23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

صمیم: مشاعرې د افکارو شریکولو لپاره ښه وسیله ده

ګردیز/ د تلې لومړۍ / باختر مشاعرې د ځوانو شاعرانو اوليکوالانو...

يو انس سره زر په ١٥١٥ډالرو پلورل کېږي

کابل/ د تلې١مه/ باختر په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره...

په جوزجان کې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اوښتي دي .

کابل /دتلې لومړى /باختر : درې وسله وال طالبان تېره شپه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردثوردمياشتې ١٣ :
د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوجۍ وزير د مخابراتي شرکتونو له استازوسره يوځاى نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او په هېواد کې د وروستيو طبيعي پيښو له مصيبت ځپلو کسانو سره يې دڅه دپاسه شپږومليونو افغانيو مرسته وکړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزير انجنير اميرزي سنګين  د نورو په استازيتوب زموږ د سلګونو تنو هېوادوالو د قرباني کيدو په مناسبت چې په بېلابېلو سيموکې د وروستيو طبيعې پيښو له امله  له منځه تللي دي؛ د همدردۍ او غمشريکۍ مراتب څرګندکړل او له دې امله يې د افغانستان ملت او دولت ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندکړل.
ده د بدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ د آب باريک په سيمه کې د ځمکې ښوئيدنې پيښه او د هېواد په نورو ولايتونوکې وروستي سيلاوونه د ټکان ورکوونکو طبيعي
پيښو په توګه وبلل او د دغو پيښو د قربانيانو پاک روح ته يې دعا وکړه.
ده وويل: په مرکزکې د مخابراتو وزارت کارکوونکو په خپلې مسووليت باندې په پوهيدوسره خپل يو ورځنى معاش په هېوادکې د وروستيوطبيعي پيښو له زيانمنو
شويوکسانوسره د مرستې لپاره بيل کړې دي اومخابراتي شرکتونو هم هريو يو اعشاريه  دوه مليونه افغانۍ له مصيبت ځپلوکسانو سره د مرستې لپاره بيل کړې دي.
د ده دڅرګندونوله مخې: ددغو مرستو اندازه شپږمليونه اووه سوه درې زره پنځه سوه افغانيو ته رسيږي چې شپږمليونه افغانۍ يې د مخابراتي شرکتونوله خوا او نورې يې د مخابراتو وزارت دکارکوونکو له خوا د هېواد په ولايتونوکې د وروستيو
طبيعي پيښو د زيانمنو شويوکسانو د ستونزو د څيړنې لپاره مرسته شوې ده.
ده دغه راز څرګنده کړه: مرستندويانو وپتيله چې دغه پيسې دې له پيښوسره د مبارزې دملي کميټې د رييس په توګه د جمهور رييس مرستيال ته  وسپارلې شي
چې د ده له پريکړې سره سم د دغو پيښو په زيانمنو شويو کسانو وويشل شي .
وروسته دجمهور رييس مرستيال او له پيښو سره د مبارزې دملي کميټې رييس  محمدکريم خليلي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د مشرتابه هيئت  او کارکوونکو او دغه راز  دطبيعي پيښو له امله  ديو زيات شمېر هېواد والو دقرباني
کيدو په اړوند د اتصالاتو ، روشن ، افغان بيسيم ، ام ټي ان  او د افغان ټيلي کام
دمسوولينو دهمدردۍ، غمشريکۍ او نغدي مرستو له امله مننه او قدرداني څرګنده کړه او دا کاريې په هېوادکې دطبيعي پيښو له امله له زيانمنو شويو کسانوسره د همدردۍ اوخواخوږۍ په لاره کې اغيزمه ګام وباله .
دجمهور رييس مرستيال وويل: په بېلابېلو ولايتونوکې د سيلاوونو او دبدخشان ولايت په ارګوکې دغره ښوئيدنې په ګډون په وروستۍ طبيعي پيښې په خپل ډول کې ډيرې زړه بوږنوونکې او ټکان ورکوونکې پيښې وې چې ده په دې لاره کې پخپله  له مصيبت ځپلوکسانو سره د مرستې او همدردۍ لپاره د دغو پيښو سيمې کتلې دي .
ده دطبيعي پيښو له مصيبت ځپلوکسانوسره د مرستې په کارکې د هېوادوالو او د مدني بنسټونو، دولتي ادارو او د نړيوالو موسسو د همدردۍ او همکاريو له امله قدرداني وکړه او لارښوونه يې وکړه چې د مخابراتو شرکتونو او د مخابراتو وزارت
دکارکوونکو نغدي مرستې دې له پيښو سره د مبارزې په ملي کميټه کې په اړونده
بانکي حساب کې تحويلې شي او له دې لارې دې د مصيبت ځپلو کسانو په واک  کې ورکړاى شي .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :

 دپروان پوهنتون په سلګونو تنو محصلانو نن په مظاهرو لاس پورې کړ .

 دچاريکارو له ښار څخه دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې، دغه محصلان شکايت لري چې يو شمير کسانو ته يې ددغه پوهنتون دمسوولينو له خوا لازم درسي امکانات او دشپې له خوا داستوګنې ځاى  نه دى برابر شوى .

  خو دپروان پوهنتون رييس عطا محمد پويا دغه ادعا ردوي .

 دپروان پوهنتون څلور زره تنه محصلان  لري چې په سلوکې ديرش يې نجونې دي . 

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
دسمنګانو ولايت دبر دره صوف دډبرو سکرو دکان  دچاودنې د پيښې د قربانيانو په پاتې کسانو نغدې پيسې او خوراکي توکي وويشل شول .
دسمنګانو ولايت دبر دره صوف دډبرو سکرو دکان په پيښه کې  چې په دې وروستيو وختو کې وشوه څليرويشت تنه کارګران شهيدان او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
اختر محمد خيرزاد چې ديوه دولتي هيئت په مشرۍ  په همدې مقصد دغې ولسوالۍ ته تللى و دباختراژانس خبريال ته وويل يو مليونو دوه سوه پنځوس زره افغانۍ دکانونو وزارت له خوا ، اووه سوه اويا زره افغانۍ دبلخ دوالي عطامحمد نور  له خوا او يوه اندازه  پيسې دافغانستان داسلامي وحدت ګوند دمشرحاجي محقق له خوا ددغو قربانيانو په کورنيو وويشل شوې .
دغه راز دافغاني سرې مياشتې دټولنې رياست شپيته پنځوس  کيلويي بوري وريجي ، شپيته پنځه ليتره ډبلي غوړي اوشل انډيه لومړنى روغتيايي مرستې په دغوکورنيو وويشلې .
په همدې حال کې د بر دره صوف ولسوال احمد علي حسيني وويل چې ددغو مرستو له ويشلو وروسته دشهيدانو دکورنيو  دغړو په ګډون  دکوز دره صوف په ولسوالۍ کې دشهيدانو دفاتحې مراسم پرځاى شول .
د ولسوال دڅرګندونو له مخې  په دغو مراسمو کې حاجي محمد محقق ،  دسمنګان ولايت مرستيال  اختر محمد خيرزاد ،  دبلخ ولايت مرستيال محمد ظاهر وحدت ، دبلخ  اوسمنګانو دولايتي شورا ګانو رييسانو ، دبر او کوز دره صوف دولسواليو مسوولينو او ددغو  ولسواليو ګڼ شمير خلکو برخه اخستې  وه .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
داتومي انرژۍ دعمومي رياست کارکوونکو نن خپل يو ورځنۍ  معاش دبدخشان په ولايت کې  دخاوريني غونډۍ دښوئيدو دپيښې له قربانيانو سره مرسته وکړه .
دغه کارکوونکي  چې شمير يې يوسلو لسو تنو ته رسيږي نن ددغه انساني ناتار دقربانيانو دفاتحې دمراسمو په پرځاى کولو سره  اعلام وکړ چې خپل يو ورځنۍ معاش دهغوي کورنيو ته  ورکوي
داتومي انرژۍ دلوي رياست  يوه مسوول احمد کريم حبيبي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه اداره دافغانستان له ټولو خلکو او مرسته کوونکو بنسټونو څخه غواړي چې په بدخشان کې دغونډۍ دښوئيدو له تاواني شويو کسانو سره مرسته وکړي .
دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ  داب  باريک په کلي د يوې غونډۍ  دښوئيدو له امله څه ناڅه ٢٥٠٠  انسانان تر خاورې  لاندې  شول دژغورنې  ټيمونو ښخو  شويو  کسانو درا ايستلو  کار هغه وخت پاى ته ورساوه چې دهغوى دژوندي پاتې کيدو هيله پاى ته رسيدلې وه 
دسيمې اوسيدونکو او دولتي مسوولينو ددغې پيښې د قربانيانو  لپاره دډله ئيزې جنازې لمونځ اداکړ او دولت هم ددغه کلي دغونډۍ  دښوئيدو دقربانيانو په نامه ونوماوه
دغه پيښه ډير انساني ناتار بلل کيږي .