15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
دکار، ټوليزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت خبرتيا
څرنګه چې د روان کال د وږي دمياشتې له اتلسمې نيټې څخه تر څليرويشتمې نيټې پورې دافغانستان دشهيدانو اوونۍ ده، يواځې د وږي د مياشتې اتلسمه د سه شنبې ورځ چې د هيواد د ملي اتل احمد شاه (مسعود) د شهادت دتلين له ورځې سره برابره ده؛ په هيواد کې عمومي رخصتي ده.

کابل\باختر\ د وږي د مياشتې ١٧
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ   ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠ ، ټيټه  ١١
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١١، ټيټه  ٣
جنوبي سالنګ- آسمان  ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٤، ټيټه ٨
قندهار- آسمان شين ، د تودوخې لوړه ٣٦، ټيټه ١٦
باميان-آسمان ځاى ځاى وريځ، دتودوخې لوړه درجه ٢٦، ټيټه ٨
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ١٨
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥ ټيټه ١٩
مزارشريف- آسمان ځاى ځاى وريځ ،  د تودوخې لوړه درجه  ٣٤ ټيټه ١٨
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٥
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٧
غزني- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ، ټيټه ٩
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ١٨
خوست- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ٢٥
جبل سراج- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩ ټيټه ١٦
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٦ ، ټيټه ١٥
شبرغان –  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ١٧
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠، ټيټه  ١٣
په کابل کې به سبا لمر په ٥ بجواو٣١دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ١١دقيقو ولويږي . 

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
زموږ په هيواد کې په داسې حال کې دشهيد داوونۍدرناوى کيږي چې دشهيدانو له کورنيو او وارثانو سره دمرستې او لاس نيوى فرهنګ نه دى بنسټيز شوى، په داسې حال کې چې دغه کورنۍ له زياتو ستونزو سره مخامخې دي .
دباختر آژانس مبصر ليکى : د هيواد دملي اتل احمد شاه مسعود دشهادت دتلين او په هيواد کې دشهيد د اوونۍ په داسې حال کې درناوى کيږي چې دهمدې ورځې په تيريدو سره دهغه کورنيو شمېر چې خپل عزيزان دهيواد د دفاع په لاره کې اويا په تروريستي پيښو کې له لاسه ورکوي؛ زياتيږي .
دلته ضروري ده چې دشهيد او د هغو کسانو دنامه په نسبت چې خپل ژوند يې دهيواد او خلکو لپاره قرباني کړى دى؛ واحده کتنه ولرو.
په کليزه کې دشهيد اوونۍ ته ځاى ورکول کيداى شي يو ارزښتناک يون او له هغو زرګونو کورنيو سره ملاتړيز حرکت وي چې خپل بچيان يې دشهيد په نامه ټولنې ته وړاندې کړي دي ، خو يواځې په کليزه کې دشهيد اوونې ته ځاى ورکول کافي نه دي. ځکه دشهيد مقام او دهغوى دکورنيو دحقوقو رعايتول موږ زياترو اخلاقي ، ديني او هيوادنيو مکلفيتونو ادا کولو ته بولي چې بايد هغه ترسره کړو چې د ټولنې اصلاحي بهير تعقيب شي او د ډول ډول خدمتونو په وړاندې کولو سره دشهيد دحقوقو او وينې درناوى وشي.
ددغې اوونۍ درناوى بايد يو روښانه پيغام وي؛ داسې پيغام چې وکولاى شي دشهيدانو دکورنيو په ژوندانه کې بدلون رامنځته کړي او په ټوليزه توګه ټولنه دشهيدانو دکورنيو دساتنې ، لاس نيوى او مرستې عامل شي.
موږ بايد په سياسي ،اقتصادي او ټولنيز عقلانيت سره دشهيدانو دکورنيو په لور  ګام واخلو اوله دغو کورنيو سره دمرستې زمينې وڅيړو او دغو کورنيو ته دمرستې دوړاندې کولو په لاره کې خپل دريځ وټاکو.
موږ په داسې حال کې دشهيد داوونۍ د درناوى په لور ځو چې د شهيدانو کورنۍ، د هغوى يتيم ماشومان او کونډې له جدي ستونزو سره مخامخې دي. دغه ستونزې د استوګنځي له ستونزې څخه نيولې د جامو او ښوونې او روزنې تر ستونزو پورې د شهيدانو په کورنيو سيورى غوړولى دى .
موږ بايد په پراخ او مناسب نظر دکورنيو په لور ورودانګو او لکه څنګه چې د زمانې او شرايطو غوښتنه ده؛ د شهيدانو دکورنيو داحوالو پوښتنه او خدمت وکړو.
په يوه څرګند او روښانه پيغام سره ددغې اوونۍ درناوى وکړو ، ښه په دا وي چې موږ دشهيدانو له کورنيو سره دمرستې همکارې منابع زياتې کړو او د دوى ترڅنګ له دغو کورنيو سره دمعنوي مرستو په فکر کې واوسو چې هغوى دهيواد دنورو اتباعو ترڅنګ د روحي آرامى احساس وکړي.

کابل باختر د وږي  شپاړلسمه :
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا
دغزني ولايت  هغو  حاجيانو ته چې شمير يې  له ٦٠١تر ٩٧٦پورې دي ، خبر ورکول کيږي چې سبا  دروان کال  دوږي دمياشتې په اوولسمه نيټه  ددوشنبې دورځې له غرمې وروسته په يوه بجه دعيدګاه جامع جومات ته ورشي چې واکسين تطبيق  او دحرمين شريفين په لور  په ټاکلو الوتنو کې  تنظيم شي .
له حاجيانو څخه غوښتنه کيږي  چې نوبت رعايت کړي او په الوتنو کې  دبي نظمي  سبب نه شي .
دبدرګه کوونکي  په نامه  دعيدګاه جامع جومات ته داشخاصو ننوتل منع دى
  ديادونې وړ ده چې  حاجيان بايد دپيژندنې کارتونه  له ځان سره ولري .