب دقضيو دڅيړنې،دمحکمو او دمالياتي  قضيو دڅيړنې دمحکمو جوړول يې دعدالت په تامينولو  او دفساد په له منځه وړلو کې يو مهم ګام وباله .
  دسترې محکمې رييس دغه راز قضايي څيړنې په تيره بيا داداري فساد  ددرندو جرمونو په عدلي اوقضايي  مرکز کې قضايي څيړنې چې  دعادلانه  محاکمې  داصولو په رعايتولو او دملي او نړيوالو کتوونکو په شتون په علني ډول ترسره کيږي ددغو قضيو دڅيړنې دقانونيت  اوشفافيت  څرګندوى وبلل .
دسترې محکمې  رييس  په همدې ترتيب  دقضايي استقلال او له دې کار سره  دجمهور رييس او داجراييه  رييس ملاتړ په باب ، خبرې وکړې او ويې ويل چې همدا اوس قضا په مستقل ډول  عمل کوي او قاضيان بهرنيو فشارونو او لاسوهنو ته تمکين نه کوي .  چې دغه حالت  دهېواد دقضايي  نظام دپرستيژ  او دقاضي دراى داستقلال په ساتنه کې ديادونې وړ اغيزې لري .
ديوبل خبرله مخې ، دکابل ولايت  داستيناف محکمې دبهرنيو او کورني امنيت پرخلاف دجرمونو دديوان  دکنفرانسونو او دعلني غونډو  تالار پرون  دسترې محکمې دعالي شورا دغړي قضاوتپوه عبدالحسيب  له خوا پرانستل شو .
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه دقضايه قوې دادارې دعمومي امريت  دسرپرست ، دملي امنيت دلوى رياست دملي امنيت دڅارنوالۍ  دمسوولانو او د يوشمير قاضيانو په شتون  پرځاى شوي و ،لومړى دکابل داستيناف  محکمې رييس   په کابل کې  دانګلستان دسفارت دتخنيکي مرستو په باب  چې دقضايي غونډو دتالار دبيا جوړولو ، دارشيف  دتجهيزاتو دبشپړولو  او بيا رغاونې ، دروزنيزو برنامو  داجرا کولو او له  هېواد څخه بهر ته دقاضيانو  دعلمي  سفرونو دتنظيم  په برخو کې ترسره شوي دي ، خبرې وکړې .
او دغونډو دتالار  بيا جوړول يې چې ددغه هېواد  دوروستيومرستو پربنسټ ترسره شوي دى ارزښتناک وبلل .
وروسته دسترې محکمې دعالي شورا غړي قضاوتپوه  عبدالحسيب  احدي دغونډو تالار پرانست او په خبرو کې يې دکابل داستيناف  محمکمې درياست  دهڅو او په کابل کې دانګلستان دسفارت دهمکاريو له امله مننه وکړه او محکمو ته دامکاناتو برابرول يې په ښه توګه دقضايي  خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې يوګام وباله .   ختم_ عطاالله _ اکرم

کابل باختر د ثور  پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزارت سرپرست حکمت خليل کرزي پرون دافغانستان لپاره دسلوانيا له نوي نااستوګن سفير ايګور يوکيک سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت سرپرست   دافغانستان لپاره دسلوانيا دلومړي نااستوګن سفير دټاکل کيدو  له امله چې ددواړو هېوادونو ترمنځ  داړيکو دپياوړتيا او پراختيا په لاره کې مهم ګام  بلل کيږي  خوښي څرګنده  کړه .
دغه راز دبهرنيو چارو وزارت سرپرست دغوڅ ملاتړ  دماموريت  او په هرات ولايت کې دبيا جوړولو دولايتي ټيم په چوکاټ کې ددغه هېواد دعسکرو درول  له امله مننه وکړه .
دافغانستان لپاره دسلوانيا نااستوګن  سفير وويل  چې سلوانيا په بيلابيلو  برخو کې له افغانستان سره همکاري او د اړيکو پراختياته چمتو  دى له دې جملې څخه  دغير حکومتي  موسسو له لارې په افغانستان کې دجګړو  له امله دټپيانو ددرملنې په برخه کې  به همکاري وکړي .   ختم_ ف _ اکرم

کابل باختر د ثور  پنځمه :
دسرپل ولايت  داطﻻعاتو اوفرهنګ   رياست  دنويو تاسيساتو  دجوړولو کار پيل شوه .
دغه تاسيسات  دسيمه ئيزو ارګانونو دادارې له خوا دنولسو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
دسرپل ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس بسم الله شريفي باختراژانس ته وويل  چې دغه نوي تاسيسات  په دريو پوړونوکې جوړيږي چې شپاړلس   اداري خونې ، دکنفرانسونو سالون ، کتابتون او نورې اداري ، فرهنګي برخې به ولري او دځاى دکمښت له پلوه به اوسنۍ ستونزې لرې کړي .
دسرپل ولايت  سرپرست عبدالملک  عظيمي ددغو تاسيساتو  دبنسټ  د ډبرې دايښودلو  په مراسمو کې  وويل چې په سرپل کې دټولو دولتي ادارو لپاره دتاسيساتو دجوړولو په مقصد هلې ځلې دوام لري .
ده له پيمان کار شرکت څخه وغوښتل چې دسرپل ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دتاسيساتو  په جوړولوکې کيفيت  په پام کې ونيسي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم                                         

کابل باختر د ثور  پنځمه :
  دوسله والو طالبانو دډلې ددوو قوماندانانو په ګډون  شل تنه وسله وال طالبان دهېواد په ختيځ کې دملي امنيت دځانګړو  ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
   په دغو طالبانو تيره شپه دننګرهار ولايت  په شيرزاد ولسوالۍ کې  ددوى په پټنځيو  کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي  باختراژانس ته وويل چې دملي امنيت دځانګړو ځواکونو په دغو بريدونوکې دوسله والو طالبانو دډلې ددوو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون  شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغو بريدونوکې څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي او درې تنه نور دپوځيانو له خوا نيول شوي دي .
په دغو بريدونوکې دسيمې اوسيدونکو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتي .
  ختم_   عطاالله _ اکرم

 

Wednesday, 25 April 2018 20:15

فرمان

کابل باختر د ثور  پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دستر سلاکار  دټاکنې په باب  دافغانستان  داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  محمد اشرف غني  فرمان .
  داساسي قانون د  ٦٤ مادې د ١٣ فقرې  له حکم سره سم د سرحدونو اوقبايلو په چارو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دستر سلاکار  په نامه له رتبې  څخه بهر د يوبست په ايزاد  او په دې بست کې  دمحترم څيړنوال عبدالغفور ليوال ټاکنه منظوره ده .
دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ده ته دزياتو  برياليتوبونو هيله کوم .
  ختم_ ف _ اکرم

کابل باختر د ثور  پنځمه :
دالقاعده  شبکې دوه تنه غړي  دهېواد په ختيځ  ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو نن سهار دننګرهار ولايت دشيرزاد ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ددوى په يوه مرکز کې  بريد وشو .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې  دالقاعده شبکې دغه دوه تنه غړي په ننګرهار  ولايت کې دالقاعده دفعاليتونوپه سمون او دسرتيرو په جلب او جذب بوخت وو چې بريد پرې وشو .
   ده ددغو ډار اچوونکو دهويت په باره کې څه ونه ويل خو په ځينو رپوټونوکې ويل شوي دي چې دالقاعده  يوله دغو  دوو تنو غړو څخه ديو عربي هېواد  تبعه اوبل يې افغان دى .
داسامه بن لادن له وژل کيدو او دالقاعده دمرکزونو له دړې وړې کيدو وروسته دغه ډار اچوونکې شبکه په افغانستان کې کوم فعاليت نه لري .
په همدې حال کې افغان پوځي  مقاماتو په افغانستان په تيره بيا د هېواد په ختيځ کې دخپلو فعاليتونو دپيلولو اودمرکزونو دبيا احياکولو لپاره دالقاعده  دهلوځلو له امله خبر دارى ورکړى دى .
  ختم_ عطاالله _اکرم

Page 1 of 6350