18 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه : دباميانو ولايت دپوهنتون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د لړم  اته ويشتمه
دهيواد دجمهور رييس نغدي مرسته  نن  په فارياب ولايت کې دشهيد عبدالوهاب کورنۍ ته  وسپارل شوه .
  دفارياب دوالي ويندوى  باختر اژانس ته وويل: دهيواد دجمهور رييس  حامدکرزي  له خوا  ديو زرو اته سوه ديرشو امريکايي ډالرو چک  دشهيد عبدالوهاب کورنۍ ته  چې دنيکمرغه لوى اختر په لومړي ورځ دفارياب  په ولايت کې  دځانمرګي بريد له امله شهيد شوى و ،  دسيمه ئيزو مسوولينو له خوا ورکړى شو .
  خبرځاى زياته کړه:جمهور رييس  ژمنه کړې ده چې له دغې کورنۍ  سره  دايمي مرسته وکړي  او ددغه شهيد  دبچيانو د ښوونې اوروزنې په برخه کې به بې پروايي  ونه کړي .
 

کابل باختر د لړم  اته ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د فراه ولایت د پشت رود په  ولسوالۍ کې د جمعې د ورځې د تروریستې پیښې د قربانیانو د کورنیو له یوه مشر غلام رسول سره د ټیلفون له لارې خبرې وکړې.
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
حامدکرزي په دغو ټیلیفوني خبروکې یو ځل بیا د دغې غمجنې پیښې له امله د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندکړل او هغوی ته یې د هرډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د قربانیانو د کورنیو غړو د هېواد د جمهوررئیس له خواخوږۍ او د شهیدانو کورنیو ته د هغه د پاملرنې له امله مننه وکړه .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٧ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم  نن له غرمې وروسته  دپکتيکا له والي  او په ملي شورا کې  دخلکو له يوشمېر استازو، مشرانو  اوملي سوداګروسره وکتل.
باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :
په دې کتنه کې لومړۍ دپکتيکا والي خبرې وکړې او ددغه ولايت  دخلکو يوشمېر ستونزې يې طرحه کړې او ويې ويل: تېرکال دتلې په مياشت کې د وزيرانو شوراپه غونډه کې دپکتيکاولايت  دخلکو ستونزې وڅيړل شوې  او دبريښنا د ليږدونې  او دپوهنتون  د ودانۍ د جوړولو په ګډون په دوولسو مواردو کې اړوندو ادارو او مراجعو ته لارښوونې وشوې، تراوسه پورې  په دغو برخو کې لازم اجراات نه دې ترسره شوي .
دغه راز دوو تنو د نورو په استازيتوب د دغه ولايت دستونزو په باب خبرې وکړې او په دغه ولايت کې يې بيارغاونې ته دپاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه راز دوى د يوشمېر ملي سوداګرو ستونزې طرحه کړې او هغوى ته يې د لازمو اسانتياو دبرابرولو غوښتنه وکړه.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دخبرو په ترڅ  کې دخلکو دستونزو څېړنه دمسوولينو له دندو څخه وبلل او ويې ويل: دهيواد آبادول دټولو خلکوغوښتنه ده او دتېرو لسوکلونو په بهيرکې يولړ کارونه هم شوي دي، خواړتياوې دومره زياتې دي  چې څيړل  اوحل کول يې وخت ته اړتيالري.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  له  هغوى سره ژمنه وکړه چې  د دوى د طرحه شويو ستونزو موضوع د وزيرانو شورا  د مصوبې له مخې دچارو د ادارې  او د وزيرانو شورا د دارلانشا دلوى رياست له لارې اجراات کيږي .
 

 

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه

  په بغلان ولايت کې  په يوه ترافيکې پيښه کې ديوي کورنۍ پنځه تنه غړي و وژل شول .

 په دې پيښه کې چې نن سهار دمرکزي بغلان دنهم سړک په ساحه کې وشوه يو تن بل تپي شوى دى .

 دبغلان ولايت دترافيکو دمديريت سرپرست څارن عبدالرزاق  دباختر اژانس خبريال ته وويل يو کرولا موتر دتيلو له ټانکر سره ټکر وکړ چې له امله يې ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي چې په کرولا کې سپاره وو ، ووژل شول او ددغې کورنۍ يو بل غړي ټپي شو .

  دپيښې ټپيان دمرکزي بغلان په روغتو ن کې تر درملنې لاندې دي او دټانکر چلوونکې نيول شوي دي

 داپه داسې حال کې ده چې دهيواد جمهور رييس حامدکرزي په خپلې پنځلس ورځني راډيو وينا کې  چې تيره شپه خپره شوه په هيواد کې دترافيکې پيښو دزياتوالې او له دې امله زموږ دخلکو دمرګ ژوبلې له امله انديښنه څرګنده کړه او له اړوندو مسوولينو څخه يې وغونښتل چې دترافيکو پيښو دکمښت په لاره کې دي جدي اقدامات وکړي .