05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه/ باختر د کابل ښار په...

لوړ پوړو امنیتي چارواکو  د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باخترد چنګاښ ٢٩

په کندز ولايت کې له څه دپاسه سلو بې ځايه شويو کورنيو سره پرون دخوراکي توکو او دلګښتي مالونو مرسته وشوه .

له هغو  درې سوه کورنيو سره چې دوروستيو جګړو له امله دکندز ولايت په بيلابيلو سيموکې له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه بې ځايه شوي او ددغه ولايت مرکز ته يې پناه وړې ده دسي  دبليو اس دمرستندويو موسسې له خوا په خان اباد ولسوالۍ کې مرسته وشوه .

ددغې موسسې مرستيال قدرت الله حيات دباختراژانس خبريال ته وويل دغه مرستې هغو سختو اړتياو ته  په پاملرنې سره  چې دکندز ولايت بې ځايه شويوکسانو لرلې په پام کې نيول شوي دي چې خوراکي توکي  او دکور ځينې   لوازم  پکې دي

ده زياته کړه دغه مرستې  دهمدې موسسې له خوا له نورو کورنيو سره دوام لري .

ديادونې وړ ده چې دترسره شوي سروي له مخې په کندز کې دوروستيو  څو مياشتنيو جګړو په بهير کې  نږدې پنځه زره تنه کورني  له خپلو سيمو او ټاټوبو څخه بې ځايه شوي دي چې له دغو ټولو کورنيو سره مرسته شوې ده .
 

کابل\باختر\ د چنګاښ د مياشتې٢٩

د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د

هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :

کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه١٨

شمالي سالنګ- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه١٨، ټيټه ١٠

جنوبي سالنګ- آسمان شين ، دتودوخې لوړه درجه٢٠،ټيټه ١٤

قندهار- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٣١

باميان- آسمان شين، دتودوخې لوړه درجه ٢٨، ټيټه ١٤

هرات- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢٩

فراه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٣٠

مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٤٤، ټيټه ٢٨

کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٢

جلال آباد- آسمان وريځ اواورښت، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه٣٠

غزني- آسمان وريځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣، ټيټه ١٦

لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٤، ټيټه ٢٨

خوست- آسمان وريځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه، ٣٦ ټيټه ٢٦

جبل سراج- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩ ، ټيټه ٢١

ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه٢٣

شبرغان –  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٥، ټيټه ٢٦

فيض آباد- آسمان وريځ او اورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٥

په کابل کې به سبا لمر په ٤ بجواو٥٤ دقيقو وخيږي او د مازيګر په ٧ بجو او   ٤دقيقوبه ولويږي.  

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٨ :

دانجيل ولسوالۍ دځوانانو دشورا يوشميرغړو  دهرات  ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درياست په همکارۍ دمديريت او رهبرۍ په برخو کې  زده کړې وکړې.

دغه کسان چې شمير يې  لسو تنو ته رسيږي په لس ورځنۍ روزنيزه کارګاه  کې په ګډون سره  دعدالت غوښتنې ،  مديريت   او درهبرۍ په  څانګو کې مسلکي زده کړه کړې ده .

دهرات ولايت  داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس  آريارووفيان  ددغو فارغانو دتصديق ليکونو دويشلو په غونډه کې   دځوانانو د ظرفيتونو  دلوړولو په لاره کې  ددغه شان کارګاو  د جوړولو رول اغيزمن وباله  او ويې ويل :  دفرهنګي فعاليتونو  داحيا کولو او پراختيا په لاره کې ددغه شان کارګاو   جوړول  او ستاسې هلې ځلې  مهمې دي .

دغه کارګاه د  اې   او   ام     ددفتر په همکارۍ   جوړه شوې وه .

پخوا هم  دغې موسسې  دادرسکن ، ګذرې او دانجيل په ولسواليو کې ورته ورکشاپونه جوړ کړي وو.
 

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٨ :

پنځه تنه په هرات ولايت کې  د يوې  ترافيکي پيښې له امله  ووژل شول او څه ناڅه پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول.

دغه پيښه  نن سهار په کشک کهنه  ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته  شوه  چې دملکي وګړو د سپرلۍ موټر له واټ څخه  ووت او چپه شو.

د هرات و لايت  د ترافيکو يوه مسوول  د باختر آژانس خبريال ته وويل  چې په  دې پيښه کې پنځه تنه  ووژل شول او څه ناخه پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول .

د رارسيدلو خبرونوله مخې :  د دغې ترافيکي پيښې  قربانيان او ټپيان د اختر

دمبارکۍ لپاره  دخپلو دوستانو کورونو ته روان وو ، چې دسپرلۍ موټر يې چپه شو.

د هرات  دکشک کهنه ولسوالۍ   په څو روغتيايي مرکزونو کې ډاکترانو د دغې

ترافيکي پيښې د څه ناڅه  پنځو تنو  روغتيايي خراب بللى دى.