06 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس محمد اشرفی غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس محمد اشرفی غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د چنګاښ ۱۶مه / باختر د کابینې غونډه د...

کابل او یو شمېر نورې سیمې زورورې زلزلې ولړزولې

کابل او یو شمېر نورې سیمې زورورې زلزلې ولړزولې

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر نن ماښام څه...

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پيغام

کابل/ د چنګاښ ۱۶مه/ باختر په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د چنګاښ اووه ويشتمه :
دافغانستان مسلمانو خلکو دالهي ميلمستيا مياشت تيره کړه او اوس له ګناهونو څخه په صيقل شوي روح اوبدن سره دنيګمرغه  کوچني اختر هرکلي ته لاړل .
  دباختراژانس مبصر ليکي : دافغانستان  مسلمانو خلکو  دروژې مبارکه مياشت په رياضت  طاعت او عبادت سره  تيره کړه او له ګناهونو څخه په صيقل  شوي روح اوبدن سره دنيکمرغه کوچني اختر هرکلي ته لاړل  هغه اخترچې له مومنانو اومسلمانانو څخه غواړي چې په کينې او کدورتونو  بريالي شي  او په الهي فرمان سره په فطرت اوطبعيت سره چې دروژې مبارکه مياشت  هغه پاک  او سپيڅلي کړي دي ، دمسلمه امت څوکالي په پام کې ونيسي، په هغو ټولو چې تاوتريخويالي او ناوړه کارونه دي بريالي شي چې دزمانې دشيطانانو مخ تور کړي .
دافغانستان بې وزلي اوکړيدلي ملت کلونه کلونه  کيږي چې دنفاق په اور کې ستي کيږي چې پرديو دغه اور دوى ته بل کړي دي خو هغه وخت کيداي شي دپرديو له خوا په دغه بل  شوي اور بريالي شو چې په الهي فرمان عمل وګړو لوى خداى ( ج )  سوله دمسلمانانو په خير اوسوکالۍ بللې ده دهمدغه اصل پربنسټ  تل تينګار شوى دى چې مسلمانان دې  خپل  اختلاقونه دسولې او خبرو له لارې حل کړي .
ددين لاره ديوبل دمنلو او زغم لاره ده ددين لاره په شيطان دبرياليتوب  او دالهي حکمونو  دمنلو او عملي کولو لاره ده، نو دافغانستان  مسلمانانو خلکو او په تيره بيا ددولت وسله والو مخالفينو ته په کار دي چې الهي احکام  پرځاى کړي  حقيقت درک کړي او په هيواد کې دڅو لسيزو جګړې په تناره اوبه وشيندي  او دهغو کسانو  مرستې ته ورودانګي  چې جګړې  دهغوى عزيزان او ډوډۍ راوړونکي  له منځه   وړي دي او دژوندي پاتي کيدو په خاطر  دښار په واټونو او کوڅو کې  په سوالګرۍ لاس پورې کوي .
جګړې دافغانستان په ملت زيات مصيبتونه اوکړاونه ټپلي  دي دغه مصيبتونه اوکړاونه هغه وخت له منځه وړل کيږي چې دمخالف اوموافق په ګډون ټول په هيواد کې  دسولې او امنيت دټينګښت لپاره ملاوتړي  او لستونې راونغاړي  اوسوله چې ددې هيواد دټولو وګړو غوښتنه ده خلکو او هيواد ته په سوغات راوړو .

کابل باختر د چنګاښ اووه ويشتمه :
دهرات ولايت  دانجيل ولسوالۍ  په ده شيخ  کلي کې  ديوه کانال  دجوړولو دکار په بشپړيدو او ګټې اخستنې سره  ددغه ولسوالۍ  دسلګونو  تنو بزګرانو کرنيزې ستونزې  لرې شوي دي .
دغه کانال  دوه سوه  اووه ديرش متره  اوږدوالي لري چې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست  دسيمه ئيزې پرمختيا  دملي پروګرام له لارې  دڅه دپاسه  څلورو مليونو يوسلو اتيا زرو  افغانيو په لګښت  دخلکو په سلوکې دلسو په ونډې سره  بشپړ شوى دى .
ددغې پروژې  دپرانستلو په مراسمو کې  دولسي جرګې غړى  قاضي نذير احمد  حنيفي په کليو اوبانډو کې  دخلکو دژوندانه دحالت  دښه والي په کار کې  دمسوولينو  پاملرنه وستايله .
  دهرات ولايت  دکليو دبيا جوړولو  او پراختيا رياست  مسوولين وايي  چې ددغو پروژو  په بشپړيدو سره څه ناڅه درې سوه جريبه  کرنيزه ځمکه  خړوبيږي  او دڅه ناڅه دوه  سوه کورنيو  ستونزې لرې شوي دي .
  ديوبل خبر له مخې ،  دولسي جرګې غړى  قاضي نذير احمد حنيفي  دجوماتونو دجوړولو په کار کې  دخلکو دکارنده ونډې اخستنې له امله مننه وکړه .
  دخلکو دغه استازي  چې  ديو جومات  دجوړولو دکار  بهير کتلى دى  دجوماتونو دجوړولو په کار کې دخلکو درول  ورځ په ورځ زياتيدونکي  پياوړتيا  دخوشحالي وړ  بللې ده .

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦ :
دميدان ورد ګو والي دنيکمرغه کوچني اختر په لومړۍ ورځ ددغه ولايت مرکزي روغتون  اومرکزي جيل ته لاړ  او له ناروغانو  او بنديانوسره يې اختر مبارکي وکړه.
حيات الله حيات ددغې کتنې په بهېرکې دناروغانو او بنديانو ستونزې واوريدې  او هغو دلرې کولو لپاره يې دهمکارۍ  ژمنه وکړه.
دميدان وردګو والي  په دې کتنه کې له بنديانو او ناروغانو سره نغدي مرسته وکړه  او له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې  دهغوى  د هوساينې لپاره دې هلې ځلې وکړي.

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦ :
شپږ تنه ماشومان په ميدان ورد ګو ولايت کې دنيکمرغه کوچني اختر په لومړۍ ورځ  وزيږيدل.
ددغو ماشومانو کورنۍ وايي  له دې امله چې  په دغه شان  برکتي ورځ کې  دماشومانو خاوندان شوي دي ، خوشحاله دي.
دېوې بوډۍ ښځې خوشحالي چې ناوې يې زوى زيږولى و ، دتوصيف وړ نه دى.
دغې ښځې  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې په خپل لمسي  دمحمد نوم ږدي ځکه په ډيره برکتي ورځ  کې دنيا ته راغلى دى.
دميدان وردګو والي حيات الله  حيات ددغه ولايت  په مرکزي روغتون کې  له نويز زيږيدلو ماشومان  څخه  ليدنه وکړه .
والي دغه ماشومان په غيږ کې واخيستل اوپه غوږونو کې يې آذان وکړ.
دميدان وردګو والي  ددغو ماشومانو له کورنيو سره نغدي مرسته وکړه.