13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/باختر/ د چنګاښ ۳ مه
د دفاع وزارت مسوولین وايي، چې په تېرو پنځو ورځو کې د فراه د بالا بلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې اویا وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتو مسوول ډګرمن محمد فاروق روشن باختر اژانس ته وویل،  افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ښه امنیت د ټینګښت او د دښمن د شته ګواښونو د له منځه وړلو په موخه له ۵ ورځو را په دېخوا په فراه کې ګډ چانیز عملیات کړي، چې پرمهال یې وسله والو طالبانوته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې ۷۰  وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور یې سخت ټپیان شوي دي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه راز  په ترسره شویو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۲۵ موټر او موټر سایکلونه ، ۶۱ بوشکه يي ماین، ۷ بوجۍ چاودیدونکي توکي، یو توغندی، د وسلو او مهماتو  یو شمېر ډیپوګانې هم له منځه وړل شوي او ډیرې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.پای/وصال

 

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دکندز دپوهنې مسوولان  وايي چې سږ کال  په کندز کې ټول ښوونځي دزده کوونکو  پرمخ پرانستي دي .
دکندز دپوهنې رييس په دباختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: دوى وکولاى شول هغه ګواښونه چې تېرکال  دکندز  د پوهنې دلارې  خنډ وو  چې سږ کال  له  مخې لرې کړي او اوس په دغه ولايت کې دزده کوونکو  پرمخ دښوونځيو دروازې تړلې نه دي .
ثاقب زياته کړه چې په کندز کې له  ٥١٩ ښوونځيو څخه کابو  ٢٠٠  ښوونځي ودانۍ نه لري چې دسږ کال په پروګرام کې سلو ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي .
دکندز دپوهنې رييس وويل چې سږ کال ښوونځيو ته ٤٣٠٠٠ جديدالشمولان جذب شوي دي چې شمېر يې دپروسږ کال  په پرتله لوړشوى دى .
  په کندز کې  په  ٥١٩ ښوونځيو کې د ١٧٠زرو نجونو په ګډون  ٣٧٤ زره زده کوونکو ته  ٦٤٠٠ ښوونکې زده کړې ورکوي .
  ختم_ شکريه – اکرم

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دبدخشان په کشم ولسوالۍ کې دغير مسوولو وسله والو  په ډزو کې پرون دوه ملکيان شهيدان او اووه نور ټپيان شول .
دبدخشان دوالي وياند نېک محمدنظري  باختراژانس ته وويل چې  دکشم ولسوالۍ  دشاخدان دکلي يوشمېر  بزګرانو  چې د ځمکو په خړوبولو بوخت  وو دغير مسوولو وسله والو  له لورې په دې پلمه چې ددوى له اوبو څخه يې استفاده کړې وه پرې ډزې وکړې .
ده زياته کړه  چې ددغو ډزوپه پايله  کې دوه شهيدان او اووه نور ټپيان شول .
ده زياته کړه چې دکشم ولسوالۍ پوليس هڅه کوي چې قاتلان دقانون منګولو ته  وسپاري .
  ختم_ عطاالله –اکرم

Monday, 24 June 2019 13:23

په فراه کې سړک جوېږي .

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دغلامانو له  پله څخه دفراه په مرکز کې دزراعتي بانک  تر څلور لارې پورې ديو سړک کار پرون دفراه والي پيل کړ .
دفراه  دوالي وياند  فاروق  بارکزي  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه سړک دڅه دپاسه  يوکيلومتر په اوږدوالي او ددېرشو متروپه سور دفراه دښاروالۍ له پراختيايي بودجې څخه دڅه دپاسه  نهه مليونو اواته سوه زرو افغانيو په لګښت  په څلورو مياشتو کې جوړېږي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دفراه دروغتيايي انستيتوت دنجونواوهلکانوپه ګډون دشپېتو محصلانو دفراغت جشن پرون په دغه ولايت کې جوړ شو .
دغه نجونې اوهلکان د ولايت دروغتيايي علومو له انستيتوت څخه فارغ شوي دي .
دفراه ولايت سرپرست محمد موسى  نظري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه محصلان د فراه دروغتيايي  انستيتوت دروغتيا پالنې او قابلګۍ له څانګو  څخه فارغ شوي دي  چې دوه دېرش يې نجونې دي .
دفراه سرپرست دخلکو دروغتيا په تامينولو کې  دفارغانو دندې په تېره بيا  ددغه ولايت ماشومانو او ميندو ته داهميت وړوبللې او له هغوى څخه يې وغوښتل چې دميندو ددردونو د کمښت لپاره هلې ځلې وکړي .
ويل کېږي دا دفراه دروغتيايي علومو دانستيتوت ددويمې دورې فارغان دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم نن دنړيوال جام دکرکټ په پنځوس  اوريزو سياليو کې د بنګله دېش  دکرکټ له ټيم سره لوبه کوي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه لوبه  دافغانستان په وخت له غرمې وروسته  دوه بجې  پيلېږي .
دبنګله دېش دکرکټ ټيم دسياليو په جدول کې شپږم او دهېواد دکرکټ ټيم دجدول په اخر کې ځاى لري .    ختم_ سعيده +_ اکرم

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دبادغيس  په مقر ولسوالۍ کې امنيتي پوستې جوړېږي او زيانمنونکي پوستې پياوړې کېږي .
  دبادغيس دوالي مرستيال فيض محمد ميرزاده وويل چې ددغو پوستو په جوړولو سره به مقر ولسوالۍ کې امنيتي حالت ښه والي ومومي .
ده وويل چې په ولسوالۍ کې دنويو پوستو د جوړولو ترڅنګ زيانمنونکي او ترګواښ لاندې پوستې پياوړې  کېږي او نور سرتېري له ښه پوځي امکاناتو سره وراستول کېږي.
ده زياته کړه چې په ولسوالۍکې خورې ورې  نښتې لا هم  دوام لري او هلې ځلې کېږي دبادغيس  دمقر لرې پرتې سيمې د ډار اچوونکو له شتون    پاکې شي .   ختم_ سعيده_ اکرم

کابل باختر د چنګاښ درېمه :
دوسله والو طالبانو بريد دجوزجان دفيض اباد ولسوالۍ په مرکز کې په شاوتمبول شو .
دجوزجان  امنيه قوماندان سمونيار عبدالواحد وجدان دباختراژانس خبريال ته وويل چې دوسله والو طالبانو يوې پنځوس کسيزې ډلې تېره شپه  دفيض اباد ولسوالۍ پر مرکز  بريد وکړ خودپوځيانو له مقاومت سره مخ شول اوله ساحې  څخه وتښتېدل.
وجدان زياته کړه په دغه نښته  کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى اوددښمن يوه اندازه جنګي وسايل له دوو موټر سايکلونو سره دپوليسو لاس ته ورغلل .
ويل کېږي همدا اوس سيمې ته نور ځواکونه استول شوي او حالات دپوځيانو ترکنترول لاندې دى .     ختم_سعيده _ اکرم

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دجنوبي افريقا دکرکټ ملي ټيم تېره شپه دنړيوال جام په پنځوس اوريزو سياليو کې دنهه څلوېښتو منډو په توپير  سره دپاکستان دکرکټ  دټيم په وړاندې ماتې وخوړه .
دباختراژانس دخبرله مخې،  لومړى  دپاکستان دکرکټ ملي ټيم لوبه پيل کړه او په پنځوسو اورونوکې داوو لوبغاړو  په  سوځېدو سره  يې ٣٠٩ منډې  دجنوبي افريقا دکرکټ ملي  ټيم ته هدف وټاکه .
دجنوبي افريقا دکرکټ ملي ټيم په پنځوسو  اورونوکې دنهو لوبغاړو په سوځېدو سره  ٢٥٩ منډې ترسره کړې او دنهه څلوېښتو منډو په توپير سره يې دپاکستان ټيم ته لوبه وبايلله ،.
دجنوبي افريقا دکرکټ ټيم  په دغې ماتې سره د سياليو په جدول کې  نهم ځاى لري او دپاکستان  ټيم اووم ځاى لري .
  ختم+_  سعيده_ اکرم

 

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٣مه
نن د چنګاښ ٣مه د کابل ښار په بازارونوکې د اړتيا وړلومړنيو توکو بيې په دې ډول دي:
يوه ٢٥کيلويي بورۍ اعلى وريجې  ٢٢٥٠ افغانۍ
يومن شوله يي وريجې    ٢٨٠ افغانۍ
يو من بوره       ٢٨٠ افغانۍ
يو من وطنى مى      ٥٨٠ افغانۍ
  يو شپاړلس  ليتره پيپ غوړي    ١٠٤٠ افغانۍ
يوه پنځوس کيلويي بورۍ اوړه    ١٤٣٠ افغانۍ
يو من وطنى لوبيا     ٦٣٠ افغانۍ
يو من وطنى نخود      ٥٦٠ افغانۍ
دغه راز، يو کيلوګاز ٦٠ افغانۍ، يو ليتر پترول ٥٠ افغانۍ او يو ليتر ديزل په٤٩ افغانۍ

 

Page 2 of 767