22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه :
د رستم په نامه لومړني خصوصي ټلويزيون نن په سمنګانو کې په خپرونو پيل وکړ.
دباخترآژانس دسيمه ييزخبريال دخبرله مخې ؛ دپوهاوي ورکول ، په ټولنيزو ، سياسي او فرهنګي فعاليتونو کې دځوانانو هڅونه  او دسيمه ييزو مسوولانو  دکړو وړو کره کتنه او دقانون له معيارونوسره سم دناخوالو له منځه وړل  درستم دخصوصي ټلويزيون  له اصلي موخو څخه دي .
ددغه ټلويزيون مسوول مدير نجيب الله دانش وويل ؛  چې دغه شبکه  ددغه ولايت  ددوو فرهنګيانو له شخصي پانګې څخه دڅه دپاسه سلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت  په ايبکو ښارکې  جوړه شوې ده او خپرونې يې تر اتيا کيلومترۍ پورې واټن  ترپوښښ لاندې نيسي .
درستم ټلويزيون په ورځ کې  دسهار له اتو بجو څخه دغرمې تر ١٢ بجو پورې او  دمازيګر له ٦ بجو څخه دشپې تر ١٠ بجو پورې لس ساعته بېلابېل پروګرامونه خپروي .
په دې ټلويزيون کې دڅلورو نجونو په ګډون لس  داطلاع رسونې اوپه نورو برخو کې په کار بوخت دي .
ديادونې وړ ده چې په سمنګانو کې  په دولتي راډيو تلويزيون سربېره څلور خصوصي راډيو ګانې  خپرونې لري .
پاى\ ف \ ذ

 

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه :
پوليسو دجنايي جرمونوپه اړوند درې تورن په کابل ښارکې ونيول.
د کابل دامنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باخترآژانس ته وويل ؛ دپوليسو موظفينو هغه سړى چې يوه اوونۍ مخکې يې يوتن دکابل ښار داتمې ناحيې په مربوطاتو کې وژلى و ، دکابل ښار دلسمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيوه.
دغه راز هغه وويل چې دوه نور دهېوادوالو دمالونو اومبايل ټيلفونونو دغلا په وخت کې  دکابل دپوليسو په واسطه په سراى شمالي او دحاجي يعقوب په څلور لاري کې ونيول شول.
پاى \ذ\

 

فراه /باختر/ دچنګاښ ٣مه :
دفراه مسوولين وايي ؛ په بکوا ولسوالۍ کې  دپوځيانو په هغو عملياتو کې چې تېره شپه ترسره شول درې ډاراچوونکي ووژل شول.
دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو عملياتو کې چې دبکوا ولسوالۍ په شاګي کلي کې ترسره شول ، ددريو  ډاراچوونکوپه وژل کېدو سربېره  دهغوى يوه زياته اندازه جنګي وسايلو او په بمونو بار دوو  موټرو ته اور واچول شو .
دغه رازپه دغې ولسوالۍ کې دطالبانو دنشه يي توکو دتوليد يوه ستره کارخانه دهغه توغندي دلګېدو له امله چې دپوځيانو له لوري توغول شوى و ، ويجاړه شوې ده.
ديادونې  وړ ده چې دغه کارخانه دوسله والو طالبانو يوه ډيره مهمه مالي سرچينه         ګڼل کېده .
پاى \ذ\

فيض ابآد /باختر/ دچنګاښ ٣مه :
دبدخشان دامنيې قوماندانۍ  دريزرف قطعې قوماندان نن شهيد شو.
دبدخشان دامنيې قوماندان وياند ثنا الله روحاني باختراژانس ته وويل چې ددغې قوماندانۍ دريزرف قطعې قوماندان سيدمحمد د ارګو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دماين په چاودنه کې شهيد شو  او دپوليسو يو سرتېرى ټپي شو.
روحاني زياته کړه ؛ دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې ريزرف قطعې قوماندان په دې سيمه کې امنيتي پوستې کتلې.
پاى\ذ \

 

Monday, 24 June 2019 13:25

تبصره :

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه :
پاکستان ته  دمحمد اشرف غني پلان شوى سفر  ددواړو هېوادونو ترمنځ دباور او اعتماد فضا دبرابرولو لپاره يوبل ګام دى چې کولاى شي دسيمه ييز ټيکاو  لپاره لاره  اواره کړي.
دباخترآژانس مفسر ليکي :
دافغانستان دشخړې دسياسي حل لپاره  نوې  پرمختياوې  رامنځته شوي دي  چې زموږ دخلکو ترمنځ دهېلې دريڅه  زياته پرانېزي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررئيس محمد اشرف غني به په نږدې راتلوونکې کې په يوه رسمي سفرکې پاکستان ته لاړ شي او له شپږو ورځو څخه په لنډه موده کې  به ، دامريکا او طالبانو داستازو ترمنځ دخبرو  اووم  پړاو په دوحه کې پيل شي او يوډله افغان سياستوال ، دسياسي خبرو دترسره کولو لپاره پاکستان ته لاړل.
ددغو مسئلو ترڅنګ  دامريکا د جمهوررييس دونالدترمپ خبرې  چې وايي دافغانستان دقضيې په حل کې ښيې نښې نښانې څرګندې شوي دي اويا دملګروملتو په سازمان کې دپاکستان داستازې مليحې لودهې  خبرې چې ويلې يې دي  طالبان په ډيرلنډ ممکن وخت کې په بين الافغاني خبرو کې برخه اخلي ، دپاکستان ددريځ بدلون اوپه افغانستان کې دسولې دتامينولو په باب د دغه هېواد دمقاماتو  هميشنى ټينګاراو په همدې ترتيب  دآلمان ، چين ، ازبکستان ، ترکيې او روسيې په ګډون دنورو هېوادونو ديپلوماتيکې هڅې ، هغه ګامونه دي چې  له ډار اچوونکوسره دمقابلې او په افغانستان کې دسولې دټينګښت په مقصد دسيمه ييزې او نړيوالې اجماع درامنځته کولو لپاره اخيستل شوي دي  چې کولاى شي دافغانستان او سيمې لپاره د يوه با ثباته سياسي راتلوونکي لپاره دهېلې دريڅه پرانېزي.
په افغانستان کې دحالاتو پيچلتيا ثابته کړې ده چې دغه  شخړه په بهرکې جرړې لري
په داسې حال کې چې دافغانستان ټيکاو دسيمې او دنړۍ له ټيکاو سره يو غوټه شوى کار دى اوپاى ته رسول يې دسيمه ييزې او نړيوالې اجماع رامنځته کولو ته جدې اړتيا لري او دافغانستان حکومت په دې برخه کې  جدي ګامونه اخيستي دي.
خلک طرحه کوي چې پاکستان دهېواد دجمهوررئيس سفر ددواړو هېوادونو ترمنځ دباور او اعتماد فضا دبرابرولو په لاره کې يو ښه ګام دى خوپاکستان بايد په دې پوه شي چې دغه سفر پاکستان ته دافغانستان دمشرانو له پخوانيو سفرونوسره زيات توپيرلري  ، اوسنى  حالت له تېرو کلونو څخه  زيات متمايز دى .
نړۍ په دې پوهېږي  چې په افغانستان کې دکړکېچ ددواړ عامل په کوم ځاى کى دى
دافغانستان دولت دنړيوالو لپاره  دحالاتو په تعريف کې اوچت لاس لري  او دنړيوالې  ټولنې همغږي له ځان سره لري.
دامسئله ددرک وړ ده چې سوله   يوطرفه واټ نه دى  او ترڅنګ يې  په افغانستان کې دبې ثباتۍ دوام دافغانستان په جغرافيا کې محصور نه پاتې کېږي بلکې کولاى شي  دنورو هېوادونو لمن هم ونيسي . څومره به ښه وي چې  دافغانستان دشخړې ددايمي حل لپاره چې ټيکاو يې دسيمې په ټيکاو نيغ په نيغه اغېره لري ، ګام واخيستل شي اوبايد دافغانستان دولت  تل امتياز ورکولو ته اړ نه وي.
په افغانستان او سيمه کې دټيکاو لپاره بايد په ګډه ګام واخيسل شي  او د تاوتريخوالي غوښتوونکو بنسټپالو ،ډلو څخه ملاتړ دهېچا په ګټه نه دى .
دغه ډلې د چا دوستان نه کېږي . هغوى خپل باورونه لري اوپه بل څه عقيده نلري.
په افغانستان کې دجګړې پاى  اوپه دغه هېواد اوسيمه کې دټيکاو اعاده کول به هغه وخت شونى وي چې له ډاراچوونې اوبنسټپالنې  څخه يو شان تعريف رامنځته شي او هېوادونه دبحران دکنترولولو استعداد له ځانه وښيي.
پاى\ف\ ذ

 

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه :
په کابل کې دهسپانيې سفيرګبريل فيران  دملکي هوايي چلند د ادارې له لوى رئيس ډاکتر محمد قاسم وفايي زاده سره وکتل .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په دې کتنه کې داروپا اتحاديې  له تور فهرست څخه  دافغانستان دوتلو دموضوع او دافغانستان اوهسپانيې ترمنځ دهوايي خدمتونو دموافقه ليک دبشپړولو په باب چې مخکې له دې دبهرنيو چارو وزارت په واسطه لېږل شوى دى ، خبرې وشوې.
دغه راز په دې کتنه کې دافغانستان دهوايي چلند دبرخې دحالت اوپرمختګ ، د هېواد  د اقتصاد په باب  دهوايي دهليزونو دپرمختيا دارزښت  اودملکي هوايي چلند په برخو کې دتخنيکي همکاريو په باره کې  اوږدې او مفصلې خبرې وشوې.
دملکي هوايي چلند د ادارې مشرتابه  په تخنيکي برخو کې دلنډ مهالو زده کړو په لاره کې دهمکارۍ غوښتنه وکړه  او دهسپانيې له سفير څخه يې وغوښتل  چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دهوايي خدمتونو موافقه ليک ډير ژر بشپړ اولاسليک شي.
هغه دغه راز داروپا اتحاديې له تورفهرست څخه وتلو په برخه کې دافغانستان دهوايي چلند له برخې څخه هسپانيې هېواد دملاتړ غوښتنه وکړه.
پاى \ذ\

زرنج /باختر/ دچنګاښ ٣مه :
د ( چا بهار بندر او دافغانستان دصادراتو په پراختيا کې دهغه د رول ) په نامه نن      په نيمروز کې څيړنيز اوعلمي   کنفرانس جوړشو.
دباخترآژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ دغه څيړنيز اوعلمي  کنفرانس چې     دمسوولانو او دجمهوري رياست د چارو دادارې داستول شوي هيئت ، ددولتي ادارو   درييسانو ، عالمانو ، مخورو ، استادانو ، سوداګرو ، ښځو، دمدني بنسټونو داستازو ، ليکوالو ، محصلانو ، زده کوونکو اود يو زيات شمير ځوانانو په شتون په زرنج ښارکې  جوړ شو، دنيمروز والي پوهندوى ډاکتر سيدولي سلطان دچا بهاربندرجوړېدل  دسيمې اوداسيا داقتصاد او دسوداګرۍ  په بهيرکې مهم او اغيزمن وبلل.
هغه زياته کړه چې د چابهار بندر هېواد  دعربو له سمندرګې او له هغې له لارې  داسيا له جنوب سره نښلوي او نيمروز خپل اصلي  ځاى چې هماغه داسيا دغلو دانو  ګودام دى ، ترلاسه کوي.
په دې کنفرانس کې  د جمهوري رياست دچارو د ادارې دلوى رياست استازي  ويس احمد حکمت اودنيمروز پوهنتون  يوشمېر استادانو دچابهار بندر په اړوند خپل مطالب او مقالې وړاندې کړې.
پاى \ذ\

 

کابل /باختر/ دچنګاښ ٣مه :                                                               د هرات دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ رياست دنړۍ دخوړو او دکرنې دسازمان په همکارۍ نهه ويشت کرنيز ماشين آلات  په دغه ولايت کې دکرنې دميکانيزه کولو په
موخه دارزښتي ځنځيري پروژي په ګتې اخيستونکو ويشلي دي .
باخترآژانس ددغه رياست دخبرپاڼې له خولې خبر  راکړ ؛ دهرات دکرنې دادارې رييس عبدالصبوررحماني ددغو ماشين آلاتو د ويشلو په وخت کې وويل ؛  دکرنې ميکانيزه کول او دکرنيزو توليداتو دعواملو پرمختيا ،. دکرنې دحالت دښه والي ، دکرنيزومحصولاتو دزياتوالي او په ټوليزه توګه دهېواد اقتصادي پرمختګ لپاره ډيرمهم ګام دى .
خبرپاڼه زياتوي  دغه ماشين الات داصلاح شويو تخمونمو دتوليد په پنځو شرکتونو ويشل شوي دي .
دغه وسايل دڅه ناڅه دوولسو ميليونو افغانيو په ارزښت پيرودل شوي دي چې  تراکتور ، ترېشرماشين او دلو ماشين پکې شامل دي .
پاى \ع \ ذ

 

کابل/باختر/ دچنګاښ ٣مه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن اطلاعاتو ته دلاسرسې       د کميسيون له مرستيال او ځينو غړو سره وکتل.
دباخترآژانس دخبريال د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې اطلاعاتوته دلاسرسۍ کميسيون مرستيالې نجيبې مرام د دغه کميسيون د دندو، صلاحيتونواوفعاليتونوپه باب معلومات ورکړل اوپيشنهاد يې وکړچې ددغه کميسيون يو دفتردې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په تشکيل  کې جوړ شي.
وروسته حسينې ساپۍ څرګنده کړه چې اطلاعاتوته د لاسرسي دکميسيون يو دفتر داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړشوى او په نږدې راتلوونکي کې به په  فعاليت پيل وکړي.
هغې زياته کړه چې اطلاعاتو ته دلاسرسي په برخه کې ناڅيزې ستونزې شته چې اطلاعاتو ته دلاسرسي له کمېسيون سره په همغږۍ کې به دهغو په  لېرې کولو کې لازم اقدامات ترسره شي.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې  د دغه  وزارت       له  دندوڅخه يوه رسنيو اوخلکو ته په خپل وخت داطلاعاتو رسول دي چې په  همدې مقصد يوه کميټه موظفه شوې ده ترڅو ويب سايت فعال کړي اودهغه له لارې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ټول فعاليتونه او کړه وړه دخلکو او رسنيو په واک کې ورکړي.
پاى \ ذ\

 

قلات باختر د چنګاښ ۳ مه
د زابل د مرکز قلات اړوند د اومکي په سیمه کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې سخت ټپیان شوي دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل، چې دغه وسله وال طالبان د ګډو افغان ځواکونو له لورې د پيل شویو چاڼیزو عملیاتو کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې یاد عملیات له تېرې ورځې راهیسې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پیل شوي چې لاهم دوام لري او په بریالیتوب سره په مخ روان دي.
زابل کې په داسې حال کې چاڼیز عملیات پیل شوي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې ناامنۍ زور اخیستی، خو امنیتي مسوولین وايي، چې د پیل شویو عملیاتو په مټ به د زابل په ټولو سیمو کې وسله وال ترهګر وځپي او سیمې به ترې پاکې کړي.پای/وصال

 

Page 1 of 767