11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د ملي پيوستون د پروګرام د ٣٣ ټولګټو پروژو کار پرون په بدخشان ولايت کې بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغو پروژو کار د ٤٥ مليونو ٨٥٤ زرو افغانيو په لګښت د بدخشان ولايت د وردوج، تګاب، کشم،ارګو، کوز يفتل، شهر بزرګ، کران او منجان، شهدا او د زيباک په ولسواليوکې بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژوکې د ټولنيزو مرکزو، پلګوټو، د اوبو لګولو د کانالونو، د اوبو د بندونو او د اوبو بريښنا د کوچنيو بندونو جوړول، د څښاک د روغتيايي اوبو د شبکو غځول، د سړکونو جوړول او کريړ اچول شامل دي چې له آسانتياوو څخه يې ٤زرو ٥٠٧ کورنۍ ګټه اخلي.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام په بدخشان ولايت کې ١٨١٨ کلي د پرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي دي چې تر اوسه پورې په دې بريالى شوى دى چې په بېلابېلو برخوکې ٢ زرو ٨٠٤ پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته يې وسپاري.

کابل\باختر\ د زمري د مياشتې٥
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان وريځ اواورښت، د تودوخې لوړه درجه ٣٢، ټيټه١٥
شمالي سالنګ- آسمان وريځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه١٣، ټيټه ٦
جنوبي سالنګ- آسمان وريځ اواورښت ، دتودوخې لوړه درجه١٥،ټيټه ١١
قندهار- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٠
باميان- آسمان وريځ او اورښت، دتودوخې لوړه درجه ١٩، ټيټه ١٠
هرات- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٤
فراه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٥
مزارشريف- آسمان وريځ او اورښت ، د تودوخې لوړه درجه  ٤٠، ټيټه ١٩
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٥
جلال آباد- آسمان وريځ او اورښت، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه٢٧
غزني- آسمان وريځ او اورښت، د تودوخې لوړه درجه ٢٩، ټيټه ١٣
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٥
خوست- آسمان وريځ او اورښت، د تودوخې لوړه درجه، ٢٨ ټيټه ١٨
جبل سراج- آسمان وريځ او اورښت، د تودوخې لوړه درجه ٢٦ ، ټيټه ١٥
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه١٩
شبرغان –  آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٠
فيض آباد- آسمان وريځ او اورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣، ټيټه ١٥
په کابل کې به سبا لمر په ٥ بجو وخيږي او د مازيګر په ٦ بجو او   ٥٨دقيقوبه ولويږي.  

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا
د ١٣٩٤ کال ټولو حاجيانو ته چې پخوا يې د پيسو د لومړى قسط په تحويلولو سره نومونه ليکلي او د باى متريک پړاوونه يې بشپړ کړي دي او تراوسه پورې يې د خپلو پيسو دويم قسط يې نه دى تحويلى کړى؛ يوځل بيا خبر ورکول کيږي چې د روان کال د زمرى د مياشتې تر ١٥ نيټې پورې دې د خپلو پيسو د دويم او وروستي قسط د تحويولو په مقصد په مرکز د حج او زيارت رياست او په ولايتونوکې دحج او اوقافو اړوندو رياستونو ته ورشي او خپلې پيسې تحويلې کړي. له دې پرته د وخت د کمښت او د نافذ طرز العمل له مخې د حاجيانو په تنظيم کې د ځنډ له امله ونډه يې د نوبت وړ نورو اشخاصو ته ورکول کيږي؛ بيا به د شکايت حق ونه لري.
د کابل د ولسواليو حاجيان دې د کابل ولايت د حج او اوقافو رياست ته ورشي.

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د ميدان وردګو ولايت ځينې سيمې سيلاوونو لاندې کړې دي.
دغه سيلاوونه نن له غرمې وروسته را ووتل او همدا اوس د دغه ولايت ځينې سيمې يې لاندې کړې دي .
د سيمې د يوشمېر اوسيدونکو د څرګندونو له مخې: د دغو سيلاوونو له امله د سر زيان او مالي تاونونه اوښتي دي، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
دغه راز ويل کيږي چې په لسګونو کورنۍ د خپلو کورونو د ويجاړيدو له امله نورو سيمو ته بې ځايه شوې دي .
د ميدان وردګو ولايت وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته د دغو سيلاوونو راوتل تاييدکړل.
ده د دغو سيلاوونو له امله د سر احتمالي زيان رد نه کړ، خو ويې ويل چې په دې باب څيړنې پيل شوې دې.
خوږياڼى وايي چې د ژغورنې او د مرستې رسولو ټيمونه له سلاو ځپلو سره د مرستې په خاطر تللي دي، خو زياتو مرستو او د ژغورنې زيات ځواک ته اړتيا ده .
د ميدان وردګو له ولايت څخه زموږ خبريال وايي چې امنيتي ځواکونو او د سيمې اوسيدونکي د دغه ولايت په ځينو سيموکې له سيلاو ځپلو سره مرستې ته دانګلي دي.
ددغې پيښې جزييات وروسته خپريږي.