07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
وسله والو موټرسايکل سپرو پرون ماښام د قندهار د مرکزي جيل  په قراول کې  د پوليسو په ځواکونو د لاسي بم په غورځولو سره  يوسرتيرى  ټپي کړ.
د قندهار د والي  وياند احمد بهير باختراژانس ته وويل چې دوه تنه موټرسايکل سپرو  د قندهار جيل پر دروازې  د يولاسي بم له غورځولو سره په تيښتې بريالي  شول چې د دغه لاسي بم د چاودنې له امله  يوسرتيرى ټپي شو .
هغه زياته کړه: وسله والو طالبانو مخکې له دې  د قندهار په جيل څو برېدونه کړي و .
هغه وويل  چې د دغو يرغلګرو د نيولو لپاره هڅې پيل شوي دي.
ختم_ ج-اکرم

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
په جوزجان کې د تور انګورو حاصلات چې له هغه څخه مميزترلاسه کېږي د طبيعي افت په خاطر کمښت موندلى دى .
د جوزجان د کرنې او اوبو لګولو رياست  يو مسوول  باختراژانس ته وويل چې د تور انګورو آفت د دې سبب شوى دى  چې په دغه ولايت کې د دغه کميابو انګورو حاصلات لږ شي .
هغه وويل  چې د روان  لمريز کال په پيل کې اټکل  شوى و،  چې د دغې ارزښتناکې ميوې  حاصلات زياتېږي. خو آفت د دغې زياتوالي مخه ونيوله
هغه وويل  تور انګور د هېواد د شمالي ولايتونو له مشهورو انګورو څخه دى چې مميز  ورڅخه جوړېږي.
  ختم _ج _اکرم

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
وسله والو طالبانو پرون يو ډاکټر د فراه ښار د درآباد په سيمه کې  شهيد کړ.
د فراه  د امنيې قوماندانۍ  د امنيت آمر سخي اکبري  د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ډاکټر د فراه د مرکز در آباد په کلي کې  دندې ته روان و چې وسله والو طالبانو هغه د لارې په اوږدو کې شهيدکړ.
ختم_ ج _اکرم

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
د پروان د سوداګرى د خونو مسوولينو د دغه ولايت ٢٠٠ پوځيانو ته چې ميړانه او وړتياوې ښودلې وې ،  د ګلانواو د يوې اندازې نغدو پيسو په ورکولو سره وستايل .
د پروان د سوداګرى د خونو يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دوى د اختر اود دغو پوځيانو د ارزښتناکو خدمتونو په وياړ دوى ته د ګلانو او د يوې اندازې نغدو پيسو په ورکولوسره دوى وستايل.
هغه وويل چې د پروان د سوداګرى د خونو مسوولين په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې د پروان  له سېلاو ځپلو سره هم مرسته وکړي .
  د پروان والي  فضل الدين عيارد دغه ولايت  د سوداګرى خونود رياست  د پاملرنې له امله قدرداني  وکړه
ختم _ ج_اکرم

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
د باميانوتفريحي او لرغونې ساحې د اخترپه ورځوکې د٢٥٠٠٠کورني سيلانيانو کوربه و .
  د باميانو د والي وياندلطيف عظيمي  د باختراژانس خبريال ته وويل چې  د باميانو بند امير اوملي پارک  او نورې تفريحي ساحې  د لوى اختر په ورځوکې  له سيلانيانو څخه ډک و .
هغه وويل  چې په باميانو کې  د قرنطين له لرې کولو وروسته د کورنيو اوبهرنيو سيلانيانو شمېر زيات شوى دى او د هرې ورځې په تېرېدو سره د کورنيو اوبهرنيو سيلانيانوشمېر زياتېږي.
هغه وويل چې د سيلانيانو زياتوالي  د دې سبب شوى دى  چې د دولت او د باميانو د خلکو عوايد زيات شي  اويوشمېر خلکو ته د کار زمينه برابره شي
ختم _ ج _اکرم

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
د بهرنيوچارو وزارت نن اعلام کړى دى چې د سپين بولدک-چمن لار د سپرليو پرمخ پرانستل شوه .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د بهرنيو چارو وزارت وياندګران هېواد د باختراژانس له خبريال سره په تيلفوني اړيکه کې تاييد کړه چې دغه لاره نن سهار په اووه بجو اودېرشو دقيقو د سپرليو پرمخ پرانستل شوه .
ويل کېږي چې د سپين بولدک _چمن  لاره تېره اوونۍ د افغانستان اوپاکستان د پولې د ځواکونو ترمنځ د وسله والې جګړو په دليل تړل شوې وه ،دغه لاره د قندهار په جنوب کې پروت دى .
  ختم_شکريه _اکرم

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
په هرات کې د اسلامي بانک د څانګې د پيسو د غلا عاملين ونيول شول.
د هرات د ملي امنيت ماموران په ځانګړو عملياتو کې ٦ کسان د غلا په تور ونيول چې ويل کېږي درې کسان يې د اسلامي بانک د پيسو  د غلا اصلي عاملين دي.
دغه کسان په هرات کې د وسله والې غلاوو په سازمان ورکولو بوخت و ، ونيول شول. د هرات د رسنيو  دفتر د خبرپاڼې په خپرولو ويلي دي د نيول شويو مشکوکوکسانو درې کسان يې په هرات کې د اسلامي بانک د پيسو په غلا اعتراف کړى دى .
دغه غلو څه موده مخکې په هرات کې د اسلامي بانک د پيسو د سپرلۍ  په موټر يرغل کړى و چې يوه اندازه پيسې يې له ځان سره ېوړې .
ختم_شکريه _اکرم

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
په هرات کې داختر په ورځوکې په سلګونه پلاستيکي جنګي وسايل او پټاقۍ راټولې شوې.
پوليس وايي په لسګونو هغه پلورنځي  چې د ماشومانو د لوبو اوسامان الاتو په پلورلو اقدام کاوه ، تړلي دي .
داپه داسې حال کې ده چې پلاستيکي  جنګي وسايل په تېره بيا اور لرونکي  اوغږلرونکي پټاقۍ  په هرات کې اود افغانستان په نورو سيموکې په ازاد ډول په ماشومانو او ځوانانو پلورل کېدل چې دغه پلورنځي د پوليسو له خوا وتړل شوې .  ختم _ شکريه _اکرم

 کابل/ د زمري ١٤ مه / باختر
مرکزي بانک ٢٥ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي:               د افغانستان بانک د روان کال د زمري په ١٥ مه د چهارشنبې په ورځ، ٢٥ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابر صرافانو او تجارتي بانکونو ته بلنه ورکول کېږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو ۵۰۰ زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په موخه د تضمین په ډول نه دي تحويل کړې؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې د خپل تضمين پيسې تحويلې او په راتلونکو داوطلبیو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
پاى\محمدجان

-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
د ننګرهار پوليس وايي  چې د تښتېدلو بنديانو د موندلو اونيولو لپاره  هڅې دوام لري .
  د ننګرهار په جيل د داعش ډلې له بريد وروسته  يوشمېر بنديان تښتېدلي دي
  دوړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ د ننګرهار په جيل کې څه ناڅه  ١٨٠٠بنديان شتون درلود چې له دې جملې څخه  ٢٠٠ بنديان بې درکه شوي دي .
دغه بنديان  جنايي مجرمين اود داعش او طالبانو د ډلو غړي بلل شوي دي.
  د ننګرهار د پوليسو يو مقام باختراژانس ته وويل چې دوى د تښتېدلو بنديانو د موندلو او نيولو لپاره هڅې پيل کړي دي.
  هغه وويل : د ښار په دروازوکې مو د موټروپلټنه  جدي کړې ده چې بنديان ونه شي کړاى  له ښار څخه ووځي .
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ تراوسه پورې  د تښتېدلو بنديانو  د هويت څېړنه  نه ده بشپړه شوې  اوداکار د تښتېدلو بنديانود پېژندلو کار سختوي . 
د ننګرهار د والي مرستيال  تميم عارف مومندوايي   چې د تښتېدلو د هويت په باب  څېړنې دوام لري .
د دې احتمال شته  چې يوشمېر بنديانو ته  د داعش  په دې بريد کې  مرګ ژوبله اوښتي دي .
د ننګرهار د والي مرستيال وويل  بايد لومړى د وژل شويو او ټپيانو هويت وڅېړل شي .چې وروسته به د تښتېدلو بنديانو هويت روښانه شي او هغه تاييد کړ  چې ٢٠٠بنديان تښتېدلي دي .
تراوسه پورې روښانه نه ده  چې په تښتېدلو بنديانو کې څومره يې  د داعش او طالبانو د ډار چوونکو ډلو غړي دي.
په يوشمېر خبرونوکې ويل شوي دي چې د ننګرهار په جيل  د داعش د بريد هدف  د دغې ډلې  د بنديانو ازادول و .
د ننګرهار امنيتي  ځواکونه وايي  چې يواځې  د تښتېدلو بنديانود هويت له تشخيصولو وروسته او د ګزمې ځواکونو اود ښار په دروازو کې  د پلټنې ځواکونوته  د تښتېدلو بنديانو د عکسونو په ورکولوسره کولاى شي  چې د دغو بنديانو په نيولو بريالي شي.
  ختم _ج _اکرم

Page 8 of 8923