12 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-اسعد آباد/ د زمري ۲۱مه/باختر
کرنې وزات د کونړ په دوو ولسوالیو کې له نږدې ۳۰۰ بزګرانو سره د لږ لګښت نغریو مرسته وکړه.
د دوو میلیونو افغانیو په لګښت دغه مرسته د ځنګلونو پرېکولو د مخنیوي او د لږ لګښت په موخه له ۲۹۵۵ بزګرانو سره مرسته وشوه.
د کونړ د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار وایې: دغه مرسته به د پاک چاپیریال د رامنځ ته کېدو سربیره د ځنګلونو د وهلو په مخنیوي کې هم ګټوره ثابته شي.
په همدې حال کې د کرنې اومالدارۍ رییس نجیب الله وایي چې یاده مرسته یې د جیپ موسسې په مالي لګښت د اسمار او ماڼوګي ولسوالیو له بزګرانو سره وکړه او نورو ولسوالیو ته به هم په راتلونکې کې خپلې مرستې ورسوي.
پای/وصال

-کابل/ د زمري ۲۱ مه/باختر
د ۲۰۳ تندر قول اردو مسوولین وايي چې په خوست او پکتیا کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له ۲۰۳ تندر قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شويدي چې پرون په خوست او پکتیا کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي په نښتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

-نیمروز  د زمري ۲۱ باختر
د نیمروز پولیسو نن یو سړی د غیر قانوني جنګي وسایلو د پېرودلو او پلورلو په تور ونیوه .
د نیمروز د ملي امنیت د ریاست مطبوعاتو مسوول میوند مجاهد د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د ملي امنیت دریاست د هلو ځلو له امله دغه سړی له یو کلاشینکوف او یوې تومانچې سره په زرنج ښار کې ونیوه .
مجاهد وویل چې  لومړني تحقیقات له ده څخه پیل شوي دي . سعیده

-قلعه نو  د زمري ۲۱  باختر
د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې نن سهار د دوو ماینونو د چاودنې مخه ونیول شوه .
د ځانګړو عملیاتود قول اردو مطبرعاتي دفترمسوول د باختر اژانس خبریال ته خبر ورکړ، دغه ماینونه د بالا مرغاب  ولسوالۍ په یوه ګڼ مېشته ساحه کې د ملکي افرادو د وژلو لپاره ښخ شوی وو .
هغه زیاته کړه چې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د انجینرۍ ټیم دغه ماینونه مخکې له چاودنې کشف او شنډ کړل . سعیده

-کابل / دزمري ٢١مه/باختر:
لس وسله وال طالبان تېره شپه په کندز کې د ماين په چاودنه کې ووژل شول.
د کندز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري باختراژانس ته وويل چې د طالبانو  يوقوماندان له نهوملګروسره يې د هغه ماين په چاودنه کې ووژل  شو چې غوښتل يې دغه ماين د دغه ولايت د علي اباد ولسوالۍ د عرض بيګي د ګذرخزانه دارپه ساحه کې ځاى پرځاى کړي .
اکبري زياته کړه  په دې چاودنه کې يوشمېر نوروسله وال طالبان ټپيان شول.
  ختم_ شکريه_اکرم

-مزار شریف د زمري ۲۱ باختر
په بلخ کې مدني فعالانو او د بشري  حقوقو بنسټونه د طالبانو د بندیانود آزادېدواو له طالبانوسره د سولې له بهیرڅخه اندېښنه څرګنده کړه .
دوی له دولت څخه وغوښتل چې له طالبانوسره په تعامل کې ملي ارزښتونه، بشري حقوقو، د بیان آزادی او د ښځوحقوق وساتي .
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، مشورتي لویه جرګه چې د څلورسوه بندي طالبانو د آزادېدوپه خاطر۲۵ ماده يي پریکړه لیک تصویېدوسره د بلخ د اوسېدونکوله ډول ډول غبرګون سره مخ شول.
په بلخ کې مدني اود  بشري حقوقو بنسټونه له طالبانوسره د راتلوونکي سولې د نشتوالي او د څلورزره بندیانو د آزادولوتجربه او له دولت سره د طالبانو له   نه سوله کوونکي تجربه څخه اندېښنه څرګنده کړه.
دوي له دولت څخه وغوښتل چې د سولې په بهیر کې ۱۸ کلن  ملي او مدني ارزښتونه وساتي ختم ع

- تالقان / د زمري ٢١مه/ باختر
په تخار کې د يو ماين په چاودنه کې پنځه  کسان ټپيان شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو مطبوعاتي دفترمسوول هادي جمال باخترآژانس ته وويل :           دغه ماين د تخار مرکز تالقانو ښار د درېيمي حوزې په مربوطاتو کې وچاوديد خو    امنيتي او دفاعي ځواکونو د دغه ماين ښخونې عامل ونيوه.
هغه وويل نيول شوى کس ترتحقيق لاندې دى.
پاى \ ذ

-مزار شریف  د زمري ۲۱ باختر
د بلخ پولیسو پرون په دغه ولایت کې د یوه کوچني هلک د صحرایی محاکمې عاملین ونیول .
د بلخ د امنیې قواماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د دغې قوماندانۍ منسوبانو اووه تنه چې څو ورځې مخکې یی د دغه ولایت د مارمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو کوچنی هلک صحرایی محاکمه کړی و او هغه یی وهلی او ډبولی و ونیول .
هغه زیاته کړه چې نیول شویو کسانو ، دغه هلک چې د یو نامعلوم دلیل په خاطر چې د ګاونډی کور ته تللی وو صحرایی محاکمه کړی و . سعیده

-کابل د زمري ۲۱ باختر
د هالیود سینما اعلام کړی دی چې ډېرژر د افغانستان لومړۍ  اولمپیکي مډالیست روح الله نیکپا د ژوند او سیالیو فلم جوړوي .
باخترآژانس د نړیوال سرچېنې له خولې خبرراکړ، مشهوراسترالیایي فلم جوړونکی ايدي آریا وايي دغه فلم په ډیرعلاقمندی سره جوړوي چې په هالیود کې به د ده څلورم فلم وي .
ایدي آریا د روح الله نیکپا فلم د ځوانانولپاره الهام بخښونکى بللی دی او ویلي دي چې دغه فلم د امریکا، هند، افغانستان په هېوادونوکې ثبتوي .
دغه استرالیايي فلم جوړونکی زیاتوي چې د روح الله نیکپا د ښه ژوند او د مبارزې د درکولو لپاره هوډمن دی د تکواندو ورزش زده کړې او نیکپا له ښوونکوسره یوڅه موده تېره کړي .
روح الله نیکپا د بیچنګ د ۲۰۰۸ او د لندن د ۲۰۱۲ کال د دوبني اولمپیکونو په لوبو کې د دوو برنزومډالونوپه ترلاسه کولو بریالی شواو له هغه وخت څخه تراوسه پورې د افغانانوپه منځ کې د ملي تل په توګه یادېږي ختم ع

-دایکنډي د زمري ۲۱ باختر
د دایکنډي د پاتوی ولسوالۍ لپاره د اداري ودانۍ د جوړولوکارپرون پیل شو.
د دایکنډي د والي مرستیال محمد علي روزګاني د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه ودانۍ د اتیا مترو په ساحه کې د څه نا څه شپږمیلونوافغانیو په لګښت يه یوپوړکې د تشویقي پروګرام له بودجې څخه جوړېږي .
ویل کېږي چې په دې ودانۍ کې ۲۲ خونې او نوراړین محلقات په پام کې نیول شوي دي ختم ع

Page 5 of 8937