20 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل\باختر\دکب   دمياشتې  ١٧:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو
د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى :
کابل-  د تودوخې لوړه درجه  ٩  ټيټه منفي   ١ آسمان وريځ
هرات- د تودوخې لوړه درجه ١٩  ټيټه منفي ٢  آسمان   وريځ   
جلال آباد ، د  تودوخې لوړه  درجه ١٧، ټيټه ٨   آسمان وريځ  داورښت  امکان شته
قندهار ، د تودوخې لوړه درجه  ٢٠ ، ټيټه ٤- آسمان  وريځ
مزارشريف د تودوخې لوړه  درجه  ١١، ټيټه   ٣  آسمان  وريځ  داروښت امکان شته
کندز-   د تودوخې  لوړه درجه  ١٥ ټيټه  ٤  آسمان  وريځ داورښت امکان شته
غزني-  دتودوخې لوړه درجه منفي ٦ ، ټيټه  منفي ٢ آسمان وريځ  داورښت امکان شته
باميان- ، د تودوخې لوړه درجه ٣  ، ټيټه  منفي ٧ آسمان  وريځ  دواورې  داورښت امکان شته 
فيض آباد- د تودوخې لوړه درجه  ١٢، ټيټه  منفي ١  آسمان وريځ  دواورې  د اورښت امکان شته
شمالي سالنګ-  د تودوخې لوړه درجه منفي ٧، ټيټه  منفي ١٣ آسمان  وريځ   دواورې داورښت امکان شته .
جنوبي سالنګ-د تودوخې لوړه درجه منفي٥، ټيټه منفي ١٣ آسمان  وريځ    د واورې داورښت امکان شته
فراه-   د تودوخې لوړه درجه ٢٠  ټيټه منفي  ٣ آسمان وريځ   
خوست- د تودوخې لوړه درجه ١٤، ټيټه ٥  آسمان وريځ داورښت امکان شته
ميمنه- د تودوخې لوړه درجه  ١٥ ، ټيټه ٣ آسمان وريځ  داورښت امکان شته
لښکرګاه  د تودوخې لوړه  درجه ٢٠ ټيټه ، ٦ آسمان وريځ داورښت امکان شته
شبرغان ، د تودوخې لوړه درجه  ١٥، ټيټه٤آسمان وريځ   داورښت امکان شته
جبل السراج- دتودوخې لوړه درجه ٨ ټيټه منفي١ آسمان وريځ داورښت امکان شته
په کابل کې به سبا لمرپه ٦ بجو او ١٦ دقيقو وخيژي او د مازيګر په  ٥ بجو او ٥٥دقيقو ولويږي . 

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د لارښوونې له  مخې  :
ميرمن نجيبه چې دهيواد يوه ځوريدلې مورده او پخوايې  د سلطان محمد او دمحمد شفيع په نومونو د دې دوه تنه زامن شهيدان شوى دى په نغدي مرستو برسيره  دشاداب ظفر داستوګنې په ښارګوتې کې يو اپارتمان ترلاسه کړ.
د چارو ادارى او د وزيرانو شورا د دارلانشا لوى رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ :. دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي څه  موده  مخکې دکندهار ولايت ته دسفر په بهير کې له دغې کورنۍ سره  يې داستوګنې ديو اپارتمان دورکولو ژمنه کړې وه  چې دجمهوري رياست دلارښوونې داجرا په خاطر دچارو د ادارى او د وزيرانو شورا د دارلانشا د پاليسي مرستيال پوهنمل سيدولي سلطان نن دکابل ښار دخوشحال ميني دشاداب ظفر داستوګنې په بلاکونو کې داستوګنې ديو اپارتمان سندونه  دغې ميرمنې ته  ورکړل .
د دغې کتنې په بهير کې دچارو  د ادارې او دوزيرانو شورا د دارلانشا دمکافاتو
د ادارې  رييس هم حاضر و  .
ديادونې وړ ده  چې پخوا له   دغې کورنۍ سره   دوه سوه زره افغانۍ  نغدي  مرسته شوې  وه.

کابل باختر دکب شپاړلسمه :
د جوماتونو ملا امامانو، خطيبانو او واعظانو نن د جمعې دلمانځه په خطبوکې له خلکوڅخه وغوښتل چې د جمهوري رياست او د ولايتونو شوراګانو په را روانو نتخاباتوکې دې کارنده ونډه واخلي .
دغه راز خلکو ته بلنه ورکړې شوه څو د خپلې استوګنې د سيمو د پاکوالى او سمسورتيا لپاره هڅه او هاند وکړي او د نيالګيو د ايښودلو په پروګرامونوکې چې کولاى شي په راتلوونکي کې د هوا د ککړتيا مخه ونيسي؛ ونډه واخلي.
دهيوادله مرکز او ولايتونوڅخه دباخترآژانس دخبريالانودخبرله مخې: په دغوخطبو کې د هيواد د مشر د ټاکنې لپاره انتخابات يو اسلامي اواساسي اصلي وبلل شو اوڅرګنده شوه چې خلفاى راشدين د خلکو د راى او ارادې پربنسټ انتخاب شول.
له دې امله بايد په هيوادکې په را روانو انتخاباتوکې دښځو او نارينه وپه ګډون  خلک په فعاله توګه ګډون وکړي او دخپلې راى دکارولو له لارې دې يو مسلمان زړه سواند او د هيواد او خلکو د خدمتګار شخص انتخاب کړي.
په دغو خطبوکې دغه راز څرګنده شوه چې ښځې د ديني ارشاداتو له مخې او د ديني ارزښتونوپه پام کې نيولو سره کولاى شي په انتخاباتوکې هم ځان نوماندکړي اوهم رايه ورکړي.
ملا امامانو او واعظانو يوځل بيا په افغانستان کې په جګړوکې له ښکيلو لورو څخه وغوښتل چې له جګړې څخه لاس واخلي او خپلې مسئلې دې له ديني احکامو  سره د خبرو او مفاهمې له لارې حل کړي او دسولې لاره غوره کړي .
په دغو خطبوکې له خلکو څخه وغوښتل شول چې د ژوندانه د چاپيريال د ساتنې لپاره پاکوالى او صفايي په پام کې ونيسي او هم دې د هوا د ککړتيا د کمښت او مخنيوي په خاطر په خپلو سيموکې د نيالګيو په ايښودلو لاس پورې کړي.

کابل باختر دکب شپاړلسمه :
په روان کال کې په بغلان ولايت کې په بېلابېلو برخوکې د دولتي ادارو او د همکارو موسسو له خوا نهه سوه اتلس پرمختيايي پروژې بشپړې او عملي شوې دي.
د بغلان والي سلطان محمدعبادي دغه ټکى د دولتي ادارو د مسوولينو د رپوټ ورکولو د بهير د پيل په مراسموکې څرګند کړ او ويې ويل چې دغه پروژې د څه د پاسه نهو ملياردو نهه سوه اويا زرو افغانيو په لګښت په پلخمري ښار او د دغه ولايت په پنځلسو اداري واحدونوکې په بېلابېلو برخوکې بشپړې اوګټې اخستنې ته وړاندې شوې دي چې له دې جملې څخه اووه سوه دوه شپيته پروژې يې دبغلان ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست په څلورو کاري پروګرامونو پورې اړه لري.
د بغلان والي د پروژو د تطبيق د مساعدو شرايطو د برابرولو په کارکې د امنيت تامينول او د امنيتي بنسټونو د منسوبينو هلې ځلې مهمې او اساسي وبللې او زياته يې کړه چې له لازمو هڅو او هاند وروسته دوه سوه لس پرمختيايي پروژې په بېلابېلو سکټورونوکې ددغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې چې په پلخمري ښارکې د اوبو بريښنا د دوو بندونو او د يوه دوه سوه بستريز روغتون جوړول او د شکاري درې د حلقوي سړک پخول چې د بغلان ولايت له باميانو سره نښلوي؛  دپيشنهاد شويو پروژو دمنظورۍ په کارکې د اړوند وزارتونو په موافقه څرګنده کړه او زياته يې کړه: د بغلان ولايت مالدارانو ته د لازمو اسانتياوو د برابرولو په مقصد په پام کې دى چې تر راتلوونکى کال پورې په هغو شاړو دښتوکې چې له هغو څخه د څارويو د څړځايونو په توګه کار اخستل کيږي؛ اووه ژورې څاه ګانې وکيندل شي چې د اوبو د کمښت له پلوه د مالدارانو او د هغوى د څارويو ستونزې لرې شي.
  عبادي زياته کړه: په بغلان ولايت کې دامنيتي منسوبينو دهڅو او هاندله امله  سږ کال دجمهوري رياست د انتخاباتو په دريمه دوره کې دپخوانيو دورو پرخلاف د راى ورکولو په ټولومرکزونوکې بشپړ امنيت تامين دى او دغه مرکزونه د راى ورکوونکو پرمخ پرانستي دي. د راى ورکولو يواځې يومرکز تر خطر لاندې دى چې د هغه امنيت هم د انتخاباتو د بهير تر پيل کيدو پورې تامنيږي.