07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 کابل / د زمري ١۷مه / باختر
وسله والوطالبانو تېره شپه د توغندي په توغولو سره يو مخابراتي آنتن ويجاړ کړ.
د کاپيسا د پوليسو وياند عبدالشايق شورش وويل: دغه آنتن چې په (ام.ټي.ان) مخابراتي شرکت پورې اړوند و؛ طالبانو تېره شپه د ۸ بجو او ۳۰ دقيقو په شاوخوا کې د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ په شرخېل کلي کې د توغندي په توغولو سره هغه ويجاړ او خلک يې له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې کړل.
د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) د مسوولينو د څرګندونو له مخې؛ وسله والو طالبانو په تېر يو کال کې په هېواد کې ١٧٥ مخابراتي سايټونه ويجاړ کړي دي.
پاى \ ذ

 کابل / د زمري ١۷مه / باختر
د قندهار په ميوند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ١١ ښخ کړاى شويو ماينونو د چاودنو مخه ونيول شوه.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل: امنيتي او دفاعي ځواکونو ١١ ماينونه چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د ميوند ولسوالۍ په بيابانک او چشمو سيمو کې ځاى پرځاى کړي وو؛ کشف او شنډ کړل.
هغه زياته کړه: وسله والو طالبانو دغه ماينونه پر پوځي او ملکي وګړو د بريد په موخه ځاى پرځاى کړي وو.
پاى \ ذ

 کابل / د زمري ١۷مه / باختر
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې پرون د ۱۶۰ نجونو او هلکانو د واده ډله ییز مراسم ترسره شول.
د دغو مراسمو د ترسره کولو د همغږۍ مسوول سېدمحمد حسیني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې ۱۶۰ ځوانو نجونو او هلکانو د ۳۱ میلیونو افغانیو په لګښت  د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې په ډله ییز ډول د واده مراسم ترسره کړل.
هغه زیاته کړه چی د دغو کسانو لپاره د واده د لګښتونو ترڅنګ، د کور یوه اندازه وسایل هم په پام کې نیول شوي دي او د دغه کار موخه د انساني او اسلامي فرهنګ رواجول، له خرافاتو سره مبارزه، د ملا ماتوونکو لګښتونو او له هېواده بهر ته د ځوانانو د تیښتې مخنیوی وباله.
دا د ډله ییزو ودونو اوومه دوره ده چې په بلخ کې د حسینیې دارالعلوم د رییسې مېرمن امیري په ملاتړ د لوی اختر او د اسلام د ستر پیامبر د میلاد په مناسبت ترسره کېږي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو د ملاتړ وړ وګرځېد.
ختم/ع

کابل/ د زمري ۱۶مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اسټرالیا یوې لویې کمپنۍ رئیس انډریو فوریسټ سره چې د اوسپنې تولید، د کانونو سکتور او د تجدید وړ انرژۍ په برخو کې فعالیت لري، د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. د جمهوري ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دغه ویډيو کنفرانس کې چې په ارګ کې ترسره شو، په افغانستان کې د تجدید وړ انرژۍ او کانونو په برخو کې د پانګونې پر لارو چارو بحث او خبرې وشوې. د فورتسیکو مېټل ګروپ کمپنۍ رئیس انډریو فوریست وویل، دغه کمپنۍ په سیمه کې د کانونو د استخراج او د تجدید وړ انرژۍ په برخو کې ښې تجربې لري او په هغو هیوادونو کې چې د تجدید وړ انرژۍ د غوره تولید وړتیا لري، پانګونه کوي. وروسته جمهوررئیس غني د افغانستان د طبیعي منابعو او د کانونو سکتور او د تجدید وړ انرژۍ په ځانګړي ډول د اوبو او لمر منابعو څخه د انرژۍ تولید په برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل. همدا راز په دغه ویډیو کنفرانس کې د داخلي پانګوالو په مشارکت د بهرنیو کمپنیو له لوري د افغانستان د اوسپنې او مسو کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث وشو. د فورتسیکو مېټل ګروپ اسټرالیایي کمپنۍ رئیس په افغانستان کې له پانګونې سره د لېوالتیا څرګندولو پر مهال وویل، افغانستان د طبیعي منابعو له اړخه بډای هیواد دی او زیات امکانات شته چې د تجدید وړ انرژۍ په یو عمده تولیدونکي هیواد بدل شي. نوموړي د تجدید وړ انرژۍ د تولید او د کانونو د استخراج په برخو کې پانګونې ته د خپل تیاري په اړه وویل، ډېر ژر به افغانستان ته یو پلاوی واستوي، ترڅو په دې برخه کې د ګډ کار په موخه خپلې ارزونې پیل کړي.

کابل/ د زمري ۱۶مه/ باختر

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د جمهوررییس محمد اشرف غني د فرمان له مخې محمد قاسم حلیمی د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او نوماند وزیرټاکل شوی دی. دی  تر مخه دعدلیې وزارت معین و.

 

کابل / د زمري ۱۶ مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهرزهیر نن د علم ګنج تاریخي بڼ،  چې بیا پر ماشین خانې هم مشهور شو، د لیدو پر مهال وویل چې دا بې ساری تاریخی ځای به له بیارغاونې وروسته تر دېره د فرهنګی چارو لپاره وکارول شي.

د باختر آژانس خبریال خبر  له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د باغ د لیدو په بهیر کې، چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت یوشمېر رییسان هم ورسره وو، وویل چې علم ګنج بڼ د کابل له تاریخي بڼونو دی او د امیر شېرعلی خان د حکومت پر مهال د هېواد د صنعت لومړی بنسټ په همدغه تاریخي بڼ کې کېښودل شو او حربي ماشین خانې د سکو او وسلو د تولید په موخه خپل کار پيل کړ. دې ماشین خانې وروسته پراختیا ومونده او د غازي شاه امان الله خان په وخت کې ډېره وغوړېده. هغه مهال په دغه تاریخي ځای کې یوه عصری قهوه خانه او د ښځو د لاسی صنایعو لپاره د نندارتون او خرڅلاو یو بازارګی هم جوړشو.

محمد طاهرزهیر د علم ګنج تاریخي بڼ بیارغاونې ته د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د جمهوررییس محمداشرف غني له پاملرنې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا تاریخي ځای به له بیا رغاونې وروسته ترډېره د فرهنګی چارو د پر مخ بیولو لپاره کارول کېږي او دلته به د کتابونو، عکسونو، انځورګرۍ، غالیو او د لاسی صنایعو د نورو محصولاتو نړیوال نندارتونونه جوړېږي او ډول ډول فرهنګي او هنري پروګرامونه به اجرا کېږي او په ټوله کې به دا بڼ د خلکو لپاره په یو فرهنګي – تفریحي ځای بدل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت همدارنګه  له آغاخان فرهنګی بنسټ او آلمان پراختیایی بانک ( کی اف ډبلیو)، چې د علم ګنج بڼ د بیارغاونې پروژه یې تمویل کړېده، مننه وکړه.

د دې لیدنې په بهیر کې د آغاخان فرهنګی بنسټ مشر انجنیر محمد اجمل میوندي د علم ګنج بڼ د هرې برخې د بیارغاونې په اړه معلومات وړاندې کړل او ټنیګار یې وکړچې د دغه بڼ د بیارغاوني په بهیر کې د هغه تاریخي اصالت ساتل کېږي.

د دې پروژې د ساختماني چارو مسوول محمدهاشم بلوڅ وویل چې د علم ګنج بڼ د بیارغاوني چارې یو نیم مخکې پیل شوي دي او تر اوسه پنځوس سلنه مخ ته تللي دي او د ۲۰۲۱ تر پایه به بشپړې شي.

د آغاخان فرهنګي بنسټ د پروګرامونو مسوول امان الله صاحبزاده وویل چې د علم ګنج بڼ د بیارغاونې  پر پروژې او همدارنګه پر نورو فرعي پروژو، چې له دې پروژې سره تړاو لري، اتلس ملیونه یورو لګښت راځي او دا پیسې آلمان پراختیایي بانک ورکوي او آغا خان فرهنګي بنسټ د پروژې د مدیریت چارې پر مخ وړي.

 

کابل/ د زمري ۱۶ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازیګر د سولې مشورتي لویې جرګې اداري پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د سولې مشورتي لویې جرګې مرستیال انجنیرکمال صافي له جمهوررئیس څخه د جرګې د رابللو له امله مننه وکړه او وې ویل، د تېرې سولې مشورتي لویې جرګې په څېر به دا هم بریالۍ وي. هغه زیاته کړه، د جرګو ښېګڼه او ویاړ دادی چې لیرې پرتو ولسونو ته هم په ملي تصامیمو کې د ګډون او مالکیت احساس ورکوي.

صافي وویل، موږ به د واحد ملت په توګه په یو غږ او ګډو هلو ځلو د سولې سپېڅلې موخې ته ورسېږو.  هغه وړاندیز وکړ چې د سولې مشورتي لویې جرګې د پلاوي امنیت ته دې پاملرنه وشي او د ولسي ادرس په توګه دې ورسره دوامدارې اړیکې وپالل شي.

د سولې مشورتي لویې جرګې منشي ګلالۍ اکبري وویل، افغان ښځې د جنګ اصلي قربانیانې او سولې ته زیاتې لېواله دي. هغې زیاته کړه، د ملي مصالحې عالي شورا کې دې د ښځو حضور زیات شي او همدارنګه دې جمهوریت، تېرې لاسته راوړنې او د ښځو حقونه خوندي شي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: د سولې مشورتي لویه جرګه په ډېر حساس وخت کې چې موږ د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په درشل کې یوو راغوښتل کېږي او په دې کې  د افغانستان د خلکو د ارادې تمثیل او د واحد غږ لرل زیات ارزښت لري.

ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو کمېسیون له هلو ځلو څخه په مننې وویل: د وخت کموالي ته په کتو مو په لږ وخت کې د جرګې جوړول ممکن کړل. هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې غړو سره به د منظم ادرس په توګه اړیکې او خبرې دوامدارې وي.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وویل، سره له دې چې د سولې پروسه خپلې پېچلتیاوې لري، مګرکه خدای کول ژر به پایلې ته ورسېږو او همدارنګه به د ملي مصالحې عالي شورا په برخه کې د شویو وړاندیزونو پر تحقق غور وشي.

هغه زیاته کړه: زموږ یووالی زموږ د بریا ضامن دی او سبا په دې برخه کې لوی ګام اخیستل کېږي او له جمهوررئیس څخه مننه چې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړولو زمینه یې برابره کړه

جمهوررئیس غني د سولې مشورتي لویې جرګې اداري پلاوي ته په خطاب کې وویل: تاسو د افغانستان واقعي بچیان یاست چې په هره سخته کې کلک درېدلي یاست، وړاندیزونه مو معقول دي او د تطبیق لپاره به یې زه اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړم.

جمهوررئیس وویل: هر افغان په دې جرګه او د سولې پروسه کې سهیم دی او مالکیت یې  باید ثابت شي، ځکه زموږ لوی قوت په ملي وثیقه ولاړ، زموږ ملي وحدت دی او موږ باید دا وطن وساتو.

د هیواد جمهوررئیس وویل: د دغو ۴۰۰ طالب بندیانو دوسیې په غور کتل شوي او جدي ستونزې لري چې د اساسي قانون د احکامو په اساس یې ازادول زموږ له واکونو لوړ دي او په همدې خاطر مو ولس او لویې جرګې ته مراجعه وکړه چې زموږ قانونمندي ثابته شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه: د تېرې سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک زموږ تګلاره وه او نوي سلنه عملي شوی هم دی او دا زموږ لپاره ویاړ دی، ځکه ان په سختو شرایطو کې هم د سولې په برخه کې زموږ نیت او اراده ثابته شوي دي.

جمهوررئیس غني وویل، جرګې تل د وینې بهېدو مانع وي، د ټولنیز نظام ثبات په کې مطرح دی او سخت کار ممکنوي. هغه زیاته کړه، دا د سولې مشورتي لویه جرګه د تېرې هغې تداوم دی.

محمداشرف غني څرګنده کړه: موږ د مذاکراتو په درشل او تاریخ جوړونکي پړاو کې یوو. یو لورته د سولې د تامین فرصت او بل لورته د هیواد پر وړاندې خطرونه موجود دی. د سولې مشورتي لویې جرګې اګاهانه تصمیم زموږ برخلیک ټاکي او دا به د نسلونو په یاد وي.

جمهوررئیس زیاته کړه: د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک باید د سولې مذاکره کوونکي پلاوي، نړۍ او طالبانو ته هم واضح پیغامونه ولري. سبا نه یوازې تاریخي، بلکې تاریخ جوړونکې ورځ ده. داسې روښانه پایلې ته باید ورسېږو چې د ولس د سرلوړۍ لامل شي

 

Thursday, 06 August 2020 09:24

خبرتيا

کابل /دزمري ١٦مه /باختر:
د لويې جرګې په باب د کابل ولايت  د ګډو قوتونو د قوماندانۍ خبرتيا
ټاکل شوې ده  سباد جمعې په ورځ د ١٣٩٩کال د زمري مياشتې په ١٧ نيټه د سولې مشورتي جرګه  د لويې جرګې په تالار کې  جوړه شي.
د کابل ولايت د ګډو ځواکونوقوماندانۍ د لويې جرګې د ښه امنيت د تامينولو لپاره  نن مازيګر له څلورو بجو څخه  د ميرويس ميدان، کارته پروان څلورلارې ، د قمبر په څلور لارې ، تګلوري د سولې د مشورتي جرګې  ترپاى ته رسيدو پورې  د وسايطو د تګ راتګ پرمخ تړلي دي.
دغه راز د دغو سيمو خلکو ته  د اسانتياوو په خاطر  امنيتي ځواکونه ځانګړي تدابير ترلاس لاندې لري . د خلکو د لېږدونې لپاره  د پوليسو بس موټرونه اود ناروغانو د لېږدونې لپاره  امبولانسونه به په دغو سيموکې شتون ولري.
د کابل ولايت د ګډو قوتونو قوماندانۍ  د کابل د خلکو د زغم او هميشنۍ همکارۍ له امله په مننې سره  هيله لري  چې د امنيت اونظم د تامينولولپاره  له امنيتي اودفاعي ځواکونوسره  همکاري وکړي .
  ختم _ج _اکرم

Thursday, 06 August 2020 09:23

خبرتيا

-کابل /دزمري ١٦مه /باختر:
د کار ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا
ټاکل شوې ده  د روان کال د زمري مياشتې په  ١٧ او ١٨ نيټه  د سولې مشورتي لويه جرګه په کابل کې جوړه شي .
له همدې امله د ترافيکي ګڼه ګونې د کمښت اومخنيوي په مقصد د زمري مياشتې  ١٨ نيټه  د شنبې ورځ يواځې په کابل ښارکې عمومي رخصتي ده
ختم _ ج _اکرم

-کابل /دزمري ١٦مه /باختر:
د لغمان د کرنې اواوبو لګولود رياست مسوولين وايي  چې په دغه ولايت کې د(ام ) د ونو رواجول او روزنه مثبته نتيجه ورکړې ده .اوبزګران هلې ځلې کوي  چې په دغه ولايت کې  د ( ام )  بڼونه جوړکړي .
د لغمان د کرنې  اواوبو لګولورييس  محمد جميل خوشحال  باختراژانس خبريال ته وويل چې پريمانه اوبه اود دغه ولايت ښه خاوره او هوا ددې سبب شوى دى  چې  د ( ام ) له ونو څخه ښه حاصلات ترلاسه شي. چې دغه موضوع  د بڼوالواوبزګرانو د هڅونې سبب شوى دى.
هغه وويل  چې د لغمان په مرکز مهترلام برسيره  د دغه ولايت په اليشنګ ، الينګاراو د قرغيو په ولسواليو کې  د( ام ) ونې اېښودل شوي دي او د لغمان د کرنې اواوبولګولورياست  په پام کې لري  چې  په نورو ولسواليو کې هم د ام د نيالګيو اېښودل  ترويج کړي .
هغه زياته کړه چې د لغمان ولايت دکرنې اواوبو لګولو رياست  په دې برخه کې  له بڼوالو اوبزګرانو سره همکاري کوي .اوله همدې امله فني کارکوونکي  له بزګرانو سره  د مرستې او همکارۍ په خاطر موظف شويدي.     ختم_ج – اکرم

Page 2 of 8923