07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
د تخار پوليسو پرون په دغه ولايت کې دوه وسله وال غله ونيول.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو دوه کسان له يوې تومانچې، يو موټرسايکل او يو مبايل ټليفون سره  د دغه ولايت د چال ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.
هغه زياته کړه: دغه کسان له هغه وروسته ونيول شول چې د دغې ولسوالۍ يو اوسېدونکې يې ټپي او د هغه يو موټرسايکل او مبايل يې غلا کړي وو.
پاى \ ذ

 کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
د هرات پوليسو ۷ کسان په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو په تړاو له جنګي وسايلو سره ونيول.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده باختر آژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ منسوبينو دغه کسان د غيرقانوني وسلو د ساتلو او د نشه يي توکو د قاچاقو     او پلور په اړوند د هرات ښار د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.
هغه زياته کړه: له نيول شويوکسانو څخه يوه تومانچه، څه د پاسه ٧ کيلوګرامه چرس،  يوه اندازه اپين، ١٠ لېتره الکولي مشروبات، ٣٠ لېتره خوسا مميز، يو لاسي بم او يوه اندازه توکي چې د الکولي مشروباتو په جوړولو کې کارول کېږي؛ ترلاسه شوي دي.
پاى \ ذ

 کابل / د زمري ۱۵ مه / باختر
د نورستان والي نن سهار له یو وسله وال برید څخه روغ ووت.
د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي دي چې د نورستان د والي عبدالغفور ملکزي د سپرلۍ پر موټر د کونړ په چپه درې ولسوالۍ کې، د نورستان ـ کونړ لويې لارې په تګلوري کې وسله وال برید وشو.
په برید کې د ملکزي دوه ساتونکي ټپیان شول، خو هغه ته زیان نه دی اوښتی.
پای/ سعیده

Wednesday, 05 August 2020 05:55

مطبوعاتي اعلامیه

 کابل / د زمري ١٥مه / باختر
د لبنان په پلازمینې بیروت ښار کې د چاودنې په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د راپورونو پر بنسټ پرون د لبنان پلازمینې بیروت ښار په بندري سیمه کې وحشتناکه او درنه چاودنه شوې ده.
جمهورريیس غني پر دې خونړۍ پېښې او د هغې پر مالي او ځاني زیانونو سخت خواشینی شو او هیله یې څرګنده کړه چې د لبنان حکومت او خلک دغه سخت او غمجن حالت مدیریت کړای شي او په بریالۍ توګه ورڅخه ووځي.
جمهورريیس غني د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د قربانيانو کورنیو او د لبنان حکومت او خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوي.#
پاى / وهاج

کابل / د زمري ۱۴ مه / باختر

د لبنان په پلازمېنه بیروت کې نن مازیګر دوه چاودنې وشوې.

د نړیوالو رسنیو د رپوټونو له مخې دا چاودنې د بیروت په بندري سیمه کې شوي دي. د لومړنیو رپوټونو له مخې په دغو چاودنو کې لس تنه وژل شوي دي او په لس ګونو نور ټپیان شوي دي. عیني شاهدانو ویلي دي چې شاوخوا ودانیو ته هم ډېر زیان رسېدلی دی. دا چاودنې داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوېده یوه ځانګړې محکمه د ملګرو ملتونو په ملاتړ د لبنان د پخواني صدراعظم رفیق حریري په وژنه کې د لاس لرلو په تور د لبنان د حزب الله څلورو غړیو ته د سزا حکم واوروي. رفیق حریري د لبنان صدراعظم و او په کال ۲۰۰۵ زېږدیز ووژل شو.

 

کابل/ د زمري ۱۴مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار او اداري پلاوي سره د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو په اړه مشورتي ناسته وکړه.

د جمهوري ریاست ویندوی  دفتر  معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د جمهوري ریاست عالي مقام دواړو مرستیالانو، د سولې مذاکراتي ټیم مشر او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر هم حضور درلود، جمهوررئیس د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په موخه د ملي اجماع له لارې  د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې، د جمهوري ریاست مرستیالانو د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو اهمیت ته په اشارې په دې جرګه کې د مشرانو جرګې رول مهم وباله.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیا او اداري پلاوي په ملي مسایلو او د سولې په تړاوو موضوعاتو کې له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې جمهور رئیس د اساسي قانون د ۶۶ او ۸۱ مادو د لومړیو فقرو په رعایت سره سم نن د یو حکم له لارې د ملي شورا غړي چې په رخصتۍ تللي د زمري ۱۷ نیټې څخه د جرګې تر پای پورې د سولې مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره کابل ته را وبلل.

 

 

کابل/ د زمري  ۱۴مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو په اړه مشورتي ناسته وکړه

د جمهوري ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د جمهوري ریاست عالي مقام دواړو مرستیالانو، د سولې مذاکراتي ټیم مشر او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر هم حضور درلود، جمهوررئیس د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په موخه  د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په اړه د سولې مشورتي لویې جرګې د رابللو پر اړتیا هر اړخیزې خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني وویل، د سولې په ګډون د مهمو ملي مسایلو په اړه به د ولس او د هغوی د استازو د اجماع او نظریاتو په رڼا کې تصمیم ونیول شي او دغه نننۍ ناسته د دغو مشورو پیل او څرګنده بېلګه ده

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح او دویم مرستیال محمد سرور دانش د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو د میکانیزم په اړه د خبرو پرمهال په دې جرګه کې د ولسي جرګې د غړو رول مهم وباله.

د دغې ناستې په پای کې د ولسي جرګې رئيس د نظام د ملاتړ ترڅنګ په مهمو ملي او برخلیک ټاکوونکو مسایلو کې د ملت مشوره اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د لازمو همکاریوو ډاډ ورکړ.

 

کابل/ د زمري ۱۴مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ او د والیانو په ګډون د کابینې غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.

د جمهوري ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ لومړی د هیواد علمای کرامو ته د درناوي په موخه ارشاد، حج اواوقافو وزارت ته د نویو یو زر بستونو د ځانګړي کولو په اړه د دولت د رهبرۍ د تصمیم او له هغو څخه د استفادې د ډول د ارزونې په موخه د کمېټې ګومارلو په اړه معلومات وړاندې شول.

وروسته د هیواد د ښوونځیو، جوماتونو، پوهنتونونو او مدرسو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو څرنګوالي طرحه وړاندې شوه.

ورپسې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ او کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو راکټي بریدونه، په لوګر ولایت کې پر امنیتي اودفاعي ځواکونو د طالبانو وروستی برید او د ننګرهار پر زندان وسله وال تروریستي برید وغندل شو.

کابینې د شاعر، لیکوال او د هیواد د فرهنګي شخصیت ارواښاد اکاډمیسن سلېمان لایق کورنۍ ته د تسلیت او همدردۍ وړاندې کولو ترڅنګ د ارواښاد سلېمان لایق د تدفین په موخه د تدابیرو نیولو لپاره اړوندې ادارې وګومارلې.

وروسته د ټاپي او ټوټاپ، د لاجورد او چابهار کوریډور، په کابل او هرات کې د ریل پټلۍ پراختیا، د شاه توت بند جوړولو، د هند جمهوریت مرسته شویو غنمو د کچې زیاتوالي او اړوندو نورو پروژو په ډول د ملي او عمراني پروژو د تطبیق څرنګوالي په اړه د اذربایجان، ترکیې، ترکمنستان، اوزبیکسان او ایران جمهوررئیسانو او د هند او پاکستان لومړیو وزیرانو سره د «اختر ډیپلوماسۍ» تر عنوان لاندې د لوی اختر په ورځو کې د جمهوررئیس غني د ټلیفوني خبرو په تړاوو معلومات وړاندې شول.

په دې ټلیفوني خبرو کې، همداراز  هغوی کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د خپلو هیوادونو د مرستو او د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړونو او جمهوري نظام په ساتلو سره د افغانستان د دولت او خلکو په مالکیت د سولې پروسه کې د اجماع جوړولو او سیمه ییز ملاتړ ډاډ ورکړ.

په همدې ترتیب د (۴۰۰) طالب بندیانو د خلاصون په څرنګوالي د بحث لپاره  د ډیموکراسۍ او د افغانستان د ټولو خلکو د ملي جرګې په توګه د مشورتي لویې جرګې جوړولو، د تګلارې ټاکلو او په راتلونکو ورځو کې د دولت د سولې مذاکراتو بهیر د څرنګوالي  او په دې برخه کې د مرستې، همغږۍ او لازمو تدابیرو نیولو لپاره  د والیانو، د کابینې او ټولو ادارو د غړو  ګومارلو په اړه معلوت وړاندې شول.

د کابینې غونډې لوړو زده کړو وزارت موظف کړ چې په حضوري ډول د پوهنتونونو او خصوصي او دولتي لوړو زده کړو موسسو درسونه د هغه وزارت د ترتیب شوې برنامې او پلان مطابق  د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي دستورالعملونو او سپارښتونو په رعایت سره پیل کړي.

همداراز کابینې عامې روغتیا او پوهنې وزارتونه موظف کړل چې د خصوصي او دولتي ښوونځیو د حضوري درسونو د پیل څرنګوالي په اړه هر اړخیزه طرحه د اړوندو  ملي او بین المللي سازمانونو د نظریاتو له اخیستو وروسته د روغتیایي شرایطو تامین ته په پام ترتیب او د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

کابینې په مرکز او ولایتونو کې په عادي ډول د سهار له اتو د مازدیګر تر ۴ بجو او دپنجشنبې ورځو کې د سهار له ۸ د ماسپښين تر ۱ بجې پورې د عامې روغتیا وزارت روغتیایي دستورالعملونو رعایتولو ته په پام د وزارتونو او دولتي ادارو کاري رژیم د تنظیم وړاندیز تصویب کړ

د غونډې په پای کې، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست ته لارښوونه وشوه، د هغو لوړپوړو مقاماتو او د ملي شورا د غړو لېست خپور کړي چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړي.

 

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
د عامې روغتيا وزارت  د مالي اواداري معينيت سرپرست  ډاکټرعبدالقدير قدير ننګرهار ته په سفر کې د هغه ځانمرګي بريد د ټپيانو د حالت پوښتنه وکړه چې د دغه ولايت د جيل په وړاندې رامنځته شوه .
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې؛ د عامې روغتياوزارت د مالي اواداري معينيت سرپرست  عبدالقدير قدير  د دغې پېښې د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره  د غم شريکي ترڅنګ اړوندو مسوولينو ته  لارښوونه وکړه چې  د دغې پېښې د ټپيانو د درملنې په خاطر دې  له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
هغه  ننګرهار ته د خپل سفر په دوام د دغه ولايت د حوزوي روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې  اوپه دغه روغتون کې د روغتيايي خدمتونو د و ړاندې کولو بهير  له نږدې وڅېړه.
د عامې روغتيا وزارت  د مالي اواداري معينيت سرپرست  له روغتيايي کارکوونکو د پرله پسې کارونو له امله  د منننې په  څرګندولو سره  ژمنه وکړه چې د عامې روغتيا وزارت چمتودى  د هېواد په لرو پرتو سيمو کې روغتيايي خدمتونه  يو خيل وړاندې کړي چې په دې لاره کې جدي اوعملي ګامونه اخستل شوي دي .   ختم _ ج _اکرم

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
د خان عبدالغفارخان د علمي سيمينار د جوړولوغونډه  نن  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  د سرپرست محمدطاهر زهير په مشرۍ  او د خپرونو د چارو او د مالي ، اداري اوګرځندوى د معينانو او د علومو اکاډمۍ  د استازو په ګډون جوړه شوه
د باختراژانس خبريال د خبر مخې؛ په دې غونډه کې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  سرپرست  محمد طاهرزهيروويل چې په ننګرهار کې  د خان عبدالغفار خان د مقبرې د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دى اوپه پام کې ده  چې د دغې مقبرې  د پرانستلو پرمهال کې  د خان عبدالغفار خان د افکارو اوکارونو په باب  علمي سيمينار د سيمې په کچه جوړه شي .
  هغه وويل : په هېواد کې روانه جګړه په يو نه يوډول  فرهنګي ماهيت لري، بنسټپالنه او تاوتريخوالى په يو ډول زموږ پر هېواد تپل شوى دى. خو زموږ فرهنګ  له تاوتريخوالي او افراطيت سره  اړخ نه لګوي او هغه نه مني اوبايد د دغه سيمينار محتوا له تاوتريخوالي اوبنسټپالنې څخه  پر پرهيز متمرکزه وي ځکه تاوتريخوالى اوافراطيت  زموږ د هېواد په تاريخ کې  ځاى نه لري .
  د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي استاد حبيب الله رفيع وويل: د دغه سيمينارجوړول  خلکوته  دا پيغام رسوي  چې موږ بنسټپالنه اوتاوتريخوالى  نه منو .
هغه وويل:د علومواکاډمي د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  د دغه اقدام ملاتړکوي او هر راز همکارى ته  چمتو ده .
په غونډه کې برخه والوپه پرتمين ډول  د سيمينار  د جوړولو په باب خبرې وکړې
په پاى کې پريکړه وشوه  چې په دغه سيمينار کې  د ګډون لپاره  د نړۍ په کچه بلنه ورکړى شي  چې  مينه وال په دې باب  خپلې مقالې راولېږي.اودغه راز  په دې باب کتابونه ډير ژر چاپ شي او د اطلاعاتواوفرهنګ، دلوړو زده کړو او بهرنيوچارو  وزارتونو د افغانستان د علومواکاډمۍ اود کابل پوهنتون داستازو په ګډون علمي کمېسيون اوهمدارنګه يوه تدارکاتي کميټه جوړه شي اودغه کمېټه او کمېسيون د سيمينار د جوړولو اړوندې چارې په جدي ډول تنظيم کړي.
  ختم_ ج _اکرم

Page 6 of 8923