12 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د عامې روغتيا وزير د قزاقستان له سفير سره وکتل

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر: د عامې روغتيا وزارت سرپرست...

امارات په افغانستان کې د لمريزې برېښنا د توليد لپاره پانګه اچونه کوي

امارات په افغانستان کې د لمريزې برېښنا د توليد لپاره پانګه اچونه کوي

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر: د درې زره ميګاواټو لمريزې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل / د زمري ٢١مه/ باختر
دماليې وزارت راپورونه ښيې، چې د روان ۱۳۹۹ مالي کال د زمري میاشتې له (۳ مې – ۱۶ مې نېټې) پورې د هیواد له عوایدي سرچینو څخه ۵ میلیارده او ۱۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
له دې راټولونې ۲۷۳ میلیونه یې له مستوفیتونو ، ۱ میلیاردو ۳۰۸ میلیونه یې له مالیاتي عوایدو، ۱ میلیاردو ۴۲۸ میلیونه یې له غیرمالیاتي عوایدو او  ۲ میلیارده  ۱۲۳ میلیونه افغانۍ د هیواد له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.
په ټوله کې د روان مالي کال د زمري میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې د هیواد ملي عواید ۹۸ میلیارده ۹۴۷ میلیونه افغانۍ راټول شوي دي.
همدا شان د روان مالي کال له پیله تر اوسه له ملي بودجې ۲۱۴.۸۶۶ میلیارده افغانۍ لګول شوې، چې د ټولیزې ملي بودجې ۴۶ سلنه جوړوي. له دې ډلې تر دې مهاله ۵۸.۳۵۵ میلیارده افغانۍ (۳۵.۲ ٪) پراختیایې او ۱۵۶.۵۳۱ میلیارده افغانۍ (۵۱٪) عادي بودجه لګول شوې ده.    پاى- ذ

-کندزد زمري ۲۱ باختر
په کندزکې د اوبولګولو د دوه کانالونو د جوړولوکاربشپړاو ګټې اخستنې ته وړاندې شول.
د کندزد کرنې  اوبو لګولو او مالداری رییس عبدالهادي قرلق باخترآژانس ته وویل چې د اوبولګولو دغه دوه کانالونه د اسیايي پراختیايي بانک په مرسته د دولسو میلیونوافغانیوپه لګښت د کندزپه دشت ارچي ولسوالۍ کې د دیارلس کیلومتروپه اوږدوالی جوړشول او ګټې اخستنې ته وړاندې شول.
هغه زیاته کړه چې دغه کانالونه زرهکتاره ځمکې خړوبوي او څه نا څه اته زرتنه په مستقیم ډول او زر تنه نورپه غیرمستقیم ډول له هغو څخه ګټه اخلي .
هغه زیاته کړه چې د کندز په دشت ارچي او امام صاحب په ولسواليوکې د څو نورو کانالونود جوړولوکاردوام لري او نږدې راتلوونکي کې بشپړېږي ختم ع

- جلال اباد / د زمري ٢١مه/ باختر
اته امنيتي منسوبان  تېره شپه د وسله والو مخالفانو په برېدونو کې شهيدان شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي رسنيو ته وويل د دغه ولايت د پچيراګام او نازيانو ولسواليو په مربوطاتو کې  د امنيتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو مخالفانو           په دوو برېدونو کې  اته پوځي منسوبان شهيدان او٥ نور ټپيان شول.
خوږياڼي وويل په دغو پېښو کې درې وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه نورټپيان شول.
پاى \ ذ

- هرات / د زمري ٢١مه/ باختر
دوه ښځې په هرات کې  پرون مازيګر د ناپېژاندو وسله والو کسانو په  ډزو کې           ووژلې شوې.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد رسنيو ته وويل دغه  دوه ښځې  د هرات ښار            د کرباس ډنډ په سيمه کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې ووژلې شوې.
فرهاد زياته کړه په پېښه کې يو بل سړى هم  ټپي شوى دى.
د ده په خبره  تراوسه پورې د وژنې علت روښانه نه دى او په دې باب د پوليسو څېړنې پيل شوي دي.   پاى \ ذ

 کابل / د زمري ٢١مه/ باختر
د ملګروملتوسازمان د ماشومانو ملاتړصندوق يا( يونسف ) اعلام کړى دى چې  په افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو د پوليو واکسين د تطبق پروګرام  د کرونا ويروس له رامنځته شوي ځنډ وروسته بيا له سره پيل شوى دى.
يونسف پرون په يوه اعلاميه کې ويلي دي د کرونا ويروس د دې سبب شو ترڅو                   د افغانستان اوپاکستان په هېوادونو کې ٥٠ ميليونه ماشومان د  يوې مودې لپاره  د           پوليو واکسين له تطبيق څخه محروم شي .
په اعلاميه کې راغلي دي ( په افغانستان کې د پوليو د معافيت ورکولو درې پروګرامونه  د هېواد په درېو ولايتونو کې د جولاى مياشت کې بيا پيل شول.  دويم  پروګرام به  چې څه ناڅه نيمايي هېواد به ترخپل  پوښښ لاندې ونيسي په روانه مياشت کې پيلېږي).
يونسف ويلي دي هلې ځلې کېږي ترڅو په افغانستان او پاکستان کې په  ټولو ماشومانو د پوليو واکسين تطبيق شي خو ممکنه ده چې څه ناڅه يو ميليون ماشومان په افغانستان کې له دې واکسين څخه بې برخې پاتې شي ځکه د کور په کور واکسين تطبيق به  په ځينو سيمو کې ممکن نه وي.
دغه سازمان له کورنيوغوښتي دي  ترڅو له ٥ کلنۍ ښکته خپل ماشومان د پوليو واکسين د تطيق لپاره روغتيايي کلينيکونوته يوسي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامي روغتيا وزارت د مسوولينو په خبره د روان کال        له پيل څخه تراوسه پورې  په افغانستان کې د پوليو ٣٤ مورده  پېژندل شوي  دي .
د مسوولانو په خبره  د تېرو څو مياشتو په بهيرکې د کرونا ويروس د خپرېدو په دليل ، په افغانستان کې دپوليو واکسين د تطبيق پروګرام له ستونزو سره مخ شو په  همدې دليل په دغه هېواد کې د پوليو مثبتو پېښو شمېر زيات شو.
د پوليو د له منځه وړولو پروګرام د اړيکو مسوول ميرجان راسخ باختراژانس ته وويل
د وږي  په شپږمه په هېواد کې  د پوليو واکسين پروګرام دويم پړاو  پيلېږي.
پاى \ ذ

- کابل / د زمري ٢١مه/ باختر
ديارلس کسان د وژنې  او وسله والې غلا په اړوند د هېواد له پنځو  ولايتونو څخه  ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت په هغه خبرپاڼه  کې چې نن خپره شوه ويلي دي، د جوزجان، باميان، پروان ، بلخ او د کونړ امنيې قوماندانۍ منسوبانو په جلاجلا عملياتو کې ١٣
کسان د وژنې ، وسله والي غلا په تور د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ونيول چې له دې جملې څخه پنځه کسان يې د وژنې او ټپي کولو په تور د جوزجان له مرکز څخه ، د وسايطو درې غله او د مبايل يوغل د چاريکارو ښار مرکز د دويمې ناحيې  له مربوطاتو څخه، د مبايل يو حرفوي غل د مزارشريف ښار له پنځمې ناحيې څخه او د وسايطو بل غل له کونړ څخه نيول شوي دي .
دغه راز د باميانو د امنيې قوماندانۍ د پوليسو په عملياتو کې يو غل له  دغو ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو او دوه  نوريې ونيول شول.
وسله والو غلو نيت  درلود  د صرافۍ يو دوکان لوټ کړي.
پاى \ ذ

-کابل د زمري ۲۱ باختر
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلورویشتو ساعتوکې په هېواد کې په کرونا ویروس د ۱۰۷ اخته کسانوخبرورکوي .
په همدې ترتیب سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر۳۷ زرو۲۶۹ تنوته زیات شوی دی.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتو کې د ۱۶ تنوپه مړه کېدوسره د کرونا ویروس د قربانیانوشمېريوزرو ، ۳۴۴ تنوته زیات شوي دي او په دې موده کې د کرونا ویروس ۱۸۷ تنه روغ شوي دي چې ټول شمېریې ۲۶ زره ۴۱۵ تنوته رسېدلی دی ختم ع

سرپل د زمري ۲۱ باختر
وسله والو طالبانو په سرپل کې یو ټپي ماشوم په ډزو سره وواژه .
د سرپل د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتو آمر نورآقا فیضي باخترآژانس ته وویل : وسله والوطالبانوپرون د سانچارک ولسوالۍ پرمسجد سبزسیمې  برید وکړچې د استوګنې په یو کورکې د هاوان د لګېدوپه پایله کې یوڅوارلس کلن هلک ټپي شو.
خبرځای زیاته کړه چې دغه ټپي هلک پلار کله چې خپل زوی روغتون ته لېږداوه طالبانود سانچارک – سرپل په لویه لاره کې په ډزو سره دغه ټپي هلک وواژه او پلاريې له ځان سره یووړ .
تراوسه پورې کوم نښه نښانه نه ده ترلاسه شوى ختم ع

-اسعد آباد/ د زمري ۲۱مه/باختر
کرنې وزات د کونړ په دوو ولسوالیو کې له نږدې ۳۰۰ بزګرانو سره د لږ لګښت نغریو مرسته وکړه.
د دوو میلیونو افغانیو په لګښت دغه مرسته د ځنګلونو پرېکولو د مخنیوي او د لږ لګښت په موخه له ۲۹۵۵ بزګرانو سره مرسته وشوه.
د کونړ د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار وایې: دغه مرسته به د پاک چاپیریال د رامنځ ته کېدو سربیره د ځنګلونو د وهلو په مخنیوي کې هم ګټوره ثابته شي.
په همدې حال کې د کرنې اومالدارۍ رییس نجیب الله وایي چې یاده مرسته یې د جیپ موسسې په مالي لګښت د اسمار او ماڼوګي ولسوالیو له بزګرانو سره وکړه او نورو ولسوالیو ته به هم په راتلونکې کې خپلې مرستې ورسوي.
پای/وصال

-کابل/ د زمري ۲۱ مه/باختر
د ۲۰۳ تندر قول اردو مسوولین وايي چې په خوست او پکتیا کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شويدي چې پرون په خوست او پکتیا کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي په نښتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

Page 4 of 8936