12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کولمبيا له افغانستان سره همکاري کوي

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر کولمبيا له افغانستان سره د کانونو...

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي چې...

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر اته وسله وال طالبان په ارزګان کې له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل\باختر\ د وږي د مياشتې ١٢
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينو سيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړي دي :
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ   ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠ ، ټيټه  ١٢
شمالي سالنګ- آسمان وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٢، ټيټه  ٤
جنوبي سالنګ- آسمان  ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٤، ټيټه ٨
قندهار- آسمان شين ، د تودوخې لوړه ٣٧، ټيټه ١٩
باميان-آسمان ځاى ځاى وريځ، دتودوخې لوړه درجه ٢٦، ټيټه ٨
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ٢٠
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤ ټيټه ١٩
مزارشريف- آسمان شين،  د تودوخې لوړه درجه  ٣٨ ټيټه ٢٥
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٥
جلال آباد- آسمان وريځ اواورښت، ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٥
غزني- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ، ټيټه ٩
لښکرګاه- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٤
خوست- آسمان وريځ اواورښت ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ٢٣
جبل سراج- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣١ ټيټه ١٥
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٦ ، ټيټه ١٥
شبرغان –  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٣
فيض آباد- آسمان وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣، ټيټه  ١٩
په کابل کې به سبا لمر په ٥ بجواو٢٠دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ٢٧دقيقو ولويږي . 

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١١  :
دشهيد داوونۍ   او دهېواد دملي اتل شهيداحمدشاه مسعود دشهادت دديارلسم تلين دنمانځنې د کميسيون دويمه غونډه نن  دملي دفاع وزارت دلومړي مرستيال او ددغه کميسيون درييس څارنپوه عنايت الله نظري په مشرۍ دملي دفاع په وزارت کې  جوړه شوه.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په پيل کې د کميسيون  غړو خپلې نظريې او کاري رپوټونه وړاندې کړل  او درسنيو دخپرونو  اودخلکو دتګ راتګ  اودکابل ښار په واټونو کې دموټرو  دکاروانونو دتګ  راتګ په باب دامنيتي اوفرهنګي مسوولينو  دوړانديزونو په باره  کې خبرې وکړې چې په نتيجه يې پريکړه وشوه چې دښار په واټونو کې دکاروانونو دتګ راتګ  چې دخلکو دځورونې اومزاحمت سبب کيږي ،مخه ونيول شي  او فرصت غوښتوونکو اشخاصو ته ددې اجازه ورنه کړاى شي چې دغه تاريخي ورځ او اوونۍ  چې دافغانستان دخلکو  په ټولو شهيدانو پورې اړه لري  له ستونزو  او بيظمۍ سره مخامخ کړي .
دغه راز په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دهېواد دولتي اوخصوصي رسنۍ دې  ددغې  پرتمينې  اوونۍ  عظمت ته دقدر په سترګه  وګوري  او دمبتذلو او دافغانستان دخلکو  دشهيدانو دآرمان پرخلاف دپروګرامونو له خپرولو څخه دې  ډډه وکړي  اوپه بدل کې يې   دديني ، تاريخي  او حماسي پروګرامونوپه خپرولو لاس پورې کړي  چې ددغه شان پروګرامونو په خپرولو سره دافغانستان دټولو شهيدانو  روح  ښاد کړو.
په پاى کې  دشهيد د اوونۍ ددرناوي دکميسيون رييس  څارنپوه عنايت الله نظري دغونډې کار وڅيړه .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١ مه:
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دکابل ښار د ناحيو هغوحاجيانو ته چې شمېره يې له ١٨٠١ څخه تر ٢٠٠٠  پورې وي؛ خبر ورکول کيږي چې سبا د روان کال د وږي د مياشتې په ١٢مه نيټه د چارشنبې په ورځ د سهار په شپږو بجو د عيدګاه جامع جومات ته حاضر شي.
دغه راز له هغوحاجيانوڅخه چې شمېره يې له ٢٠٠١ څخه تر ٢٢٠٠پورې وي؛ غوښتنه کيږي چې سبا د مازيګر په څلورو بجو د عيدګاه جامع جومات ته حاضر شي چې واکسين يې تطبيق او د حرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنوکې تنظيم شي.
له حاجيانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او په الوتنوکې د بې نظمۍ سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت د دوى په غاړه وي .
د شيعه او د کابل ولايت د ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
دعيدګاه جامع جومات ته د بدرګه کوونکو په نامه د نورو اشخاصو ننوتل منع دي.
د يادونې وړ ده حاجيان دې بايد خپل بانکي آويزونه له ځان سره ولري.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دکابل ښار د ناحيو هغو حاجيانو ته چې شمېره يې له ١٦٠١ څخه تر ١٨٠٠  پورې وي؛ خبر ورکول کيږي چې سبا د روان کال د وږي د مياشتې په يوولسمه نيټه د سه شنبې په ورځ په يوه بجو د عيدګاه جامع جومات ته حاضر شي چې واکسين يې تطبيق او د حرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنوکې تنظيم شي.
له حاجيانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او په الوتنوکې د بې نظمۍ سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت د دوى په غاړه وي .
د شيعه او د کابل د ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
دعيدګاه جامع جومات ته د بدرګه کوونکو په نامه د نورو اشخاصو ننوتل منع دي.
ديادونې وړده چې حاجيان خپل بانکي اويز له ځان سره ولري.