12 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختردتلي دمياشتې  ١١ :
ديوې ښځې مړي چې ويل کېږي په بيرحمانه ډول وژل شوې ده دهرات دپوليسو له خوا کشف شو.
ويل کېږي دښځې مړي په داسې حال کې  وموندل شو چې پوزه اوغوږونه يي پرې شوي وو.
دلويديځ زون دپوليسو ويندوى عبدالروف احمدي  باختراژانس ته وويل  ددغې  ښځې  مړي پرون دهرات ښار د اوومې ناحيې په يوه کنډواله کې دپوليسو له  خوا کشف شوى دى.
احمدي زياته کړه تراوسه پورې ددغې ښځې کورنۍ او دوژنې عاملين نه دي پيدا شوي .
دلويديځي  حوزې دپوليسو ويندوى زياته کړه چې پوليس  ددغې قضيې دعاملينو په لټه کې دي او دد غې ښځې دوژنې دڅرنګوالې په باب څيړنې دوام لري.
ده زياته کړه دا لومړى ځل دي چې دافغانستان په لويديځه  حوزه کې يوه ښځه په دې  ډول وژل کېږي .
په افغانستان کې دښځو پرخلاف تاوتريخوالې له مهمو ټولنيزو ننګونو څخه دي که څه هم زيات دولتي اوغيردولتي مرکزونه دښځو پرخلاف دتاوتريخوالې دکمښت په لاره کې کار کوي خوبيا هم دغه ننګونې شته.
څو ورځې مخکې پوليسوپه هرات کې ديوې ځوانې ښځې دوژل کېدوخبر ورکړى وي
 

کابل - باختر آژانس دتلې ١١
دوسله والو طالبانو مشهور قوماندان ملامنصور په هرات ولايت کې دناټو دپوځيانو دهوايي بمباري له امله ووژل شو په دغه قوماندان پرون کله چې دشيندنډ ولسوالۍ له مربوطاتو کې په خپل پټنځاى کې دترورستي بريدونو په طرحه کولو بوخت وو دناټو دجنګي الوتکو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
ناټو وايي چې ملامنصور په هرات ولايت کې په تيره بيا ددغه ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دناامنيو ډير ستر عمل و.
ويل کيږي چې دغه قوماندان په هرات ولايت کې دزياترو ياغيانو دترورستي بريدونو سازمان ورکول په غاړه لرل.
باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دناټو دغه هوايي بريد په بهير کې دملامنصور څوتنه همکاران هم وژل شوي دي.
له بلې خوا په هرات ولايت کې سيمه ييزمقامات هم دملا منصور وژل کيدل يو ښه برياليتوب بولي او وايې چې ددغه ياغي په لمنځه تللو سره په دغه ولايت بد امني  کمښت ومومي .
دافغانستان په لويديځ کې دهرات ولايت په دې وروستيو وختو کې دياغيانو دپراخ شتون او دزياتو ناامنيو ډګر دي.
 

محمود راقي - باختر اژانس دتلې ١١
دکاپيسا ولايت دملي امنيت منسو بينو دالبيروني پوهنتون يو محصل له ياغي طالبانو سره د اړيکو په تور ونيوه .
ويل کيږي چې دغه محصل تيره شپه دالبيروني پوهنتون په ليليه کې نيول شوى دى.
دالبيروني پوهنتون يوه استاد عبدالفتاح شفيق باختر اژانس ته وويل نيول شوى ځوان دالبيروني پوهنتون دانجينيري دپوهنځي محصل او دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ اصلي اوسيدونکې دى.
داپه داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې هم دالبيروني پوهنتون دکرنې دپوهنځي يو محصل په لوګر ولايت کې د ماين ايښودلو په وخت دماين دچاودنې له امله  و وژل شو.
 

کابل - باختر آژانس دتلې ١١
په قندهار ولايت کې دچاوديدونکو توکو ديوې سترې زيرمې دچاودنې له امله يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ويل کيږي چې دغه زيرمه دقندهار – سپين بولدک په لاره کې دپاکستان په سرحدي سيمه کې دياعيانو له خوا ساتل کيږي.
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل .دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې طالبانو غوښتل يوه اندازه چاوديدونکې توکې له دغې زيرمې څخه دسپين بولدک ولسوالۍ له کاريز ساحې څخه وليږدوي.
يوه اړوند خبرځاى وويل :په وژل شويو کسانو کې دطالبانو دوه تنه مشهور قوماندان چې ياغيانو ته يې دوسلو داکمالاتو مسووليت په غاړه درلود هم شامل دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل له دغې زيرمې څخه طالبانو وسله  اومهمات هغو سيمو ته چې بريدونه يې ترسره کول ،ليږدول او دغې زيرمې ته زياتره جنګي وسايل له پاکستان څخه ليږدول کيدل.
 

کابل - باختر آژانس دتلې ١١
په هرات ولايت کې سلو تنو ځوانانو ددغه ولايت دشهيدانو معلولينو ،کار او ټولنيزو چارو د رياست په مرسته حرفوي فني مهاتونه زده کړل.
دهرات ولايت دشهيدانو ،معلولينو ،کار اوټولنيزو چارو د رياست مسوولين وايي دغو کسانو په يوه روزه نيزه دوره کې چې شپږ مياشتې يې دوام وکړ په ګلدوزي،د ودانيو دبريښنا دمزو په غځولو ،او يخچالونو او دبرقي وسايلو په ترميمولو پوري په اړوند مهارتونه يې زده کړل.
ويل کېږي چې ددغې دوري برخه وال دمسلکي مهارتونو په زده کړي سربيره دکارلوازم هم ترلاسه کوي.
دهرات ولايت دشهيدانو معلولينو،کار او ټولنيزو چارو رييسې ميرمن محمدي باختر آژانس ته وويل دغه پروګرام دجاپان دجايکا موسسې په همکاري په دغه ولايت کې عملي شوي دي چې يومليونو نهه سوه زره افغاني پرې لګيدلي دي.
ميرمن محمدي په شرايطو برابرو ځوانانو ته ددغه شان روزنيزو پروګرامونو دعملي کولو د دوام  ډاډ ورکړ.
په مستحقو کسانو دستاين ليکونو او دکاري لوازمو دويشلو په مراسموکې ددغې دوري برخه والو دحرفوي روزه نيز پروګام دترسره کولو په هرکلي سره له برابر شوي فرصت څخه دځوانانو دمناسبې استفادې غوښتنه وکړه.
ددغې دورې له پاى ته رسيدو سره جوخت د((١٩٥٠٠٠٠)) افغانيو په لګښت يو سلو شپيتو تنو نورو ځوانانو ته دحرفوي فني زده کره نوى پروګرام پيل شو.
 

کابل - باختر آژانس دتلې ١١
د ازبکستان داسلامي تحريک يو قوماندان دافغانستان په شمال کې په پوځي عملياتو کې ونيول شو.
دغه قوماندان چې هويت يې نه دى په ډاګه شوي نن سهار دکندز ولايت دچار دري ولسوالۍ په مربوطاتوکې دناټو او دافغان پو ځيانو په عملياتو کې ونيول شو.
ناټو وايي چې د ازبکستان داسلامي تحريک دغه قوماندان په افغان پوځيانواوبهرنيو ځواکونو دترورستي بريدونو دترسره کولو نيت درلود چې ونيول شو.
ويل کېږي چې دغه قوماندان په کندز ولايت کې دازبکستان د اسلامي تحريک دياغيانو دځينو بريونو درهبري مسووليت په غاړه درلود.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې د ددغو عملياتو په بهيرکې دازبکستان داسلامي تحريک دوه تنه نورياغيان هم نيول شوي دي.
 

کابل باختر د تلي  لسمه
دعدليې وزير پرون ديو هيئت په مشري بلخ ولايت ته ورسيد .
دعدليې وزير  حبيب الله غالب دبلخ ولايت ته دخپل سفر هدف د جمهور رييس د ٤٥ ګڼه فرمان تطبيق  وباله او په هغې غونډه کې يې  ګډون وکړ چې دبلخ دوالي عطا محمد نور په ګډون جوړه شوې وه .
په دې  غونډه کې چې ددولتي ادارو رييسانو ، دولايتي شورا غړو ، دمحکمو ،  عدليې او دڅارنوالي کارکوونکو ، عالمانو سپين ږيرو  او ددغه ولايت دمرکز او داړوندو ولسواليو ولسوالانو برخه لرله ، په پيل کې دبلخ والي عطا محمد نور  په دغه ولايت کې ددولتي ادارودکړنو دڅرنګوالي او ديو لړ ستونزو په باب څرګندونې وکړې .
  وروسته دعدليې وزير حبيب الله غالب ددغه فرمان د محتوياتو او دفرمان د تحقق دوړاندي  دعدلي ، قضايي  کشفي او تحقيقي ادارو دمکلفيتونو او وجيبو  په باب خبرې وکړې اوله برخه والو څخه وغوښتل  چې په ټول جديت سره دى په دې برخه کې لازم  اجراات وکړي .
په پاى کې  ددولتي ادارو رييسانو ، دمدني  ټولنې غړو او دقضايي ادارو مسوولينو خپلې يو لړ ستونزې  اووړانديزونه طرحه کړل .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
يوه دوه سوه دوه کسيزه ډله   محصلان  دلوړو زده کړو په خاطر  ددولت په لګښت  تر څو راتلونکو ورځو پورې  ترکيې ته  استول کيږي .
ددغو محصلانو په لارښوده او مخه ښي  غونډه کې  چې دلوړو زده کړو وزارت دمشرتابه هيئت  اوپه ملي شورا کې  دخلکو داستازو په ګډون  جوړه شوې وه  دلوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيد الله عبيد له هغوى څخه وغوښتل چې  دعلم اوپوهي  په زده کړه کې  چې له څو لسيزوجګړو وروسته  دافغانستان دټولنې  ستره اړتيا ده  ،  هڅه او هاند وکړي او دهيواد د اصيلو بچيانو په توګه  ټولنيز فرهنګ  او اخلاق  رعايت کړي .
پوهاندعبيد زياته کړه  چې  ننني محصلان  دهيواد دراتلونکي  علمي سياسي ديني او ټولنيز  شخصيتونه دي  او دافغانستان خلک هيله لري چې بچيان يې  له لوړو زده کړو وروسته  په لوړو او هيوادپالو افکارو سره  دعلم او پوهي  په ګاڼه  سمبال او هيواد ته  دخدمت  جوګه شي .
  ده زياته کړه چې دلوړو زده کړووزارت  دهغه تحصيلي اتشه له لارې  چې په ترکيه کې  دافغانستان په سفارت کې دنده ترسره کوي محصلانو ته  ټول  امکانات  او اسانتياوي برابرې کړي او له محصلانو سره  دايمي اړيکې او ارتباط  تامين کړي .
وروسته دمشرانو جرګې دديني ، پوهنې اودلوړو زده کړو  دچارو دکميسيون رييس  مولوي مير حمد الله منيب  داسلام دمبين دين له پلوه  دعلم دزده کړې  دارزښت اواهميت په باره کې خبرې وکړې  او له جمهور رييس   او دلوړو زده کړو له وزير څخه يې  چې دهيواد دعلمي کدرونو  دروزنې او دلوړو زده کړو لپاره يې دغه شان زمينه  برابره کړې ده  ، قدرداني وکړه .
  دغه راز  دمشرانو جرګې  يوه غړي  خالق داد بلاغي  هم  په دې باب خبرې وکړې او محصلان يې  دخلکو او هيواد  په وړاندي  خپلو دندو او مسووليتونو ته  ځير کړل .
  ديادونې وړ ده  چې دغه محصلان  دافغانستان ددولت په لګښت  له لسو مليونو ډالرو څخه چې جمهوري رياست  په همدې مقصد  بيل کړي دي  دکانکور د ډيرې لوړې نمرې  له مخې  او د هر ولايت  دونډې په پام کې نيولو سره  ترکيې ته  استول کيږي  او دطب او انجنيري  په څانګو کې  زده کړې کوي
  دلوړو زده کړووزارت  پخوا هم څه دپاسه  يو سلو پنځوس تنه  نور محصلان  له همدې بودجې څخه  هندوستان او يو شمير نور هم  ماليزيا ته  استولي دي .
  دغه راز  په روان کال کې سل تنه نور محصلان دبورس ورکوونکو  هيواد په لګښت  دلوړو زده کړو لپاره بهرنيو هيوادونو ته  استول شوي دي .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  په خوست ولايت کې  ځانمرګي بريد چې ديو شمير ملکي وګړو  دمرګ ژوبلې سبب شو ، په کلکه وغانده .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري  رياست دمطبوعاتي دفتر  له لارې  باختر اژانس ته رسيدلې ده  ويل شوى دى .
  درارسيدلو خبرونوله مخې ،  نن سهار په يو موټرسايکل سپور ځانمرګي يرغلګر خپل چاوديدونکي توکي  په خوست ښار کې دافغانستان بانک ودانۍ ته  څيرمه په عدالت څلور لارې کې وچول چې له امله يې  يو شمير ملکي وګړو ته  مرګ ژوبله واوښته .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي  په ملکي وګړو  بريد  نه بخښوونکي  عمل وباله او  په کلکه يې وغانده .
  جمهور رييس دخپلې ډاد ګيرنې او خواخوږ ي مراتب  دقربانيانو کورنيو  ته څرګندوي او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا  هيله کوي .
 

کابل باختر د تلي  لسمه
دجمهوري رياست دمقام ددفتر رييس  عبدالکريم خرم  اوپه کابل کې  دچين دولسي جمهوريت سفير  ښاغلي زوفي هنګ  دجمهوري رياست  دمقام ددفتر  رياست ته  ددغه هيواد دمرستو دسپارلو  سند لاسليک کړ .
  په هغې غونډه کې چې له همدې امله  نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه  د جمهوري رياست دمقام ددفتر  درياست  له بيلابيلو  څانګو سره دچين دولسي جمهوريت  وړيا مرستې  په کابل کې دچين دسفير له خوا په رسمي ډول  دجمهوري رياست دعالي مقام  ددفتر  رييس ته  وسپارل  شوې .
  دغه راز  ددغې مرستې  دفتري لوازم چې کمپيوترونه ، ويديويي او عکاسي  کمرې ، تلويزيون  او دموبايل تيلفونونه پکې دي هم  ددغو مراسمو په ترڅ کې افغاني لوري ته وسپارل شول .
  دغه مرستې  چې سپک او درانده  ماشين آلات او دفتري لوازم  پکې دي  ټول ارزښت يې  شپږو مليونو چيني يوان ته  رسيږي .
ددغو لوازمو اوماشين الاتو  دسپارلو په غونډه کې  دجمهوري رياست دعالي مقام ددفتر درياست  مرستيالانو اوددغه دفتر دساتنې اوڅارنې رييس  هم برخه لرله .