06 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس محمد اشرفی غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس محمد اشرفی غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د چنګاښ ۱۶مه / باختر د کابینې غونډه د...

کابل او یو شمېر نورې سیمې زورورې زلزلې ولړزولې

کابل او یو شمېر نورې سیمې زورورې زلزلې ولړزولې

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر نن ماښام څه...

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پيغام

کابل/ د چنګاښ ۱۶مه/ باختر په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه :
په غزني ولايت کې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون دپروګرام  نولس ټولګټې پروژې پرون دخلکو داستفادې  وړ وګرځيدې .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو  رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. ددغو پروژو کار دڅه دپاسه يوولسو مليونو درې پنځوسو زرو افغانيو په لګښت دغزني ولايت دمالستان ، قره باغ ، مقر اودجاغوريو په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړ ګرځيدلي دي .
په دغو پروژو کې دټولنيزو مرکزونو ، داوبو رسولو دشبکې دزيرمې ، دواټونو دغاړو دويالو ، دموټرو دتګ راتګ دپله جوړول  دکاريز پاکول ، دسړک جوړولو او کريړ اچول او دڅښاک  داوبو دڅاهګانو کيندل  شامل دي چې  ددغو پروژو له اسانتياو څخه ١٢٥٢ کورنۍ ګټه اخلي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په غزني ولايت کې ٤٢٤ کلي تر پوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې يې په بيلابيلو برخوکې د ٣٥٣١ پروژو کار بشپړ او داستفادې وړ ګرځولي دي .

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه :
په هرات ولايت کې داسلامي علومو دروزنيزو مرکزونو فعاليت دديني او اسلامي علومو دزده کړې په لاره کې له هيواد څخه په بهر کې دځوانانو دلالهاندۍ  دمخنيوي سبب شوى دى. دهرات والي محمد اصف  رحيمي دغياثيه  دلوړو زده کړو د دارالعلوم  دازموينو  دبهير دکتنې په  ترڅ کې ددغه ټکى په څرګندونو سره په دغه ولايت کې ځوانانو ته په لوړو سويو داسلامي علومو دزده کړې دمناسبو شرايطو دبرابريدو له امله خوښي څرګنده کړه .
  په داسې حال کې چې ويل کيږي داسلامي علومو دزده کړې په پلمه ګاونډيو هيوادونو ته دځوانانو خطرناک سفرونه په تروريستي فعاليتونوکې دځوانانو دهڅونې په باب دفرصت غوښتوونکو  ډلو دناوړې ګټې اخستنې سبب کيږي ، په هرات ولايت کې مسوولين وايي دهيواد په لويديځ کې داسلامي علومو دلوست ډير ستر مرکز په  شرايطو برابر  دولسو زرو تنو نجونو اوهلکانو ته دښوونې او روزنې زمينه برابره کړې ده .
يوله دغو مرکزونو څخه دغياثيه عالي دارالعلوم  دى چې دهيواد له ټولو ولايتونو څخه دجيدو ديني عالمانو له خوا يې مديريت کيږي .
دهيواد دلويديځې  حوزې  دعالمانو او روحانيونو دعالي شورا رييس او داسلامي علومو ددغه روزنيز مرکز موسس شيخ الحديث  مولوى خدا داد صالح وايي چې دغياثيه  په عالي دارالعلوم کې درسي سويه دسيمې په کچه سارى نه لري .
ويل کيږي چې دغياثيه  دعالي دارالعلوم  دنهاري او ليليه برخې له دولسو زرو تنو زده کوونکو څخه نږدې  اته زره تنه  يې هلکان او څلور زره تنه يې نجونې دي .

کابل \ باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٠ :
د کرنې او اوبولګولو وزارت د روژې په مبارکه مياشت کې له اړوکسانو سره د ملاتړ په مقصد په ټول هېوادکې په نږدې ٣٥٠ زرو کورنيو غنم يا پيسې ويشي .
دباخترآژانس د خبرله مخې:
همدا اوس د هېواد په پنځو سيلوګانو او څلورو ولايتونوکې د غنمو سترې زيرمې  او ګودامونه شته چې په ټوليزه توګه ٣٤ زره ٦٨٦ ټنه غنم پکې زيرمه شوي دي. 
د دغه پروګرام له مخې، هره کورنۍ به ١٠٠ کيلوګرامه غنم او يا معادلې پيسې  ترلاسه کړي.
د کرنې او اوبولګولو وزير اسدالله ضمير نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل: د پروګرام په ګټې اخيستوونکوکې دکابل ښار داخلي بېځايه شوي کسان او د روان کال راستانه شوي کسان، بيوزلي ښوونکي، معيوبين، معلولين   او د کورنيو متکفلې کونډې ښځې، د دولتي ادارو د اووم او اتم بستونو مامورين، د کابل ښاروالۍ کارګران، د طبيعي پيښو زيانمن شوي کسان او د حج او اوقافو وزارت بيوزلي کارکوونکي شامل دي او د کابل ښار سوالګر به هم له د غو مرستو څخه ګټه واخلي .
د غنمو د ويش بهير په دوو ډولونو ترسره کيږي.
لومړۍ: څه دپاسه ١٩ زره ټنه غنم په کابل او په هغو نهو ولايتونوکې  په اړو کسانو ويشل کيږي چې د غنمو زيرمې پکې شته.
دويم:  ١٥ زره ټنه نور غنم په آزاد بازارکې د نږې ٢٨٥ مليونو افغانيو په بيه پلورل کيږي او پيسې به يې په هغو ٢٥ نورو ولايتونوکې وويشل شي چې د غنمو زيرمې پکې نشته .
د شفافيت او عدالت د تامينولو په مقصد پيسې به د اړوکسانو په بانکي  حساب تحويلې شي .
په اړو کسانو د غنمو او پيسو د ويش بهير سره له نن څخه پيل شو.

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام
د افغانستان د لوی څارنوالۍ د پخواني مرستیال، د اساسي قانون د شورا د غړي او د جمهوري ریاست د پخواني کاندید، عالم، سیاستوال او قومي مشر عبدالهادي خلیلزي په وفات خواشینی شوم.
ارواښاد خلیلزی عالم او حلیم انسان و. له افغانستان او خپلو هېوادوالو سره یې رښتینې مینه او خواخوږي لرله. د خپل ژوند ډېر کلونه یې د افغانانو سوکالۍ او نېکمرغۍ ته ځانګړي کړل. خلک یې تل یو والي او سوله ییز ژوند ته بلل. مړینه یې د هېواد او هېوادوالو لپاره یوه ضایعه ده.
د ارواښاد خلیلزي کورنۍ، خواخوږو او ټولوهېوادوالو ته د ده د مړینې تسلیت وایم، خدای تعالی دې پرې ورحمېږي.#