25 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

ديارلس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په قندهار کې ١٣...

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

پنځه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ باختر / د وږي ٣ مه په روزګان کې پنځه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
په کارپورې په اړوندو مقرراتو او قانون د کار د اصولو د اسلام له نظره او دکار په نړيوالو ستندردونو د پوهاوي ورکشاپ نن دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو د چارو وزارت له خوا جوړ شو. په دې ورکشاپ کې چې د کار د نړيوالې سازمان په مرسته جوړ شوى دى؛ د مرکز او ولايتونو د دولتي ادارو شپيتو تنو کارکوونکو ګډون کړى دى .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: د دغه ورکشاپ د پرانستلو په مراسموکې دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او دمعلولينو دچارو وزارت دکار معين پوهنيار ډاکترحسام الدين همراه خبرې وکړې.
د دغه ورکشاپ د جوړولو اساسي هدف د اسلام له نظره په کار پورې د اړوند قانون او مقرراتو، دکار د نړيوالو ستندردونو او دکار د حقوقو د اصولو په باب دکاپيسا، پروان، لوګر، ميدان وردګو او د غزني ولايتونو د دولتي او غير دولتي ادارو کارګرانو د اتحاديې د خاوندانو د پوهاوي دکچې لوړول وبلل.
ډاکتر همرا دغه راز څرګنده کړه: هيوادوالو او هغو بهرنيو کارګرانو ته چې زموږ په هيوادکې کارکوي؛ دکار د قانون او دکار د نړيوالو ستندردونو په باب د پوهاوي ورکول ددغه وزارت دنده ده.
ده زياته کړه: له دې وروسته هيڅ شرکت او دکارخاوندان له قانوني عمر څخه ښکته ماشومان په کار ګومارلي نه شي. دغه روزنيز ورکشاپ درې ورځې دوام کوي.

کابل باختر دورې دمياشتې  ٤ :
دکاپيساولايت دمرکز په مربوطاتوکې د سيلاوونو د راوتلو له امله نږدې زر جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
دغو سيلاوونو دکاپيسا ولايت د هروکي په سيمه  او د محمودراقي ښار په مربوطاتو کې دنږدې زر جريبه کرنيزې ځمکې په ويجاړولو سربېره د استوګنې شلو کورونو ته هم په قسمي ډول زيان اړولى دى .
دکاپيسا د والي ويندوى قيس قادري نن دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه سيلاوونه دکوهبند ولسوالۍ له مربوطاتو څخه راوتلي دي او د هروکي د سيمې او د محمود راقي ښار خلکو ته يې زيات تاوانونه اړولي دي .
قادري زياته کړه چې تراوسه پورې  هيڅ مرستندوى مرکز ددغو سيلاوونوله زيانمنو شويوکورنيو سره مرسته نه ده کړې.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
يو شمېر ماشومانو نن د غور ولايت په مرکز چغچران ښارکې لاريون وکړ او د کابل سرينا هوټل د پيښې عاملين چې دوه تنه ماشومان هم پکې ووژل شول؛ په کلکه وغندل.
په کابل سرينا هوتل د و له والو مخالفينو په بريدکې چې د نوروز په شپه ترسره شو؛ افغان خبريا سردار احمد له خپلې ميرمنې او دريو ماشومانو او له يوبل افغان او څلورو بهرنيانو سره ووژل شو.
په دې لاريون کې په لسګونو تنو ماشومانو په داسې حال کې چې د سردار محمد او د هغه د ماشومانو د عکسونه په ليږدولو سره يې شعارونه ورکول چې (زموږ قاتلين زموږ ورونه نه دي. جمهور رييس دې زموږ قاتلينوته د ورونوخطاب ونه کړي او مړه دې وي هغه کسان چې بې ګنا ماشومان او خلک وژني) د شعارونو په ورکولوسره.
يو ماشوم نثاراحمد په سرينا هوتل کې د دوو ماشومانو د وژل کيدوله امله د خواشينۍ په څرګندولو سره وويل: موږ غواړو ښوونځي ته لاړ شو او ښه راتلوونکي ولرو. مهرباني وکړئ موږ مه وژنئ، ماشومان بې ګناه او معصوم انسانان دي او د هغوى وژل ګناه ده.
ده زياته کړه چې د سرداراحمد دريوماشومانوهيله لرله چې لوى شي او د خپلې کورنۍ ترڅنګ وي خو ډار اچوونکو هغوى په بې رحمۍ سره ووژل.
يو شمېرخبريالانوهم په دې غونډه کې ګډون کړى و او د خبريال او د هغه د کورنۍ د وژلو عاملين يې وغندل.
د غور ولايت يو خبريال سيدمتين وويل: موږ د سرداراحمد او د هغه د ماشومانو د وژنې عاملين په کلکه غندو اودغه وحشيانه عمل ښيي چې ډار اچوونکي په هيچا او آن په ماشومانو هم رحم نه کوي.

کابل باختر د وري  دريمه :
دلوړو زده کړو دپخواني وزير پوهاند ډاکتر سيدامير شاه حسنيار  د مړينې په مناسبت دارواښاد دکورنۍ او په پارلمان کې دباميانو دخلکو داستازو له خوا د ١٣٩٣ کال دوري دمياشتې په څلورمه نيټه ددوشنبې په ورځ دکابل ښار دديارلسمې ناحيې دشهيد مزاري په واټ کې دالزهرا  په ستر جامع جومات کې ددرناوي مراسمم پرځاى کيږي
دوستان دې خبر وي .