12 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

 کابل / د زمري ۲۰ مه / باختر
د طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه په ننګرهار کې کشف او له منځه یوړل شوه.
دغه زېرمه د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې ساتل کېده.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له دغې زېرمې څخه ۶۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
تراوسه د قضیې په اړوند څوک نه دي نیول شوي.
طالبانو له دغو چاودېدونکو توکو څخه چې زیاتره یې له پاکستانه ترلاسه کول؛ بمونه، ماینونه او ځانمرګي واسکټونه جوړول او په افغانستان کې یې په خپلو برېدونو کې ترې استفاده کوله.
پای/ سعیده

-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
په ننګرهار ولايت کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي دي.
د وړاندې شويو شمېرنوله مخې؛ د وروستيو  پنځومياشتوپه بهير کې په ننګرهار کې  پرښځو د تاوتريخوالي  ٢٠٠ پېښې  ثبتې شوي دي.
په داسې حال کې چې د تېرکال په پنځو مياشتو کې دغه شمېر ١٢٠ پېښو ته  رسيده .
وژنه، وهل اوډبول، ځورونه، سپکاوى، له کور څخه تېښته، له مدني حق څخه د استفادې مخنيوى، په ننګرهار کې په وروستيو پنځو مياشتو کې د تاوتريخوالي رامنځته شوي پېښې  بلل کېږي .
زياتره دغه پېښې په ننګرهار کې  د کروناد قرنطين په بهير کې رامنځته شوي دي.
د ننګرهار د ښځو د چارو رييسې  فتانې عزيزي باختراژانس ته وويل چې دوى دغه راز د جوماتونو اود رسنيواوغونډو له لارې په اسلام کې  د ښځو د مقام ،حق او ازاديو په باب  تبليغ ته دوام ورکوي .
له بله پلوه  د ننګرهار د والي مرستيالې حبيبې کاکړ د ښځو د حالت د څېړنې په غونډه کې وويل چې دوى د ښځو د اقتصادي ودې او روزنې لپاره  يولړ پروګرامونه  ترلاس لاندې لري .
په کليو اوبانډو کې واکمنه ټولنيزه فضا،  د ښځو پروړاندې د يوشمېر نارينه و ناوړه  ذهنيت ، بې سوادي  اوبې وزلي  په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو له اصلي علتونو څخه شمېرل کېږي.
  ختم_ ج –اکرم

-کابل / دزمري ٢٠مه / باختر :
لس تنه په هلمند  ولايت کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول.
دغه کسان له لښکرګاه ښار او د هلمند له يوشمېرولسواليو څخه په وروستيو  ٢٤ ساعتو کې د موټرو د پلټنې  اود عملياتوپه بهير کې نيول شوي دي .
  د هلمند د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په دغوکسانو د غلا، وژنې، انسان تښتونې اود نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.
پوليس وايي  چې د دغو کسانو دوسيې له بشپړېدو وروسته  به  عدلي اوقضايي بنسټونو ته ولېږل شي .
ختم _ ج _اکرم

 کابل / د زمري ٢٠مه/ باختر
دغه چاودنه نن سهار د ٨ بجو په شاوخوا کې د څلورم مکروريان په ساحه کې رامنځته شوې ده.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د دغې پېښې په تائيدولوسره وويل دغه پېښه  په يو لنډکروزر موټر کې د لګول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې زېږنده ده چې په نتيجه کې دوه کسان ټپيان شول.
هغه وويل: په دې باب څېړنې پيل شوي دي
پاى \ ذ

کابل / د زمري ٢٠مه / باختر
په خواشینۍ سره پرون د قندهار د ارغستان ولسوالۍ اړوند شین نري سیمه او د کابل د پنځمې ناحیې اړوندکمپنۍ سیمه کې د دښمن له لوري د ځای پرځای شويو ماینونو په جلا جلا چاودنو کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني د دغو تروریستي پېښو د غندلو پرمهال وویل، پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو تروریستي برېدونه بشري ضد او نه بښونکی جنایت دی.
د هېواد جمهورريیس د دغو تروریستي پېښو د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بشپړې روغتیا دعا کوي.#پاى-ج

کابل/ د زمري ۱۹مه/ باختر

د لویې جرګې تالار

بسم الله الرحمن الرحیم

د ملت ډېرو قدرمنو استازو، ډېرو درنو خوېندو، ډېرو محترمو وروڼو جناب ډاکټر صیب عبدالله او ټولو رئیسه هیات زه به په اخر کې مننه وکړم او نومونه واخلم چې راسا مطلب ته لاړ شم، که اجازه مو وي جناب کرزی صیب!

نن تاسې تاریخ جوړ کړ، راغلئ، کېناستئ، غور مو وکړ، ولس او مملکت مو په یوه دوه لارې کې وو، تاسې لاره وټاکله. دا قطعنامه اوس یواځې د لویې جرګې قطعنامه یا پریکړه لیک نه ده، د افغانستان د دولت او د هر افغان پریکړه لیک ده.

تاسې د افغانستان ویاړ او د جمهوریت افتخار یاستئ، که هره فیصله په افغانستان کې په دې تدبیر، په دې سرعت او په دې جامع توب باندې وشي، انشاالله و تعالی زموږ مخه به هیڅ وخت بنده نه یي.

امروز شما یک مکتب را برای دولت داری و حکومت داری در افغانستان اساس گذاشتید. و آن این است که در ظرف یک هفته مردم افغانستان جمع شده می توانند، از تمام ۳۴ ولایت، از بیست و سه قشر مملکت و به اجماع رسیده می توانند.

مبارک دې وي ملته! مبارک دې وي ولسه!

دغه ته ملي وحدت وایي، دغه ته اسلامي اخوت وايي، دغلته د افغانانو مساوات دی چې ښځې او نر، عالم او ښځه ټول په یو خط روان یوو او یو شی غواړو چې سوله راشي. یو انتخاب سره مخامخ وو او نن انتخاب ساده شو. زموږ تګلاره د سولې تګلاره ده، د ورورولۍ او یو بل سره د خوېندو او ورونو د همغږۍ لاره ده. بله لاره غېر د سولې له لارې نه نشته.

من امروز واقعاً افتخار می کنم که ظرفیت و ارادهء ملت و دولت را ثابت ساختیم. یک نقطهء ایکه واقعاً دلچسپ بود، مردم واسطه می کردند یا شکایت می کردند که چرا در لویه جرگه نیستند، له دې نه عظیم تر اعتماد په جرګې باندې چېری ده، مننه خوېندو او ورونو.

وقتیکه گفتیم لویه جرگه را دایر می کنیم، گفتند از نگاه لوژستیکی امکان ندارد، (داکتر صاحب عبدالله چند بار اشاره کردند)، اما امروز می بینید که دولت تان این توانمندی را دارد که در چهار روز ۳۴۰۰ نفر را جمع کند و عظمت مردم افغانستان امروز در این تالار است و این نشانهء چیست؟ وحدت ملی ما، باورمندی ما به قانون اساسی ما، باورمندی ما به نظام جمهوری اسلامی افغانستان، نظامی که در آن همهء ما جای داریم و جایگاه مساوی داریم و در عین حال اراده داریم که خشونت چهل ساله را خاصتاٌ خشونت ۱۸ ساله را نقطهء پایان بگذاریم.

کرزی صیب تاسو به ډېرو ځایونو کې چکرونه ووهئ، زه غواړم سرخاب ته لاړ شم او کراره مې دروازه وتړم یو دوه کالو لپاره. ډېر کتابونه مې په ذهن کې دي، خدای دې وکړي چې راته زمینه برابره شي چې هغه ولیکم چې کوچنیانو ته یو څه شی پیدا شي.

او بله خبره څه ده!

ملت او دولت چې سره یو ځای شي یو عظیم قوت دی او سیاسي قشر د افغانستان چې په اتحاد ودرېږي هیڅوک یې هم مخه نشي نیولی.

حرمت لیگ وطندار لر، اولکمیزده تینچ لیگ، بولیش اوچون برچه امکانیت لر یمیزدن، فایده له نمیز. ساخت بلنگر.

خواهران و برادران، هموطنان عزیز! امروز تعهد ملت افغانستان به جمهوریت تجدید عهد شده، قطعنامه یک تجدید عهد است به اصول و ارزش های والای قانون اساسی و جمهوریت اسلامی افغانستان.

شما مردمسالاری را در عمل ثابت ساختید و این برای جهان یک مثال است. امروز جهان در حالت تفرقه است، کلانترین ممالک دنیا با هم جمع شده نمی توانند، به وحدت ملی افغانستان و به اتفاق و اجماع سیاسی افغانستان ببینید.

واقعاً لویه جرگه به حیث یک نهاد ملی، یک نهاد تاریخی و یک نهاد تاریخ ساز حیثیت خود را تثبیت کرد.

فیصله هایی را که در حالت عادی صدها روز در بر می گرفت، شما در سه روز انجام دادید، مبارک دې وي!

هیڅوک له تاسې قدرمنو خویندو وروڼو نه طالبان بهتر نه پېژني. تکراروم یې، هیڅوک له تاسې خویندو ورونو نه طالبان بهتر نه پېژني، خو تاسې بیا هم سولې باندې ټینګار وکړ او د سولې لاره مو غوره کړه. مانا یې دا ده چې تاسې اعتماد لرئ چې انشالله و تعالی طالبان به هم سوله وکړي. او دا یو ډېر لوی اعتماد دی چې تاسې په راتلونکي باندې کړی دي. یو نفر به دې تالار کې نه وي چې غواړي وینه دوام وکړي. موږ ټول ټوکر ټوکر یو له وینې نه. او نن مو د سولې پیغام راکړی، انشاالله و تعالی ټول خنډونه به لېري شي.

در داخل جرگه ما آداب داریم، عالی ترین آداب اسلامی و ارزش های ملی ما، متاسفانه یک دختر جوان، این ارزش ها را زیر پا گذاشت و بالای خواهر گرامی ما بلقیس روشن حمله کرد. به شدیدترین الفاظ من این را تقبیح می کنم و این بزرگی خواهر بزرگم را تقدیر می کنم، اما این کافی نیست، تعقیب عدلی و قضایی یک کسی که احترام لویه جرگه افغانستان نمی کند، حتمی است.  مخصوصا نام خواهران ما را که چادر عزت پوشیده اند نه کاراته و ضرور است که احترام سرتاسری رعایت شود. به خاطر اینها و یکی از جوانان که بیانیه داشته اند بحیث خادم اول کشور من خاصتاً همراه هر دوی شان خواهم دید و هر نظر که دارند من شخصا می شنوم.

فیصله های شما، حالا فیصله های ملت است، همه چیز در قطعنامه گنجانیده شده، نقش ما تطبیق است. به نمایندگی داکتر صاحب عبدالله برای تان اطمنان می دهم، به نمایندگی تمام همکاران دولت و حکومت، مشرانو جرگه و ولسی جرگه و قضای افغانستان، جناب قاضی القضات صاحب و دیگر بزرگان تشریف دارند که تمام این فیصله ها انشاالله تعالی عملی خواهد شد.

چند چیز ثابت شد؛ هم نیت داریم، در صحیح بخاری، علمای کرام نشسته اند شش بار از اساسی بودن نیت از حضرت محمد "ص" روایت شده است. نیت ملت و دولت افغانستان بار بار تثبیت شده و امروز آخرین دشواری­ها را دور کردیم

دوم اراده است. راه صلح راه پر پیچ و خم است، اما هدف ما صراط المستقیم است و به صلح رسیدنی هستیم و ظرفیت صلح را به صورت اساسی داریم. اما از همه کرده مهم­تر، ما جرأت اخلاقی از  این را داریم که بگویم جنگ راه حل نیست تنها و تنها راه صلح، همدلی، هم سویی و همپذیری یکی دیگر  را تعقیب کنیم.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې زه ویاړم، لکه تاسې چې ټول ورباندې ویاړئ او دا د افتخار ځای بولم چې په دې سل کالو کې، ولس دومره په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو باندی نه ‌دی درېدلی  چې نن درېږي او د دې معظمې لویې جرګې ملاتړ چې مخکې ډاکتر صاحب عبدالله یادونه وکړه، زموږ ټول امنیتي او دفاعي قواوو ته زړه ورکوي.

هرکدام از اینها فرزندان شما هستند و رضاکار هستند. به روح پاک تمام شهدا، خاصتاً به روح شهدای نیروهای امنیتی و دفاعی خود ابراز اتحاف دعا می کنیم و این خواهش و امر شما را که به خانواده­های شهدای قوای امنیتی و دفاعی و شهدای ملکی ما رسیدگی شود، از دل و جان قبول می کنیم. هم وزارت داخله و هم وزارت دفاع را حد اقل هر دو هفته بعد من از پیش شان گزارش می خواهم. نارسایی های که وجود داشت و مثل اینکه از خانواده یک شهید درخواست کرده بودند، شهید شده بود در دفاع و تفنگچه اش را قاتل برده بود و از خانواده اش حساب تفنگچه اش را می خواستند. دا کارونه د منلو وړ نه دي، شهیدان زمونږ ویاړ او زمونږ دَین دي او انشاالله و تعالی دا ترسره کوو.

جرأت علمای کرام ما و تعبیر شان از عنعنات مقدس و از اصول مقدس دینی ما موجوب افتخار ماست. مه هېروئ چې د علماوو متفقه فتوا وه چې د سولې لاره یې پرانسته. علما د افغانستان فرمایشي فتوا ورنه کړه لکه د نورو ممالکو غوندې، اصولي فتوا یې ورکړله  او ټولو  ته یې وویل چې دا جنګ بس کړئ او نن بیا د افغانستان علمای کرامو نه غوښتنه کوم چې په همهغه جرئت او قوت چې درېدلي وئ بیا هم د سولې توصیه طالبانو ته وکړئ او انشاالله و تعالی ستاسې خبر به مني.

از بزرگان ما، از ریش سفیدان ما، واقعا ابراز امتنان می کنم، د ولس مشران تاسې يئ، د ولس نبض مو په لاس کې دی او د تاسې د جرائت او ژمنتیا نه هم مننه کوم. از خواهران ما جانانه موقف گرفتید و امروز خودتان از خود نمایندگی می کنید و با چادر و عنعنات اسلامی حقوق تان را می خواهید.

زن افغان امروز ضرورت به ترجمان ندارد و نه موقف زن افغان ترجمه از انگلیسی، فرانسوی و زبان های دیگر است، سچه از بلوچی است، از ازبکی است، از ترکمنی است، از پشتو است و از دری است و موقف واحد ملی و اسلامی است.

ملت جبر ته نه تسلیمېږي خو مينه ورباندې ډېر اثر لري، هر وارې چې طالبانو اوربند کړی، دې ولس څنګه په غېږ کې اخېستي. اول تاریخي اوربند کې چا تصور کولای شو چې دوی راشي او ټول خلک به ورسره وغږېږي او یو بل سره به مېشته اوسو؟

هغه ورځ ثابته شوه چې موږ یو واحد ملت یوو، نو دلته له ټول ولس نه واقعاٌ مننه کوم.

 

اوس خبره چېرې ده؟ انتخاب ګرانو وطنوالو د طالبانو دی. انتخاب از طالبان است، امروز طالبان باید نشان دهند که از آتش­بس سرتاسری ترس ندارند، خواهش لویه جرگه افغانستان را بر آتش­بس سرتاسری و برای خدمات سرتاسری در سرتاسر افغانستان قبول می کنیم.

کرونا ده، مرض ده، لوږه ده، بې وزلي ده، پرېږدئ چې دا کارونه په ګډه وکړو!

اوربند کې د ټول افغانستان خیر دی او دلته ثابتېږي، او که ډار  د دې ده چې مذاکراتو کې به یې   اوربند لاس تیټ کړي، د جنګ په شروع کولو کې په افغانستان کې واقعاً کوم خنډ دی؟ لوی جرائت په جنګ کې نه دی، لوی جرئت په سوله کې دی!

جرأت کلان، کلانترین جهاد اکبر در صلح است. جنگ غیر از قربانی، غیر از بدبختی، غیر از درد و رنج برای ما چه آورده؟

ما باربار ویلي او بیا یې تکراروم، افغان ولس د افغانستان دولت طالبان په حیث  دیو واقعیت د دې ټولنې مني ځکه دا لویه جرګه ده او دا فیصله ده.

اوس باید دوی ثابته کړي چې آیا افغانستان، د هغه تنوع او د ولس یووالی مني که یې نه مني؟

که افغانان یوو، نو باید یوبل ومنو! او د جرګې ښه والی په څه کې دی؟ د افغانستان جرګو هېڅ وخت د وېنې تویونو نظریه نه ده ورکړې، همېشه یې وینې درولې او د روغې لاره یې برابره کړې. تاسې ټول جرګه‌ماران یي او تاسې د ټول افغانستان استازیتوب کوئ.هر یو د افغانستان آواز یاست او هر یو هم د افغانستان استازی یاست.

از جامعه بین المللی در قسمت صلح، من دو وضاحت خواسته ام:

اول. آیا کدام موافقه پنهان با طالبان دارند؟ من گفتم اگر کدام موافقه دیگر کردید با ما شریک کنید که در اختیار ملت افغانستان قرار دهیم و جواب واضح است که کدام موافقۀ پنهانی دیگر وجود ندارد.

 و دوم، آیا بر یک هدف مطلوب که یک افغانستان مستقل، آزاد، دیموکراتیک، متعهد، واحد و در صلح بین خود با دنیا و با ظرفیت اینکه ارزش ها و دستاورد های ۱۸ سال پیش را حفظ کند و توسعه دهد هستید یا نیستید؟ با یک آواز پاسخ دادند که در این هدف همراه تان هستیم، حالا انشاالله تعالی ثابت می شود.

ضرورت واضح است که ما راه خود را با جرأت و آگاهی تعقیب کنیم و اگر خدای ناخواسته خطرات آمد، در آنوقت دوباره بحث ملی خود را شروع می کنیم.

نکته کلیدی ما چیست که تکرار کنیم؟ لویه جرگه افغانستان امروز تاریخ را ساخت. چهل سال گذشته را لویه جرگه افغانستان می خواهد نقطه پایان بگذارد و یک آیندۀ را که تمام افغان ها بتوانند به یک اتکاء به خود در همکاری با منطقه و در همسويی با دنیا، تمام خسارات چهل سال قبل و چندصد سال قبل را که از ادوار مختلف خرابی های ما مانده، جبران کنیم.

خداوند ما را همه چیز داده، ضرورت این است که در صلح و سلم، ما بتوانیم تمام دارایی های خود را انکشاف بدهیم و آیندۀ خود را خود ما رقم زنیم. دغه نتیجه ده، ځکه د تاسې د جرئت او ستاسې له قاطع فیصلو نه زه مننه کوم.

حالا می آیم سر پیشنهادهای تان.

درنو هېوادوالو!

زه به نن هغه حکم امضا کړم چې ما په ژوند کې نه شو لاسلیکولای، ځکه زما له صلاحیته دا اوچت وو، اوس ستاسې پر اجماع باندې او ستاسې  اخلاقي فیصلې باندې به زه  د دې څلور سوه بندیانو د خوشې کولو حکم امضا کړم او دوی به خوشې کړو.

ستاسې بله غوښتنه داده چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه افسران او منسوبین چې د وظیفوي غفلت له امله بندیان شوي دي، خوشي شي. اول تاسو ټولو ته عرض کوم د کرونا له امله تقریباً دولس زره بندیان، په شمول د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې له پنځه کالو نه یې حبس کم و، ما وبښل. جناب قاضی القضات صاحب نه، لوی څارنوال نه او نورو همکارانو نه.

په افتخار د ۲۸ اسد چې زموږ د ۱۰۱د آزادۍ کلیزه ده،  انشا الله تعالی ستاسې غوښتنه به زه عملي کړم.  در این وقت واقعاً در آغوش گرفتن قوه امنیتی و دفاعی ما وجیبۀ ملی ماست، به سر چشم، په دواړو سترګو!

 

درنو هېوادوالو! دې کې شک نشته چې وضعیت مبهم دی. ابهام موجود است، دستهای مختلف در کار است که افغان ها خود را جمع نکند. توطیه های مختلف، وغیره وغیره، .... اما در این هم شک نداشته باشید که ارادۀ ملی و قوت نظام محکم است، ما در خطر انفلاق و انفجار نیستم. ما می توانیم این صلح را به نتیجه برسانیم و انشا الله تعالی آغوش ملت بزرگ افغانستان به اندازه‌ی بزرگ است که طالب در او جای می شود. اما اگر فکر کنیم که ابهام وجود ندارد و خطرات وجود ندارد، اشتباه خواهد بود. از آن جهت ضرور است که با وحدت، با هماهنگی، با همدلی بتوانیم تمام مشکلات را بدون کم و کاست تحلیل کنیم، جمع بندی کنیم و اقدام کنیم. په مشترک حرکت باندې هر شی انشا الله تعالی نتیجې ته رسیږي.

تعهد دیگر من این است که همین طور که شما مثال من باشید که تصامیم لازمه را زود و به سرعت بگیرم شاید ۱۰فیصد اشتباه باشد، اما تصمیم نگرفتن در این شرایط جرم است. در این شرایط که افغانستان ضرورت به حرکت دارد، همۀ ما باید دست به هم بدهیم که مشترکاً تصامیم قوی و اساسی را برای تقویه دولت و ملت بگیریم. از این خاطر در قسمت حکومتداری، اقدامات سریع و اصولی را انجام خواهیم داد و علیه فساد به هر شکلی که باشد، یک مبارزه ملی انجام خواهیم داد.

یوه خبره غواړم واضح کړم، تاسو مستقیمه لاره خلاصه کړه، مګر که خدای ناکرده بیا دوه لارې ته راغلو بیا به تاسو ته در شو. ځکه تاسې دوه لارې په مستقیمه لاره بدلوئ. تکرار می¬کنم، انشاالله تعالی بعد از این راه ما مستقیم است، اما خدای ناکرده اگر به دو راهی مواجع شدیم، مشورت ملی ضرورت خود را نشان داده و قوت خود را نشان داده، سر همه شما اعتماد داریم و اعتبار می کنیم.

 در آخر می خواهم که تشکر کنم. جناب داکتر صاحب از شما، از زحمات شبانه روزی تان، از هیئت اداری لویه جرگه، از تمام همکاران که شب و روز کار کردند، از صمیم قلب تشکری میکنم. جناب کرزی صاحب ستاسې له تشریف اوري نه، ستاسې له وینا نه، ستاسې له دې اعتماد نه چې انشا الله مخکې ځو، مننه کوم!

 برادر گرامی جناب صالح صاحب، بردار گرامی جناب استاد دانش از زحمات شبانه روزی تان در ماه های آخر خاصتاً و در مورد قاطعیت پشتیبانی تان برای صلح، من از شما تشکر می کنم. جناب قاضی القضات تاسې او ټول عدلي او قضایي دستګاه، لویې څارنوالۍ، امنیت ملي، د ملي امنیت شورا جناب محب صیب او نورو همکارانو نه. داسې دوسیه وروڼو او خویندو نه وه چې دوی په دقت نه وي لیدلې او بیا هم هغه دی جناب قاضي القضات صیب شاهد دی، چې یوې قضیې کې ما مداخله نه‌ده کړې.

همدومره مې ورته ويلي چې د افغانستان د خیر لپاره څه چې کولای شئ، په حقوقي ډول یې وکړئ. دوی واقعاً زرګونه دوسیې یې یوه له بل پسې ولوستې، په دقت یې ولوستې، قانون تطبیق شو.

هلته چې زموږ لاس تړلی و، مجبور شو راغلو لویې جرګې ته. له جناب رحماني صیب، جناب مسلیمار صیب، ټولو وکیل صاحبانو نه چې دلته حضور لري د زړه له کومې مننه کوم، از همه تان تشکر. جناب وکیل صاحبان، از موکلین تان از رساندن آواز موکلین تان به همه قوا و مخصوصاً به شخص من، راجع به صلح و اهمیت صلح و سهم فعال تان، ابراز امتنان می کنم.

از شورای ولایتی ما که یک نقش بسیار کلیدی در اینجا بازی کردند، هم در لویه جرگه گذشته و هم در لویه جرگه این سه روز و امروز واقعاً خواهران و برادران ممنون تان هستم.

از هر یک از وکیل صاحبان لویه جرگه، از بیست و سه قشر افغانستان، از سی و چهار ولایت عظیم افغانستان تشریف آوردید، دست به دست دادید، دل به دل دادید و فضای صمیمت را که ایجاد کردید، واقعا تشکر می کنم.

این بی نظیر است، انشاالله تعالی دوام داده می شود. از مردم کابل، از جناب شاروال صاحب کابل که همیشه میزبان همه وطنداران خود بودند و هربار مشکلات را قبول کردند، از خاطری که فیصله های ملی انجام شود، واقعاً ممنون و منت‌ گذار هستم.

واحد عملیاتی ارگ یک ظرفیت است که ایجاد شده که حال می توانند در شش روز یک کاری را انجام دهند که اگر این ها وجود نمی داشتند، شاید شش ماه را هم در بر می گرفت.

ستانکزی صیب نه او رحیمي صاحب نه، د سولې له ټول درانه هیئت او ټولو نه مننه کوم.

داکتر صاحب عبدالله، معلومدار از همه شما برادران که در ستیج نشسته اید، از هیئت های مختلف در جرگه سابقه، در جرگه امروز، از همه ابراز تشکر می کنم.

امنیتي او دفاعي قواوو نه بیا هم مننه کوم. د لویې جرګې ټولو محترمو غړو ته د احترام سر ټیټوم.

ما چې ویل لویه جرګه غواړم دا زموږ بین‌المللی همکاران داسې په لړزه شول. ما ورته وویل یوه خبره، پرېږدئ چې دا افغانان پخپله وغږېږي، په خدای داسې فیصله در وکړي چې ستاسې په تصور کې به هم ونه ګرځي.

نن تاسې ثابته کړه چې د افغانستان لوړې او اوچتې ګټې له هرې بلې ګټې تاسې ته ارزښت لري. منافع ملی افغانستان را شما بر تمام منافع دیگر ترجیح دادید. از بیرون اگر بعضی اوقات به ما نگاه می کنند و فکر می کنند که زبان های متعدد داریم، هویت های ولایتی مختلف و غیره داریم، فکر می کنند خدای ناکرده در بین ما اتفاق نیست. امروز لویه جرگه افغانستان ممثل وحدت ملی، اتفاق ملی، ارادۀ ملی، و گفتمان ملی است.

بریالي اوسئ، تل دې وي افغانستان، یشه سن افغانستان، زنده باد افغانستان، پاینده باد علمای کشور، پاینده باد تمام اقشار و موفق باد عنعنۀ لویه جرگه ما.

خدای مو پخیر وساته

 

کابل/ د زمري ۱۹مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې مشورتي لویې جرګې په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دې مراسمو کې چې د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوي وو پر جمهوررئیس غني سربېره، د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوررئیس مرستیالانو، د هیواد مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي، لوړپوړو دولتي چارواکو او سیاسي او جهادي شخصیتونو هم برخه درلوده، لومړی د سولې مشورتي لویې جرګې ۲۵ ماده یي پرېکړه لیک ولوستل شو.

په یاد پرېکړه لیک کې د سولې مشورتي لویې جرګې ۳۴۰۰ غړو د دې ترڅنګ چې د سولې پروسه به په هیواد کې د امنیت رامنځته کېدو لامل شي د پایداره اوربند غوښتنه وکړه او د سولې مذاکراتو پیل پر وړاندې د خنډونو لمنځه وړلو لپاره یې د ۴۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو ټينګار وکړ.

په دې پرېکړه لیک کې له طالبانو وغوښتل شول چې د دولت د ملکي او نظامي بندیانو د خوشې کولو په اړه هم خپل مکلفیت ترسره او ژر تر ژره هغوی خوشې کړي.

په همدې ترتیب د دې پرېکړه لیک په یوه برخه کې یاد شوي چې اسلامي ارزښتونه، د علماوو رول، اساسي دولتي بنسټونه، ولسواکي او د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې باید وساتل شي او پیاوړې شي.

وروسته د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس وویل، د جرګې په درې ورځو کې مو ژوندي او رغنده بحثونه لرل. دغو بحثونو د خلکو له ژور احساس، غوښتنو او اړتیاوو سرچینه اخیستې وه او تاریخي پرېکړې یې وکړې چې په پرېکړه لیک کې منعکسې شوې دي.

هغه زیاته کړه: د سولې مشورتي لویې جرګې غړو هغه څه چې د افغانستان په خیر و په زړورتیا، د وطنپالنې په روحیه او ملي وحدت تصویب کړل.

ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت تامین په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو زیار او هڅې او د دښمنانو د توطیو خنثی کول وستایل وې ویل، د دې لویې جرګې پایله دوامداره خیر دی.

وروسته د هیواد مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي خبرې وکړې او د سولې مشورتي لویې جرګې د رابللو له امله یې له جمهوررئیس څخه د مننې ترڅنګ وویل، هغه څه چې په دې پرېکړه لیک کې ذکر شوي موږ د پایداره سولې د تامین لپاره خپلو خیالونواو هیلو ته رسوي.

حامد کرزي وویل، سوله ژوند او عزت دی او د ازادۍ نعمت لا زیاتوي. خدای دې د افغانستان خلک سولې ته ورسوي. د سولې په راتلو سره به زموږ نجونې او هلکان په ښارونو او کلیو کې ښوونځیو ته ولاړ شي او توپیر به یې دا وي چې نور به میندې، پلرونه او کورنۍ اندېښمنې نه وي او ماشومان به په خوشحالۍ خپلو کورونو ته ورګرځي.

هغه زیاته کړه: ښځې به لا زیات پرمختګ وکړي، پیسې به زیاتې او ژوند به غوره شي او خلک به په خوشالۍ د یو بل ترڅنګ ژوند وکړي. موږ به په خوشحالۍ د هیواد هرې څنډې ته سفر وکړو. له ګاونډیانو سره دوستي کوو او مداخله نه غواړو، له نړۍ سره دوستي کوو او په هغه کې خپل عزت او ملي حاکمیت غواړو، بین المللي همکاریو ته لبیک وایوو او پخپلو خولو او زیار به ډېر څه ترسره کړو، خو که یوازې سوله ولرو.

د هیواد مخکېني جمهوررئیس پر طالبانو غږ وکړ چې جګړه بس کړي او نن جرګې دغه زمینه برابره کړه، چې مذاکرات پیل کړي، ترڅو موږ ټول د ورورۍ او دوستۍ په فضا کې په دې هیواد کې ژوند وکړو.

ورپسې جمهوررئیس غني د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس او غړو څخه د مننې ترڅنګ وویل، نن تاسو تاریخ جوړ کړ، خلک او هیواد په دوه لارې کې واقع وو، تاسو لاره وټاکله. دا پرېکړه لیک یوازې ستاسو فیصله نه، بلکې د افغانستان دولت او د هر افغان پرېکړه لیک دی.

جمهوررئیس زیاته کړه: تاسو د افغانستان او جمهوریت ویاړ یاست او په افغانستان کې چې هره پرېکړه په دې تدبیر، چټکتیا او جامعیت کېږي، انشاء الله پر وړاندې به یې هېڅ خنډ رامنځته نشي.

جمهوررئیس وویل، دا ملي وحدت، اسلامي ورورولي او د افغانانو برابري ده چې ښځې، نارینه او عالمان ټول په یوه لیکه کې یوو او یو څه غواړو او هغه د سولې تامین دی.

هغه څرګنده کړه، زموږ لیدلوری د سولې، ورورولۍ، خورولۍ او یووالي لیدلوری دی او له سولې پرته بله لاره نشته.

جمهوررئیس غني د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل، تاسو د ملت او دولت ظرفیت ثابت کړ او نن په دې تالار کې د افغانستان د خلکو عظمت دی او دا د ملي وحدت، په اساسي قانون او جمهوري نظام زموږ باورمندي ده، هغه نظام چې په هغه کې موږ ټول برابر ځای لرو او په ورته مهال غواړو د څلوېښت کلن او په ځانګړي ډول د تېرو ۱۸ کلونو تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدو.

جمهوررئیس څرګنده کړه: که ملت او دولت یو ځای شي، یو لوی قوت رامنځته کېږي او که چېرې سیاسي قشر په یوه صف کې ودرېږي، هېڅوک یې پر وړاندې نشي درېدلی.

هغه زیاته کړه: نن جمهوریت ته د افغان ملت ژمنتیا تازه شوه. د سولې مشورتي لویه جرګه اصولو او د اساسي قانون او د افغانستان اسلامي جمهوریت ارزښتونو ته د ژمنتیا نوي کول دي.

جمهوررئیس  وویل: تاسو په عمل کې ولسواکي ثابته کړه او دا نړۍ ته یوه بېلګه ده. واقعاً د یو ملي او تاریخ جوړونکي بنسټ په توګه لویې جرګې خپل حیثیت تثبیت کړ.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، هېڅوک د وینې تویدو دوام نه غواړي، تاسو چې نن د سولې پیغام راکړ، انشاء الله ټول خنډونه به لرې شي. هغه زیاته کړه، ستاسو پرېکړې د ملت پرېکړې دي، هر هغه څه چې په پرېکړه لیک کې راغلي، عملي کېږي.

جمهوررئیس وویل، د افغانستان دولت او ملت نیت بار بار ثابت شوی او دا ځل مو هم د سولې پر وړاندې خنډونه لرې کړل. د سولې لاره له خنډونو ډکه ده، خو زموږ موخه سولې ته رسېدل دي او موږ سولې ته د رسېدو ظرفیت او دا اخلاقي جرئت لرو چې ووایو جګړه د حللاره نه ده او یوازې او یوازې باید د سولې، یووالي او یو بل منلو لاره تعقیب کړو.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا وستایله وې ویل، ستاسو هغه وړاندیز او امر چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته دې رسېدنه وشي، له زړه منم او هغه به عملي کړم.

هغه وویل، د علماوو جرئت او د هغوی له لوري زموږ د دیني مقدساتو او دودونو تعبیر زموږ ویاړ دی او له یاده نه وباسو چې زموږ د علماوو متفقه فتوا وه چې د سولې لار یې پرانېسته او نن یو وار بیا له علمای کرامو هیله لرم په هماغه قوت چې درېدلي وو، طالبانو ته هم د سولې توصیې وکړي

جمهوررئیس د مشرانو او متنفذینو ژمنتیا او جرئت او دا چې افغان مېرمنې پخپله خپل استازیتوب کوي او خپل حقوق غواړي وستایل وې ویل، افغان مېرمنې نن ژباړن ته اړتیا نه لري او ملي اواسلامي دریځ لري.

جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، نن انتخاب د طالبانو په لاس کې دی، نن دې طالبان وښیي چې له سرتاسري اوربند څخه وېره نه لري او د سرتاسري اوربند او سرتاسري خدمتونو وړاندې کولو لپاره دې د لویې جرګې وړاندیز ومني. افغانان د یو واقعیت په توګه طالبان مني، اوس باید طالبان د افغانستان تنوع او د خلکو یووالی ومني.

هغه وویل، لوی جرئت او لوی جهاد په سوله کې دی، جګړه له بدبختۍ، درد او رنځ پرته بله ګټه نه لري.

جمهوررئیس څرګنده کړه، بین المللي ټولنې موږ ته وضاحت راکړ چې له طالبانو سره پټې هوکړې نه لري او دا چې ایا په یو مطلوب هدف چې خپلواک، ازاد، ډیموکراتیک، متحد او په خپل منځ او نړۍ سره سوله کې واحد افغانستان دی او د هغو ارزښتونو د ساتنې او پراختیا ظرفیت لري چې په تېرو دوو لسیزو کې مو ترلاسه کړي، زموږ ترڅنګ دي، په یوه غږ ځواب راکړی چې له تاسو سره یوو.

جمهوررئیس غني وویل، واضح اړتیا ده چې موږ خپله لاره په جرئت او پوهاوي تعقیب کړو او که بیا هم له خطرونو سره مخ شوو، بیا خپل ملي بحث پیلوو.

جمهوررئیس د سولې مشورتي لویې جرګې د وړاندیزونو په اړه وویل، نن هغه حکم لاسلیکوم چې زما له صلاحیت څخه لوړ و او اوس د اجماع او ستاسو د اخلاقي پرېکړې پر اساس د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیکوم او هغوی به خوشې شي.

هغه زیاته کړه: ستاسو د غوښتنې بله برخه، د هیواد هغه شمېر افسران اونظامیان چې په دندو کې د غفلت له امله په زندانونوکې دي او خوشې شي، باید ووایم چې وړاندې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره مو ۱۲ زره بندیان خوشې کړي او د هغو امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون چې د بند موده یې له پنځو کلونو څخه کمه وه، بښلي مې دي او خوشې شوي دي او د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت به د هغوی د خوشې کولو په اړه ستاسو غوښتنه عملي کړم

جمهوررئیس ټینګار وکړ، ملي اراده او د نظام قوت پیاوړی دی، موږ د پاشلتیا په خطر کې نه یوو او کولی شو دغه سوله پایلې ته ورسو او د افغان ملت غېږه دومره لویه ده چې په هغه کې طالبانو ته ځای شته دی.

د هیواد جمهوررئیس وویل: اړتیا ده چې په یووالي او همغږۍ وکولی شو ستونزې تحلیل او جمع بندي کړو او پایلې ته ورسېږو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د حکومتولۍ په برخه کې به صریح او اصولي اقدامات ترسره او له هر ډول فساد سره به ملي مبارزه وکړو.

----

 

 کابل / د زمري ١٩مه / باختر
د هرات پوليسو پرون په دغه ولايت کې په څلورو جلاجلا پېښو کې اووه کسان د جنايي جرمونو په اړوند له جنګي وسايلو سره ونيول.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده باختر آژانس ته وويل: د دغې قوماندانۍ منسوبينو دغه کسان د نشه يي توکو د پېرودنې او پلورنې او وسله والو غلاو په تړاو د هرات له څلورمې او اتمې ناحيو په مربوطاتو کې ونيول.
هغه زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه دوه تومانچې، درې موټرسايکلونه او يوغلا شوى مبايل ترلاسه شول.
د يو بل خبرله مخې:
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه د پروان په مرکز چاريکارو ښارکې د ګلانو يو پلورنکى وواژه.
د پروان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير محمد صادق هاشمي باخترآژانس ته وويل: قاتلان له کرولا موټر څخه په استفادې سره له سيمې څخه تښتيدلي او پوليسو د هغوى د نيولو په خاطرهلې ځلې پيل کړې دي.
پاى \ ذ

 کابل / د زمري ١٩مه / باختر
  د سولې مشورتي لويې جرګې کار نن د ٢٥ فقره ييز پرېکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسېد.
د دې جرګې ګډونوالو په خپل پرېکړه ليک کې د ٤٠٠ طالب بنديانو او د طالبانو له  لوري د ملکي او پوځي اسيرانو پر آزادېدو، سراسري اوربند، د وروستيو دوو لسيزو لاسته راوړنو او د ښځو او د اقليتو مذهبونو د حقوقو پر ساتنې، د امنيتي ځواکونو پر ملاتړ او د هېواد په دننه د سولې بهير او د افغانانو ترمنځ خبرو کې د ښځو پر ګډون ټينګار وکړ.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ د سولې مشورتي جرګې د مراسمو په پاى      کې، لومړى د سولې عالي شورا او د سولې مشورتي لويې جرګې رييس ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې وکړې او ويې ويل چې د جرګې  پرېکړه د طالبانو وروستۍ پلمې او د بين الافغاني مذاکراتو پيل ته د پاى ټکى کېښود.
هغه په ټينګار سره وويل چې د جرګې پرېکړه د افغانستان د خلکو په خير او صلاح ده  او دغې جرګې د سولې په بهيرکې د افغانستان خلکو ته د اجماع زمينه برابره کړه.
په همدې ترتيب د افغانستان پخواني جمهوررييس حامد کرزي هم وينا وکړه او ويې ويل چې طالبان بايد جګړې او ورور وژنې ته د پاى ټکى کېږدي، ځکه د افغانستان ټول خلک سوله غواړي او په سوله کې د ټولو حقوق خوندي پاتې کېږي.
وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني خبرې وکړې او د مشورتي لويې جرګې پرېکړې ته په درناوي وويل: د طالبانو د٤٠٠ بنديانو د خوشي کېدو حکم نن لاسليک کوم. 
جمهوررييس دغه راز د هېواد د هغو دفاعي او امنيتي منسوبينو پر خوشي کېدو چې       په دندو کې د بې پروايۍ په دلیل په بند کې دي، د جرګې بلې غوښتنې ته په اشارې وويل: دغه بندیان به په هغه فرمان کې چې د زمري د ٢٨مې په مناسبت صادرېږي، آزاد شي.
جمهوررييس په ټينګار سره وويل چې نظام د سولې بهير د مديريت توان لري او غواړي په سالم مديريت سره په هېواد کې ٤٠ کلن تاوتريخوالى پاى ته ورسوي.
هغه له طالبانو څخه وغوښتل چې د خلکو ارادې او د سولې مشورتي لويې جرګې  پرېکړو ته درناوى وکړي او په هېواد کې سراسري اوربند اعلام کړي.
جمهوررييس په زغرده وويل چې له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي دي: که چېرې له طالبانو سره کوم پټ موافقه ليک ولري، د افغانستان دولت ته يې هم څرګند کړي.
جمهوررييس په پاى کې د سولې په خبروکې د دوو لسيزو لاسته راوړنو او د هېواد د اساسي قانون پر ساتنې ټينګار وکړ.
د سولې مشورتي لويه جرګه د زمري په ١٧مه (د جمعې په ورځ) د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه د خلکو د ٣٤٠٠ استازو په ګډون په خپل کار پيل وکړ او نن د ٢٥ فقره ييز پرېکړه ليک په صادرولو سره يې خپل کار پاى ته ورساوه.
پاى\ وهاج \ ذ

- کابل / د زمري ١٩مه / باختر
د سولې مشورتې لويې جرګې زياترو غړیو د سولې او دوامدار اوربند د ټينګښت او          د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره، د طالبانو د ٤٠٠ پاتي بنديانو پر آزادېدو موافقه رايه ورکړه.
هغوى د افغانستان له نظام او نړيوالو متحدينو څخه يې غواړي د افغانستان د خلکو  پر غوښتنې چې سوله او د پرديو د لاسوهنې بندېدل دي، تمکين وکړي او نور د دې فرصت ورنکړي چې طالبان او د هغوى ملاتړي پلمې ولټوي.
د هرات د مدني ټولنې فعالې او د جرګې د٤٦ مې کمېټې غړې نرګس رضايي په دې اړه د باختر آژانس خبريال ته وويل: موږ رايه ورکړه چې د طالبانو پاتي ٤٠٠ بنديان خوشي شي، ځکه طالبانو ويل: که چېرې دغه بنديان آزاد نه شي، جګړه دوام مومي.
هغې وويل چې، هغوى په اصل کې د جګړې پاى ته رسېدو او د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته رايه ورکړه.
له بغلان څخه د لويې جرګې يوې بلې ګډونوالې او د ښځو د حقوقو فعالې معصومې يقين وويل: موږ په يو نظر، له حکومته وغوښتل چې د طالبانو بنديان آزاد کړي او دغه راز مو وويل: د افغانستان په چارو کې د هغو هېوادونو د نه لاسوهنو ضمانت دې واخيستل شي چې د افغانستان په قضيه کې ښکيل دي او پاکستان دې په خپله خاوره کې د ډار اچوونکو ځالې بندې کړي .
خو شيما چې له غزني څخه په دې جرګه کې ګډون کړى دى، وويل چې کمېټو          د رايو په اکثريت د طالبانو د بنديانو آزادېدل تائيد کړل، خو له څو شرطونو سره:
لومړى دا چې دوامداره اوربند نافذ شي، ملګري ملتونه او امريکا له پاکستانه د طالبانو د ملاتړي په توګه ضمانت واخلي چې نور هېڅ وخت د ډار اچوونکو ډلو ملاتړ نه کوي.
له سمنګانو څخه د جرګې د ١٣مې کمېټې غړې عزيزې حسيني وويل چې په مجموع کې په دغو دوو ورځو کې پر دغو دوو پوښتنو بحث شوى دى: (آيا موافق ياست دغه ٤٠٠ بنديان آزاد شي؟) که چېرې ځواب مو (هو) وي؛ په کومو شرايطو او که ځواب مو ( نه) وي؛ وضاحت دې ورکړ شي او بله دا ( کله چې د سولې خبرې پيلېږي؛ پر کومو مسألو بحث وشي؟ او د کمېټو ټولو غړيو پر دغو موضوعګانو خبرې وکړې       او خپلې نظريې وړاندې کړې او د کمېټو غړيو موافقه وکړه چې بنديان دې آزاد شي، په دې شرط چې بيا خپلو سنګرونو ته نه ستنېږي.
له دې سره سره چې د سولې مشورتې جرګې غړيو د رايو په اکثريت د طالب بنديانو پر خوشي کېدو مثبته رايه ورکړه، خو په افغانستان کې يې د سولې د راتلونکي           په نسبت هم اندېښنه لرله.
وليدل شي چې د طالب بنديانو له آزادېدو وروسته بيا هم طالبان او د هغوى ملاتړي څنګه د افغانستان د خلکو پر ارادې تمکين کوي.
پاى\ وهاج \ ذ

Page 10 of 8936