14 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په اوسني پړاو کې د والیانو ستر مسوولیت

کابل/ د تلې ۲۲ مه / باختر ټول دا واقعیت مني...

په ننګرهارکې د نږدې دوو میلیونو افغانیو په لګښت استنادي دېوالونه جوړېږي

کابل/دتلې ۲۲ مه/باختر د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په بانډې سيمه...

د طالبانو يو پټنځاى په لوګرکې له منځه يوړل شو

کابل/ د تلې٢٢مه / باختر د پوليسو د ځانګړو قطعاتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
  دمرنجان غونډى په شنو ساحوکې نن له غرمې وروسته اور ولګيد .
په دې اور لګيدنې کې يو زيات شمير ونې او نيالګي چې په دې غونډى کې دشنې ساحې دجوړولو په خاطر ايښودل شوي وو له منځه لاړل .
عيني شاهدانو دباختراژانس خبريال ته وويل: له يوساعت وروسته چې داور لمبو ددغې غونډى يو زيات شمير ونې او نيالګي له منځه يوړل د اور وژنې ځواکونه سيمې ته ورسيدل او په اور وژنې يې لاس پورې کړ.
ويل کيږي په دغه ځاى کې په نشه يي توکو زياترو روږدو کسانو نشه يي توکي کارول . 

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دمور ورځ نن داطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې  ديوې غونډې په ترڅ کې  ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې  مناسبت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو  په نړيوال  تالار کې جوړه شوې وه.
د ډاکتر سيد مخدوم رهين پيغام ددغه وزارت دسلاکار جلال نوراني  له خوا ولوستل شو .
  په دغه پيغام کې ويل شوي دي، چې دغبرګولي څليرويشتمه دمور له ورځې سره  برابره وه،  دجمهوري رياست ددويم پړاو دانتخاباتو په ترسره کيدو سره يو شمير  کسان په دې باور وو، چې سږ کال به دمور دورځې دنمانځې  غونډې کمزورې  شي خو يوشمير کسان په دې عقيده وو، چې ښايي دمور دورځې برکت ددې سبب شي چې انتخابات په ښه توګه ترسره شي او په هيوادکې ديو ښه جمهور رييس انتخاب دميندو له خوا بچيانو ته يو ښه سوغات وي .
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې ميرمن سيمين حسن زاده وويل: دميندو مقام ټولو ته مشخص دى او مور يوه مقدسه کلمه  ده چې په قران عظيم الشان کې دمور دمقام په باب ټينګار شوى دى ،او دهيوادپه اساسى قانون کې  هم په هيواد کې دښځو او ميندو مقام او دريځ مشخص  شوى دى .
  سيمين  حسن زاده دغه راز په دې غونده کې داسلام په صدر کې دښځو او ميندو ژوندانه ته اشاره وکړه او څرګنده يې کړه، چې زموږ په هيواد کې ښځې  په سياسي ټولنيزو او فرهنګي برخو او په نورو برخوکې فعال شتون لري .
په دې غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کارکوونکو ميندو سوغاتونه  هم وويشل شول . 

کابل\باختر\د غبرکولي د مياشتې٣١مه:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣٢ ټيټه  ٢١
مزارشريف- آسمان ځاى ځاى وريځ ،  د تودوخې لوړه  ٤١، ټيټه ٢٢
لښکرګاه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٤
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه  ٥
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه ٨
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٤٣، ټيټه ٢٩
جبل سراج- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣ ټيټه ٢٢
شبرغان –  آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٢
باميان-آسمان شين، دتودوخې لوړه درجه ٢٤، ټيټه ١٢
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩، ټيټه  ١٢
ميمنه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه  ٣٤ ، ټيټه ١٩
قندهار- آسمان شين، د تودوخې لوړه ٤١، ټيټه ٢٠
کندز- آسمان شين، د تودوخې  لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢١
غزني- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٥ ، ټيټه ١٤
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦ ټيټه ٢١
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٦
هرات- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ٢٠
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٤٠ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ١٢ دقيقو ولويږي . 

کابل \ باختر \دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
د هرات ښار د ښوونځيو يو شمير ښځينه ښوونکو  د آزادې سيالۍ له  لارې داستخدام په بهيرکې  د زيات شفافيت  درامنځته کولو غوښتنه وکړه.
يو شمير ښځينه ښوونکي چې د هرات له والي  سيدفضل الله وحيدي سره يې کتلي دي  د هغو ځينوخنډونو دشتون  يادونه کړې ده چې  د آزادې سيالۍ په بهير کې دښځو د ونډې   دکمښت سبب شوي دي .
دوي په  بيلابيلو دولتي ادارو   په تيره بيا  په  ښوونځيو کې  په ملي بهېرونو کې دګډون په خاطر د ښځو  دعلاقمندۍ  زياتوالي ته  په اشارې سره   دښځو دګډون دزمينو دبرابرولو او ښځينه ښوونکو ته د زياتو  امتيازونو  د ورکولو غوښتنه وکړه.
دهرات والي سيدفضل الله وحيدي هم  د ښځو اوپه تيره بيا دښوونکو د ستونزو دڅيړنې په خاطر د همکارۍ  ژمنه   وکړه.
وحيدي د دولتي ادارو په  جوړښت کې د ښځو دګډون دعلاقمندۍ د زياتوالي هرکلى وکړ او ويې ويل ، سيمه ييزه  اداره هم  علاقمندو ښځو ته  اميتاز مني .