14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 کابل / د زمري ۲۳ مه / باختر
د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د یو مسلخ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه ودانۍ د ښاروالۍ له تشويقي او ملاتړيزې بودجې څخه د څه دپاسه ٣ ميلیونو٣٠٠ زره افغانیو په لګښت د دغې ولسوالۍ په قصابانو سیمه کې جوړېږي.
د بګرام ولسوالۍ یوه مسوول وویل چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو محيطي ستونزې لرې شي.
پاى / سعیده

کابل/ د زمري ۲۲ مه / باختر

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي برخه کې د شکایتونو د ثبتولو لپاره ځانګړې پاڼه جوړه کړې او دغو شکایتونو ته د ښې رسېدنې په موخه یې، اطلاعاتو ته د لاسرسي له کمېسیون سره تفاهم لیک، هم لاسلیک کړ.

د یادې کمېټې د عدالت غوښتنې څانګې مسوول، صدیق الله توحیدي، د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې- د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یاد تفاهم لیک د لاسلیکولو پر مهال وویل: د ګډ تفاهم لیک په لاسلیکېدو سره، د خبریالانو او ورځپاڼه لیکونکو د شکایتونو ثبتولو ځانګړې پاڼه عملاً کار پیلوي.

هغه زیاته کړه چې خبریالان او ورځپاڼه لیکونکي کولای شي د هېواد له هرې سیمې څخه، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه خپل شکایتونه په یاده پاڼه کې ثبت کړي.

توحیدي هیله څرګنده کړه، چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه کې د خبریالانو شکایتونو د ثبتولو د پاڼې په لار اچولو سره به، د خبریالانو شکایتونو ته د رسېدنې بهیر ښه شي.

د توحیدي په خبره، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه ژمنه ده، چې له خبریالانو او ورځپاڼه لیکونکو څخه تر لاسه شوي شکایتونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي له کمېسیون سره شریک او د پایلو په اړه یې خبریالانو او خلکو ته خبر ورکړي.

په ورته وخت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، عین الدین بهادري، دې ته په اشارې سره، چې په یاد کمېسیون کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي برخه کې د شکایتونو ثبتولو لپاره یو ځانګړی وېب سایټ شتون لري او ټولو ادارو ته یې د لاسرسي زمینه اسانه کړې ده، زیاته کړه: د خبریالانو شکایتونو د ثبتولو په موخه، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ځانګړې پاڼې رامنځته کولو اقدام، کېدلای شي په دې برخه کې ډېر موثر واقع شي.

بهادري ټینګار وکړ، چې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې سره په همکارۍ، هڅه کېږي، چې په ښه توګه اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي زمینه برابره شي.

 

کابل/ د زمري ۲۲ مه / باختر

زموږ د ګران هېواد افغانستان ټولو ځوانانو ته د زړه له تله  د ځوانانو نړیوالې ورځې مبارکي وایم. سږکال  موږ دا بختوره ورځ په داسې شرایطو کې نمانځو چې په هېواد کې  تلپاتې او باعزتې سولې ته د رسېدولپاره هڅې او کوښښونه ډېر شوي دي او لا ښه سمون یې موندلی دی. د سولې لویې مشورتي جرګې چې څو ورځې وړاندې په کابل کې جوړه شوه او په هغې کې د ځوانانو په ګډون د افغانستان دخلکو د بېلابېلو قشرونو استازیو ګډون کړی و، سولې ته د رسېدو په لاره کې تاریخي او برخلیک ټاکونکې پرېکړې وکړې.

له هر راز شک پرته، ځوانان د سولې په  بهیر کې برخلیک ټاکونکی نقش لري او د هغوی له فعال، پراخ او خلاق ګډون پرته په هېواد کې سوله ټینګېدای نه شي. د افغانستان خلک هیله من دي چې د ځوانانو په فعال ګډون سره په هېواد کې تلپاتې سوله بسیا شي. همدارنګه د ځوانانو رول او نقش سولې ته له رسېدو په وروسته پړاو کې، چې موږ ته د هېواد د اقتصادي جوړښتونو بیارغاول او پرمختګ ورکول راترغاړي دي،  هم ستر او ان برخلیک ټاکونکی دی. باور لرو چې زموږ ځوانان به د وطندوستۍ په اوچتې روحیې سره هم د سولې  د ټینګېدو په  بهیرکې او هم له جګړې د راپاتې ویجاړیو په بیارغاونه کې خپل نقش، مسوولیت او رسالت په ډېره ښه توګه سر ته ورسوي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهوررییس جلالتمآب محمد اشرف غني د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت  په خپل پیغام کې وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معینیت د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر ته لېږدول کېږي او د ځوانانو پیاوړتیا په برخه کې به د جمهوررییس د ځانګړي  دستیار بست هم جوړ شي. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جمهوررییس همدارنګه ځوانانو ته زېری ورکړ چې  تر پنځه څلوېښتو ورځو پورې به د ځوانانو عالي شورا هم جوړه شي او لومړۍ غونډه به یې راوبلل شي او په هغې کې به د هېواد د ټولو ولایتونو د ځوانانو استازي ګډون وکړي. همدارنګه د نوښتګرو ځوانانو د نوښتونو د ملاتړ لپاره به یو صندوق هم جوړ شي.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دا نوښتونه او پرېکړې د هېواد ځوانانو ته د جلالتمآب جمهوررییس د ځانګړې پاملرنې ښکارندوی بولي، هرکلی، ننګه او ملاتړ یې کوي.

په پای کې یو خل بیا د هېواد ځوانانو ته د ځوانانو نړیوالې ورځې مبارکي وایم او د لوی خدای له درباره هغوی ته د ژوندانه په ټولو برخو کې د لاډېرو بریاوو هیله کوم.

 

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د ملي روغې جوړې  د عالي شورا رييس  ډاکټر عبدالله عبدالله نن  د سولې  په مشورتي جرګه کې  د بدخشان  له برخه والو مشرانو اواستازو سره  په سپيدار مانۍ کې وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې د سولې په ستره مشورتي جرګه کې  د بدخشان استازو په بريالي ډول د جرګې ترسره کولو له امله يې د روغې جوړې  د عالي شورا رييس ته مبارکي وويله او د دغه ولايت د ستونزو په تېره  بيا د بدخشان د امنيتي ستونزوپه باب يې خبرې وکړې او د مسوولينود پاملرنې غوښتنه وکړه .
دوى دغه راز  د ملي روغې جوړې  په عالي شورا او د سولې په بهير او حکومت کې د بدخشانيانو او په تېره بيا د بدخشان د زده کړې خاوندو د فعالي وندې   غوښتنه وکړه .
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس   په سترو سياسي موضوعګانوکې  د بدخشان د خلکو  فعال رول وستايه او ويې ويل  چې د امکان ترپولې پورې د دغه ولايت غوښتنو اوستونزو ته جدي پاملرنه کوم .
  ختم _ ج _اکرم

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د عامې روغتيا وزارت سرپرست اونوماند ډاکټر احمدجواد عثماني نن د قزاقستان له سفير حليم خان يسين  کيلديوف  سره وکتل .
په دې  کتنه کې دواړو لورو د روغتيا په تېره بيا د کروناويروس سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونوترمنځ د ګډو همکاريود پياوړتيا په باب خبرې اترې وکړې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ ډاکټر احمد جواد عثماني  په سختوشرايطو کې  چې کرونا ويروس د افغانستان لمنه  نيولې ده ،  د قزاقستان د مرستو له امله قدرداني وکړه او له  هغه څخه يې وغوښتل چې  د مصنوعي غړو،غاښونو او قابلګۍ  او د روغتيايي ګردشګري د افغان ډاکټرانو د روزنې په اړوند د دواړو هېوادونو د ګډوهمکاريو په باب  يوتفاهم ليک  برابرکړي .چې دهغه له مخې په دغو برخوکې  د دواړو هېوادونوهمکارى  زيات پياوړي شي .
حليم خان يسين ګيلديوف د کرونا بحران په شرايطو کې  په افغانستان کې د خپل هېوادهمکاريو ته اشاره وکړه  او ويې ويل چې د قزاقستان دولت  د کرونا بحران په دوران کې  ونه شو کړاى چې د روغتيايي توکو مرسته وکړي .
خو د خوراکي توکومرسته وکړه .
هغه دغه راز د قزاقستان  د روغتيايي خدمتونو  د وړاندې کولو دکيفيت  يادونه وکړه او څرګنده يې کړه چې دغه هېواد چمتو دى  چې دافغانستان له دولت سره  مصنوعي غړو، غاښونو،او د روغتيايي ګردشګرى  د  روزنې او په مناسبه بيه د درملوپه برخو کې همکاري وکړي .    ختم_ ج _اکرم

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د درې زره ميګاواټو لمريزې برېښنا د توليدلپاره  تفاهم ليک د افغانستان د دولت او د اماراتي شرکت ترمنځ  لاسليک شو.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي باختراژانس ته وويل چې د دغې پانګې اچونې تفاهم ليک د دواړو شرکتونو د رييسانو ترمنځ لاسليک شو.
توحيدي وويل  چې د دغې پروژې  لومړنى اوفني څېړنې په نږدې راتلونکې کې پيل  او وروسته  د اړتياوو اوشرايطو په مشخص کېدو سره به پانګه اچونه وټاکل شي .
د هغه د څرګندونوله مخې؛د دغې پروژې لپاره پانګه او وخت سيمې ته په پاملرنې سره توپير لري .
هغه  د دغه پروژې  اجرا کول په افغانستان کې د انرژۍ د برېښنا د خودکفايي لپاره  مهم ګام وباله او ويې ويل: افغانستان اوس د خلکود کورونو د روښانه کولو اود هېواد د اقتصادي څرخ  د ګرځولو لپاره  دوه زره ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري .
د برېښنا شرکت د څرګندونوله مخې؛ اسيايي پرمختيايي بانک د هېواد جنوب ختيځ  ته د برېښنا رسولو لپاره او د کلنى اړتيا د لرې کولو لپاره له ايران ، ازبکستان ،ترکمنستان اوتاجکستان څخه  څه ناڅه زر ميګاواټه برېښنا پيري چې درې سوه مليونه ډالره لګښت لري.
د دومره برېښنا د واردولو  ترڅنګ  د هېواد د برېښنا کورنى توليدات هم  په کال کې له  ٢٨٠څخه تر ٣٢٠ميګاواټه پورې اعلام شوى دى.
د کورني توليد څلور سلنه د حرارتي بټيو او دبدلون وړ انرژى له لارې دى او نور يې په ابي بټيو کې توليدېږي.
د انرژۍ او اوبو وزارت کابو څلور کاله مخکې اعلام کړى و،  چې دغه وزارت  يوپروګرام لري چې په څلوروکلونوکې  د بدلون وړ منابعو لکه اوبه، باد او لمرڅخه ٢٠٠٠ميګاواټه برېښنا توليد کړي  او هېواد دېبرېښنا انرژۍ لپاره  خود کفايي ته ورسوي .
هغه ژمنه چې د وخت  په بشپړېدو سره  اوس هم تر تحقق موندلو پورې  زيات واټن لري ، د دغه  اندازې  برېښنا د توليد لګښت شپږ مليارده ډالره اعلام شوى و .
توحيدي زياته کړه چې اوس هم په هېواد کې د لمريزې برېښنا توليد ترسره کېږي خو دغه اندازه  موجود ظرفيت ته په پاملرنې سره ډيرلږ دى .
د لمريزې انرژۍ  څخه  په هېواد کې  د بريښنا توليد اوس په قندهار،باميانواو هرات کې  څه دپاسه  څلويښت ميګاواټه دى .
د برېښناد توليد خنډونه ، د ښارونو وده او په وروستيو کلونوکې د اورښت کمښت  ددې سبب شوى دى چې د برېښنا تامينول  حکومت ته  په جدي ستونزه بدل شي .  ختم _ج _اکرم

Wednesday, 12 August 2020 12:37

خبرتيا

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د ځوانانوچارو د معينيت خبرتيا
څرنګه چې د مني سمستر لپاره د ځوانانو چارو د معينيت له خوا د خصوصي لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو  د تخفيف  د اخستلو په مقصد زده کړې ته د مينه والو ځوانانو د معرفي کولو بهيربيا پيل شوى دى يوځل بيا ټولو مينه والو ځوانانو ته خبرورکول کېږي  چې د نوم ليکنې اومعرفي کولو لپاره  له دووعکسونو اود تابعيت د تذکرې  له فوتوکاپي سره په پل باغ عمومي کې د ځوانانود چارو معينت ته ورشي .
د هغو خصوصي لوړو اونيمه لوړو موسسو لست چې د ځوانانو چاروله معينت سره قرار داد لري .
د دعوت پوهنتون، د غرجستان پوهنتون، د افغان پامير د لوړوزده کړو موسسه، د پيام د لوړوزده کړوموسسه، د ميوند د لوړو زده کړو موسسه ، د عروج د لوړو زده کړو ، د علامه د لوړو زده کړو موسسه ، د پيشګام د لوړوزده کړو موسسه،  د اريانا د لوړو زده کړو موسسه ، د زاول د لوړو زده کړو موسسه، د راضي د لوړو زده کړو موسسه، د سپين غر د لوړو زده کړو موسسه، د قلم د لوړو زده کړو موسسه ، د وزير شاه ولي د لوړو زده کړو موسسه ،  د غازي امان الله خان د لوړو زده کړوموسسه ،د ازهر د لوړو زده کړوموسسه ، د راه ابريشم د لوړوزده کړو موسسه، د شرق د لوړو زده کړوموسسه، د هيپوکرات د روغتيايي علومو انسيتتوت ، د شهره انستيتوت ،  د رازي  د روغتيا عالي انستيتوت، د فارابي د روغتيا عالي انستيتوت ، د حکيم ناصر خسرو بلخي د روغتيايي علومو انستيتوت اود نجات د روغتيايي  علومو انستيتوت.
ختم _  ج _اکرم

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د غزني ولايت دوو تنو اوسيدونکو نن يو تاريخي اثر اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته وسپاره .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنر معين پوهاند محمد رسول باوري د دغه اثر د ترلاسه کولو په مراسمو کې  په داسې حال کې چې د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي، د تاريخي ابداتو د ساتنې اوترميمولورييس ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او د دغه وزارت   د لرغونپوهنې رييس نور اغا نوري هم حاضر و، د غزني  له دغو دوو تنو اوسيدونکو څخه په مننې سره د هېواد له خلکو وغوښتل چې د تاريخي اثارو په ساتنه کې چې د افغانستان د ټولوخلکوپانګه اوملکيت دى ، هلې ځلې وکړي .
د ملي موزيم رييس  څرګنده کړه چې دغه تاريخي اثر يو انځور شوى برونزي پطنوس دى چې په يوولسمې ميلادي پيړۍ او د غزنويانو په  دورې پورې مربوط دى.
هغه څرګنده کړه چې  دغه اثر د غزني دوو اوسيدونکو د دغه ولايت له لرغونو ساحو څخه موندلى دى  او د ساتنې په خاطر يې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته وسپاره .
پوهاند باوري دغه اثر د هېواد په ملي موزيم کې د ساتنې په خاطر  د ملي موزيم رييس ته وسپاره .
  ختم _ ج _اکرم

کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛د عامې روغتيا وزارت  په تېرو  ٢٤ ساعتو کې  په هېواد کې د کرونا ويروس  د٧٦نويو مثبتو پېښو د ثبتولوخبرورکوي .
په دې ترتيب سره په هېواد کې  په کرونا ويروس  د اخته کسانوټول شمېر ٣٧٣٤٥ تنو ته زيات شوى دى.
دغه راز په تېرو  ٢٤ ساعتو کې د لسو تنو په مړينې سره د کروناويروس له امله د مړو شويو کسانوشمېر  ١٣٥٤تنو ته زيات شوى دى او په دې موده کې په کرونا ويروس  ٢٧٩ تنه اخته کسان روغ شوي دي. چې د روغوشويوکسانو ټول شمېر  ٢٦٦٩٤تنو رسيدلى دى .
  ختم_ ج _اکرم

Wednesday, 12 August 2020 11:01

د اسعارو بيه

 کابل / دزمري ٢٢مه / باختر
د کابل د شهزاده سراى د صرافانو د رييس د معلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې د بهرنيو پيسو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يو امريکايي ډالر پيرودل په 15/77  افغانۍ
يوانګليسي پونډ پيرودل په 96/00افغانۍ
يوه يورو پيرودل په 88/20 افغانۍ 
يو سعودي ريال پيرودل په  20/00افغانۍ
د اماراتو يو درهم پيرودل په 20/80 افغانۍ
زرپاکستانۍ کلدارې پيرودل په 454 افغانۍ
زر هندۍ کلدارې پيرودل په 1050 افغانۍ
زر ايراني تومان پيرودل په 3/60 افغانۍ
يو روسي روبل پيرودل په 1\10 افغانۍ        
پاى-محمدجان

Page 3 of 8939